پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانې ښځینه خبریالانې په اروايي ستونزو اخته شوې
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴ مه نیټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د بیان ازادي او رسنۍ له یو لړ بندیزونو او سانسور سره مخ شوې دي. له هغه وروسته ډیری ښځینه خبریالانې د یو لړ بندیزونو له امله په اروايي ستونزو اخته شوې دي.
څه باندې دوه کاله مخکې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، سلګونه خبریالان د دغې ډلې له ویرې د هیواد پریښودو ته اړ شول او یو شمېر نور خبریالان په ځانګړې ډول ښځینه خبریالانې لا هم له هیواده د وتلو په هڅو کې دي.
په داسې حال کې چې ډېر شمېر خبریالان اوسمهال له مجبورۍ د طالبانو تر سختو فشارونو او بندیزونو لاندې له بېلابېلو رسنیو سره کار کوي خو ډیر شمېر نور بیا چې له لوړو ګواښونو سره مخامخ دي، اروپایي او امریکایي هیوادونو ته یې د وتلو چانس نه دی ترلاسه کړی، اوس په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان کې په ناوړه او بې برخلیکه حالت کې دي.
دغه خبریالان له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهیسې په اروايي ستونزو اخته شوي.
وزګارتیا، ګواښونه، ناسم اقتصادي وضعیت، په دریمو هیوادونو کې د اوږدمهال پاتې کیدو او ان د ځان وژنې هڅې له هغو لسګونو نورو ستونزو څخه دي چې د خبریالانو د روحي او رواني حالت د خرابیدو لامل شوي.
پخوانۍ افغانه خبریاله شبنم چې نه غواړي بشپړ نوم یې واخیستل شي وایي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بندیزونو له ډیریدو سره د دندې پرېښودو ته مجبوره شوه، خو د هرې ورځې په تېریدو سره یې روزګار هم ورسره خراب شو.
نوموړې وایي، وزګارتیا له یوې خوا او د کورنۍ مسوولیتونو له بلې خوا ځوروله چې اقتصادي شرایط یې خورا خراب شوي و.
شبنم زیاتوي: «کله مې چې د کورنۍ اړتیاوې نه شوی پوره کولی ډیره ځوریدم، د وزګارۍ له امله به د شپې له خوا ویښه وم او ورځ به مې په خوب کې تېروله، ډیری هڅه مې دا وه چې له خپلې کورنۍ سره مخامخ نه شم، ان داسې ورځ هم راغلې چې یوازې مې د مرګ په اړه فکر کولو او په تمه وم چې یوه مناسب وخت کې خپل ځان مړ کړم.»
شبنم وایي، له هیواده یې د وتلو هڅه هم وکړه خو چانس ورته برابر نه شو.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې د لیندۍ په ۵مه نیټه په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په نوم بنسټ د یوې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې چې په تېرو دوو میاشتو کې یې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ترسره کړې وې.
د دغې نظر پوښتنې له مخې چې په کې شاوخوا ۲۰۰ ښځینه خبریالانو برخه اخیستې وه، دغه خبریالانې د وزګارۍ او په کور کې د پاتې کېدو په ګډون له روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.
د دغه بنسټ مسوولانو له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «په دغه نظر پوښتنه کې چې د ښځینه خبریالانو د بنسټ له خوا تر سره شوه، په مرکز او ولایتونو کې ۴۵ سلنه برخه والې په دې باور وې چې وزګارتیا او په کور کیناستل د ښځينه خبريالانو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده.»
په هرات ولایت کې یوې ځایي خبریالې له افغانستان انټرنشنل سره د وینا پر مهال وویل، د تیر حکومت له پرځېدو وروسته دفتر د بودجې د کموالي له امله له دندې وشړله او د دوو میاشتو معاش یې هم په ځلونو دفتر ته له ورتلو وروسته ورنه کړ.
نوموړې وایي، د خاوند د کورنۍ له خوا یې چې د دې د رسنیزو کارونو مخالف ول، بیا ځلې خپل کلي ته نه شي ورتلی، چې له سره يې د دوو ماشومانو پالنه هم ورته سخته شوې ده.
میرمن جمشیدي د خبریالانو پر ملاتړو سازمانونو هم نیوکه کوي چې دوی یې له سختو شرایطو سره په افغانستان کې پرېښودل او د دغو ادارو مسوولانو خپل ځان او خپلوان له هیواده و اېستل.
د نوموړې په خبره، د ناوړه روحي او رواني وضعیت له امله څو ځلې ډاکټر ته ورغلې خو د ژوند ستونزې یې آرام ته نه پریږدي.
په هیواد کې ښځینه خبریالانې اطلاعاتو ته نه لاسرسی، په رسنیو کې د کاري او رواني امنیت نشتوالی، د ماسک اغوستل او د حجاب اجباري کېدل د خپلو رسنیزو فعالیتونو په وړاندې نورې ستونزې یادې کړې دي.
د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت لاملونه څه دي؟
په دې اړه مو د اروايي ستونزو متخصص او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي سره خبرې کړې دي.
ښاغلي عظیمي لومړی د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د لاملونو په اړه وویل چې: «افغان خبریالان په افغانستان دننه او بهر د ګڼو ستونزو له امله تر سخت ذهني فشار لاندې دي چې دغه ذهني فشارونه د خبریالانو د ژور خفګان لامل کیږي او د ذهني فشار بل لامل د اړوندو ادارو له خوا عدم ملاتړ دی.»
نوموړي د دغو فشارونو د کمولو په اړه پر ځینو حل لارو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، د افغان خبریالانو د ستونزو لومړنۍ حل لارې د اروايي خدمتونو وړاندې کول، د سټرس مدیریت، د ډلییزو جلسو جوړیدل، د شبکو له خوا د خبریالانو د مالي برخې په ګډون په ځینو کاري برخو کې ملاتړ او هڅول دي.
د نوموړي په وینا: «خبریالانو ته باید د ګواښ، ناورین او روحي ستونزو پر وخت د مسلکي ارواه پوهانو له خوا مشوره ورکړل شي چې درملنه یې وشي، دوی ته باید ورکشاپونه، پروګرامونه، سیمینارونه او تګلارې وښودل شي چې روحي ستونزې یې حل کړي او انعطاف پذیري یې لوړه کړي، د خبریالانو ملاتړ هم کولی شي د خبریالانو د سلامتیا په برخه کې مرسته وکړي او د هر ناورین پر وړاندې د دریدو په اړه باید خبریال ته پوهاوی ورکړل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، چې له دوی سره په کاري چاپیریال کې جنسیتي توپیر کیږي او په مهمو پروګرامونو کې یې د برخې اخیستو مخه نیول کیږي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نى) بیا دا ټولې ستونزې مني او وایي چې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۸۴ ښځې په رسنیو کې کار کوي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نى) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه رسنۍ غیر فعالې شوي، نږدې ۷۰ سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او یو شمېر نور هم له دندو ګوښه شوي دي.