یوناما د طالبانو له خوا د ښځو پر «خپلسرو او اوږدمهالو» نیونو اندېښنه وښوده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۶

د طالبانو په بند کې د ښځو د حقونو د ځینې فعالانو د صحي حالت په خرابېدو پسې یوناما د طالبانو له خوا د دوی پر «خپلسرو او اوږدمهالو» نیونو اندېښنه وښوده.

یوناما ویلي له سپټمبر راهیسې تراوسه په کابل کې څلور فعالانې نیول شوې دي.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د دې بندیانو د ورغتیا خیال وساتي، د کورنۍ د لیدلو او مدافع وکیلانو ته یې د لاسرسي ډاډ ور کړي.

د یوناما په خبره، د انساني حقونو له نړیوالو ژمنو سره په سمون باید د بیان او عقیدې د ازادۍ ملاتړ وشي.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو په زندان کې معترضه ژولیا پارسي «د سختط شکنجې له امله د بد جسمي او روحي حالت» له امله روغتون ته وړل شوې ده.

طالبانو پر ژولیا پارسي سربېره، ندا پرواني، منیژه صدیقي او پریسا ازاده هم په دې وروستیو میاشتو کې په کابل کې نیولې دي.

نور خبرونه

رادیو