د لېوال څېړنیزه لیکنه؛ په افغانستان کې د ملي واکمنیو په راپرځولو کې د تپل شوي افراطیت ونډه

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

په دغه څېړنیزه لیکنه کې به ولولئ: افغانستان د نړۍ په داسې ستراتيژيکه خو بدمرغه سیمه کې پروت هېواد دی، چې تل د لویو سیالیو قرباني شوی دی. ولې او څنګه دیني افراطیت پردۍ پدیده بولو او ولې یې وار - وار افغانستان بدمرغه کړی دی.

لنډیز

افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت له اړخه د نړۍ په داسې ستراتيژيکه خو بدمرغه سیمه کې پروت هېواد دی، چې تل د لویو سیالیو قرباني شوی دی. د افغانستان خلکو د ګڼو اقلیمي، تاریخي،فرهنګي، سیاسي او جغرافیايي عواملو له کبله نه یوازې له خپل جذاب موقعیت څخه د ګټې اخیستنې وس موندلای نه دی، بلکې وار وار یې حاکمیتونه، نیم و نیمزاله ثبات او طبیعي پرمختګ و پرمختیا ورړنګه شوې ده.

د سیاسي حاکمیتونو او ثبات هرځل سقوط ګڼ عوامل لري. موږ دا منو، چې لویه برخه عوامل به کورني وي، خو په خواشینۍ سره، چې د افغانستان د هرې ملي واکمنۍ او سیاسي نظم په راپرځولو کې بهرني عوامل ډېر مهم او پاموړ وو او لا هم دي.

له تاریخي پلوه د لویې لوبې پرمهال د هیندوستان، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ پر سر سیالیو افغانستان د لویو زبر ځواکونو تر پښو لاندې کړو دا کیسه تر شلمې او ان یویشتمې پېړۍ پورې راروانه ده.

د دغې سیالۍ په روستیو پړاوونو (د سړې جګړې زمانه) کې د بهرنیو کړیو له خوا په مصنوعي بڼه راپنځول شوی دیني افراطیت یو له هغو مهمو لاملونو څخه دی، چې په افغانستان کې ولسواک حاکمیت، اساسي قانون، ټولنیز ثبات، امنیت، موډېرنیته، پرمختګ و پراختیا او ان ملي شتمنۍ ګواښلي، خپلمنځي جګړې یې راولاړې کړي او د هر بحران پرمهال یې د پردیو نیابتي جګړه افغانستان ته راوستلې ده.

دا لیکنه پر همدې مسئله تم کیږي، چې ولې او څنګه دیني افراطیت پردۍ پدیده بولو او ولې یې وار وار افغانستان بدمرغه کړی دی.

بنسټي وییونه: افغانستان، بنسټپالنه، سړه جګړه، سقوط

سریزه

افغانستان د اسیا پر هغه جغرافیایي کرښه پروت دی، چې هوا یې نسبتاً وچه و بې‌بارانه ده. دغه کرنیز هېواد، چې لویه برخه زمکه غرونه دي او هوارې برخې یې هم د اوبخور سیستم د کمزورتیا له کبله تر کرکېلې لاندې راغلي نه دي.

افغانستان د پرلپسې جګړو او بدو حاکمیتونو له کبله خپل سیندونه مهار کړي نه دي او د کرنیزو کانالونو شمېر په کې ډېر کم دی. له همدې کبله کروړ زمکه کمه او صنعتي فعالیت ځوان و کمزوری دی.

دا ټول په وچه کې د راګیر افغانستان د تاریخي بېوزلۍ او فقر لاملونه دي. له تاریخي پلوه د هند د نیمې وچې په ثروت پسې راغلیو زبرځواکونو وار وار افغانستان د جبهې د شا سیمې په توګه ویجاړ کړی دی.

په اتلسمه، نولسمه او شلمه پېړۍ کې بیا اد انګلیسي، روسي او نورو ځواکونو ترمنځ سیالیو هم افغانستان ته پوره زیان وراړولی دی. د ملي او خدمتګاره حاکمیتونو تشې افغانستان پریښی نه دی، چې د معارف سیستم هېوادشموله کړي او ټول افغانان له نړیوالو پرمختګونو او شعوري ودې څخه برخمن شي. تاریخي بېوزلۍ، مستبدې واکمنۍ او جغرافیايي بد موقعیت د دې لامل وه، چې د ابزاري افراطیت لپاره د پانګونې وړتیا لوړه شي. په دې توګه د افغان – انګریز له درېګونو جګړو راپه دېخوا دلته د ښکېلاک لومړنۍ تجربه دا وه، چې ښکېلاکي سیاستونو ته د خلکو په بې‌خبرۍ، ټيټ ټولنیز شعور، خرافاتو او له دین څخه د سیاسي – ابزاري ګټې اخیستنې وسله تر ټولو کارنده وسله ده. د مشروطه نهضت، اماني ریفورمونو په وړاندې متحجرو او افراطي مخالفتونو کار ورکړ او په دې توګه انګریزانو تجربه ورخپله کړه، چې څنګه کړلای شي افغانستان له پښو وغورځوي. دا هغه تجربې وې، چې روسته یې د سړې جګړې پرمهال په نوي میتود، نویو اصولو، نویو شعارونو، نویو وسایلو او نوي نظم یوځل بیا نه یوازې شوروي په ګونډو کړ، بلکې په افغانستان کې یې د دوامدارې لاسوهنې او مداخلې لپاره هم لاره پرانیستې وساتله.

د نیابتي جګړې لومړني صفونه

تر خپلواکۍ روسته د افغانستان د معاصر تاریخ یو مهم پړاو په ۱۳۴۳ کې د دیموکراسي لسیزې راپیلېدل و. د نوي اساسي قانون تر جوړېدو راروسته، که څه هم د ګوندونو قانون توشیح نه شو، خو د سیاسي ګوندونو د جوړېدو سلسله لا پخوا راپیل شوې وه ( غبار، ۱۳۹۱: ص ۲۳۷)

د بهرنیو کړیو لپاره پر ملتپالو بهیرونو سیاسي پانګونه ناشونې وه، خو کیڼ اړخي او ښي اړخي جریانونه د دوی لپاره په زړه پورې ضریبونه وو. کیڼ اړخي ( په لوی سره کې چپ دیموکراتیک) خو له ایډیولوژیک پلوه شوروي او مائویستي چین ته متمایل وو، خو د اسلامي نهضت پر ښي اړخو جوړښتونو باندې لویدیځ تمرکز وکړ، په تېره بیا چې دا مهال ځینې مهم عربي او د سیمې نور اسلامي هېوادونه د شوروي له ویرې لویدیځ پانګوال بلاک ته ورنږدې کیدل.

پاکستان

په ۱۸۹۸ میلادي کې انګریزانو په امیرعبدالرحمن خان د ډیورند معاهده و تپله او شخصاً امیر ته یېد یو لړ امتیازاتو په ورکولو د افغانستان له تاریخي بدن څخه یوه لویه برخه زمکه په جبر بېله کړه. افغانانو دغه تاریخي جبر هېڅکله هېر نه کړ او ډيورند کرښه د یوه خونړي زخم په توګه په سیمه کې پاتې شوه.

انګریزان او د هیندوستان انګریزي واکمني تل له دې اړخه وېرېده او په دې برخه کې یې د افغانانو هر خوځښت له نږدې څاره. په ۱۹۴۷ کې د هیندوستان تر ویش روسته د افغانستان دغه زمکې پاکستان ته وسپارل شوې. افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان جوړېدو ته منفي رایه ورکړه او د پښتنو او بلوڅو د برخلیک موضوع د افغانستان د سیاست منځټکی شو.

مخکې مو وویل، چې ملتپال جریانونه د انګریزانو او د هغوی د پلویانو لپاره د باور وړ نه ول، تر ټولو اساسي دلیل یې دا و، چې ملتپالو ځواکونو د خپل ملي سیاست لومړنۍ غوښتنه د ډیورند نه منل او د افغانستان طبیعي پولو ته بېرته رسېدل عنوان کړي وو.

چپي جریانونو هم د «پښتونستان» سیاست مهم ګڼلی و. د شوروي پلوه دیموکراتیک خلق حزب او ان سازمان مترقی یا حزب کمونیست (مائویست) افغانستان، چې د خپل خپرنیز ارګان (شعلۀجاوید) پر بنسټ په شعله‌ییانو مشهور و، هم د پښتونستان د خلکو د خودارادیت حق په رسمیت پېژانده، په دې اړه یوازې اخواني اړخ (نهضت اسلامي) او د هغه نور ښي اړخي اقمار چوپه خوله وو، ځکه دوی له یوې خوا د اسلامي اخوت پر بنسټ پر اسلامي امت باور درلود او د دوی دا باور هر ډول ملتپال تفکر ضد اسلامي او د غندنې وړ ګاڼه او له بلې خوا یې له ټولو هغو سیاسي همفکرو بهیرونو سره ملګرتیا درلوده، چې په پاکستان، عربي هېوادونو او مصر کې یې ریښې غځولې وې او په لوی سر کې یې په انګریزي سیاستونو کې ریښې لرلې، ځکه لویدیځ او په سر کې یې د امریکې متحده ایالاتو غوښتل له دغه اورپکي – ایډیولوژيک ځواک څخه په نړیوالو سطح د ماتریالیستې شوروي په ځپلو کې کار واخلي.

