رینا امیري:د ښځو پر وړاندې د طالبانو فرمانونه په نړۍ کې له بشري حقونو څخه ناوړه سرغړونه ده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۸

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ویلي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو توپیري فرمانونه په نړۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو له "ډیرو بدو" پېښو څخه دي.

رینا امیري د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د ځپلو ترسره کونکي باید ځواب ووایي.

مېرمن امیري دا موضوع د امریکا د خزانې وزارت له خوا د طالبانو د کابینې پر دوو غړو چې د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو په لګولو کې لاس لري، مطرح کړه.

د امریکا خزانې وزارت د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۱۷مه) اعلان وکړ چې، د امربالمعروف وزیر خالد حنفي او د طالبانو د علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود د ښځو په ځپلو کې د دوی د رول له امله پر دوی بندیزونه ولګول.

په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې پر دوو طالب چارواکو بندیزونو ته په اشارې سره لیکلي: «موږ باید هغه کسان چې د افغان ښځو او نجونو په ځپلو کې لاس لري، ځواب ورکولو ته مجبوره کړو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د لیندۍ په ١٦مه، په افغانستان کې د ١٤٠٢ تعليمي کال له پاى ته رسېدو سره سم په سلګونو زره ښځينه زده‌کوونکې د ښوونځيو له شپږم ټولګي څخه فارغې شوې، خو په منځنۍ او ثانوي برخو کې د زده‌کړو د دوام له حق څخه محرومې شوې.

دغو نجونو له اوښکو په ډکو سترګو سره یو بل ته غیږې ورکړې او له یو بل سره یې خدای پاماني وکړه.

په خواله رسنیو کې د شپږم ټولګي د ښځینه زده‌کوونکو د خدای پامانۍ د ویډیوګانو او انځورنو خپریدو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو