د بښنې نړیوال سازمان: معترضې ښځې له کوم جرم پرته نیول شوي او شکنجه کیږي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۷

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو په بندخونو کې د اعتراض کوونکو ښځو د روغتیايي وضعیت په اړه له اندېښنو وروسته د طالبانو له بندخونو د ښځو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان په اېکس ټولنیزه پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د دوی د ظالمانه پالیسیو له امله ښځې نیول شوې او بنديانې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان دا اندېښنه هم ښودلې ده چې نیول شوې ښځې د طالبانو په بندخونو کې له شکنجو او نورو ناوړه چلندونو سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژولیا پارسي د کورنۍ يو شمېر غړو او د ښځو حقونو فعالانو وویل چې نوموړې د طالبانو له خوا د شکنجې له امله له بند څخه په ډیر بد وضعیت کې روغتون ته وړل شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې، طالبانو د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر او نومبر تر منځ د ښځو د حقونو څلور فعالانې پریسا آزاده، ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژه صدیقي نیولي او بندیانې کړې دي.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي چې یادې څلور ښځې د بشري حقونو مدافع وکیلان او له خپلو کورنیو سره منظمو لیدنو ته لاسرسی نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان دا هم ویلي چې دا ښځې له کوم جرم پرته نیول شوي او شکنجه کیږي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر د طالبانو په بندخونو کې د اعتراض کوونکو ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې نیول شوي کسان باید مدافع وکيل ته لاسرسی ولري او له خپلو کورنیو سره وګوري.

یو شمېر ښځو د طالبانو د ښځو ضد فرمانونو پر وړاندې اعتراضونه وکړل او طالبانو د دوی د لاریونونو د ځپلو او مخنیوي لپاره یو شمېر ښځې بندیانې کړې او تر اوسه پورې هم څلور تنه ښځينه اعتراض کوونکې د طالبانو په بندخونو کې دي.

نور خبرونه

رادیو