طالبان: پکتيا کې د مور او ماشوم لپاره ځانګړی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۷

په پکتیا ولایت کې د مور او ماشوم ځانګړی روغتون د ناروې د کډوالو شورا له خوا جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه روغتون پر جوړېدو څه باندې ١٥٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.

د طالبانو د پکتيا عامې روغتيا مشر خير محمد منصور رسنیو ته ویلي چې، دا روغتون د عملیاتي خونې، لابراتوار، د میندو او ماشومانو لپاره د ځانګړې پاملرنې او د زیږون څانګې لري.

خیر محمد منصور زیاته کړې، چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه راټيټه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ډېری ولایتونه په ځانګړې توګه کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي اسانتیاوې او ډاکټران نشته.

لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته نه لاسرسی او د روغتیایي کارکونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکترانو او کارکونکو کموالی د میندوارۍ اړوند ناروغیو له امله د میندو د مړینې زیاتیدو لوی لاملونه بلل کیږي.

د یادولو ده چې، څه موده وړاندې د طالبانو عامې روغتیا وزیر قلندر عباد هم ویلي وو چې د افغانستان روغتیايي سیسټم په ټول هېواد کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

نور خبرونه

رادیو