هم‌میهن ورځپاڼه: په ایران کې افغان کډوالې په لږو پیسو، تر وس پورته کارونه کوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۰

د هم‌میهن ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانې کډوالې ښځې سره له دې چې په ایرانيو کارخونو کې په لږ معاش سره ګمارل کیږي، ترڅنګ یې له دوی څخه ناسمه ګټه هم اخیستل.

ورځپاڼه زیاتوي چې پر دوی تر وس پورته کارونه کیږي خو مزدوري لږ ورکول کیږي.

دغه راپور چې د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۲۰مه) خپور شوی پکې راغلي چې، په ایران کې ډیرې افغانې کډوالې ښځې اړې دي چې د خښتو په بټیو، غالۍ اوبدلو او نورو برخو کې په لږ معاش کار وکړي.

یادې ورځپاڼې د هغې افغانې ښځې ژوند انځور کړی چې له شلو کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي او یوه ورځ هم د خپل کار دوام ته هیله منه نه ده، په داسې حال کې چې د کورنۍ سمبالښت هم ور له غاړې دی.

یاده میرمن له هم‌میهن ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې: «په ایران کې افغانو ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي، کار مې د غالیو له اوبدلو پیل کړ ان د ناروغانو د سرپرستۍ تر کچې پورې، خو کله چې د کار کولو کارټ غواړم نو ما ته وایي چې هیڅکله د یوه ایراني ځای تاته نه شو درکولی.»

دغې رسنۍ د نارسمي شمېرو په حواله لیکلي چې په ایران کې له څلورو تر پنځو میلیونو پورې کډوال چې ۹۰ سلنه یې افغانان دي، ژوند کوي چې ۴۱ سلنه یې ښځې دي.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره، ایران ته د ښځو د تګ بهیر زیات شوی، ځکه چې د طالبانو د پالیسیو له مخې هغوی له زده‌کړو او کار څخه بې برخې شوې دي.

هم‌میهن ورځپاڼې همداراز لیکلي، که څه هم دغه ښځې د کار د وضعیت ښه کېدو په هیله ایران ته کډه کوي، خو د دوی جنسیت د دې لامل کېږي، چې له استثمار پرته بل څه ترلاسه نه کړي.

د دې ورځپاڼې په لیکنه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې په ایران کې داسې کوم قانون نشته چې له مخې یې افغانې ښځې له رسمي کار څخه بې برخې وي، خو د کډوالو لپاره ټاکل شوې دندې د ښځو لپاره مناسبې نه دي او په دې ډول له رسمي بازار څخه اېستل کیږي.

هم‌میهن راپور ورکوي، افغان مېرمنې په ایران کې د تولید په برخه کې پام وړ فعالیت لري، خو په عامه ډګر کې لا هم افغان مېرمنې د منلو وړ نه دي او دا کار د دې لامل شوی، چې له وړتیا او زده‌کړو سره سره دوی له پامه وغورځول شي.

دغې رسنۍ په ایران کې د یوه حقوقي کارپوه له خولې لیکلي چې «موږ باید هڅه وکړو چې کډوال په ځانګړي ډول ښځې له ازادۍ، برابرۍ او عدالت څخه بې برخې نه کړو او کډوالې ښځې په کار بوختې شي.»

نور خبرونه

رادیو