په ۱۳۵۲ لمریز کال کې محمدداود‌خان د پاچا په وړاندې په سپینه کودتا کې واک ورخپل کړ او په دې هڅه کې یې د چپیانو په تېره بیاد خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم اړخ لویه ونډه ترسره کړه.

محمدداود له پخوا څخه پاکستاني ضد فکر درلود او د یوه جدي ملتپال سیاستوال په توګه مطرح و، چې اوس یې کیڼ اړخي هم ملګري شوي وو. لویدیځ او پاکستان هرڅه څارل، دا ویره جدي شوه، چې نوی جمهوریت په چټکۍ سره شوروي ته ورنږدې کیږي. د سړې جګړې پانګوال اړخ خپل نوی ماشین فعال کړ اود دې هڅې لپاره پاکستان د سیمه‌ییز شریک په توګه وټاکل شو.

لومړی ځل په ۱۳۵۳ لمریز کې د «جوانان مسلمان» مشران پاکستان ته وتښتېدل، دوی ظاهراً د محمدداودخان له ویرې تللي و، خو په حقیقت کې دا د لویې لوبې په لړ کې د سړې جګړې باروتو ته لومړنی اورلګیت و، چې بیا یې داسې دوزخ په غړغړو کړ، چې تر نن پورې لمبې وهي. (پامیر، ۱۳۹۳: ص ۱۶۲) د جوانان مسلمان څه مشران د مصر له الازهر څخه فارغ او هماغلته د اخوان المسلمین له ایډیولوژۍ سره اشنا شوي وو.

دوی په پاکستان کې د جماعت اسلامي له مشر ابوالاعلی مودودی سره تماس و نیوه، چې د داود خان په وړاندې یې ملا وتړي، له دواړو خواوو انجنیر حبیب الرحمن او قاضی حسین احمد سره وکتل. (پامیر، ۱۳۹۳: ۱۶۷)

لوبه پیل شوه او روسته ځکه توده او خونړۍ شوه، چې په افغانستان کې د ۱۳۵۷ کال د ثور بدلون او بیا په ۱۳۵۸ کې د روسانو یرغل دغه اور ته پریمانه تیل وروشیندل.

تر ثور بدلون روسته په چټکۍ سره پاکستان او پانګوال بلاک د اسلامي بنسټپالو په تنظیم، روزنه، وسلوال کولو او جګړې ته په رااستولو پیل وکړ. په میلیاردونو ډالر او د وسلو سیلاو مخ په پاکستان راوخوځېد او جهادي اورپکي په اوو تنظیمونو کې سره راټول شول. د تنظیمونو تعدد هم د پروګرام شوې اجندا یوه برخه وه، په تېره بیا هغه سیالۍ چې د دوی ترمنځ لا هماغه وخت پړسول شوې وې، روسته یې افغانستان کنډواله کړ.

سرشمېرنې ښيي، چې د شورویانو په وړاندې جګړو کې د وژل شويو شوروي عسکرو څو برابر زیات جهادیان په خپل منځي جګړو کې یو بل سره وژلي وو. د جهادي تنظیمونو په منشور (اساسنامو او مرامنامو) کې د سیاست او دولتدارۍ هیڅ بنسټي برنامې نه وې، د دوی جوړښتونه پوځي ول او یوازې د افراطي ایډیولوژۍ پوځي دکترین ورته معرفي شوي ول.

دا خبره هغه وخت ښه‌ترا څرګنده شوه، چې د دکتورنجیب الله د حکومت تر راپرځولو روسته دوی هېڅراز سیاسي برنامه او فکر نه درلود او څرنګه چې یوازې د جګړې لپاره روزل شوي وو، تر بریا روسته یې هم په خپلو منځونو کې جګړو ته دوام ورکړ.

د شوروي پرمهال د جګړو په ټولو کلونو کې د افغاني ټولنې دیني افراطیت ته د ورټېل وهلو پریمانه فرهنګي هڅې هم وشوې. خپرونې، ویډیو ګانې او فلمونه، د روایتونو او خرافاتي کیسو تولید او له دیني ارزښتونو څخه د سیاسي استفادې پریمانه پروګرامونه جوړېدل. په پاکستان کې د بېوزله افغان کډوالو رالوېيدونکي نسلونه په چټکۍ سره د دغو تبلیغاتي فعالیتونو تر تأثیر لاندې رالوېیدل.

پاکستان د لویدیځو کړیو په مرسته د دیني مدرسو جوړولو ته کار وویل او دومره ډېرې مدرسې جوړې شوې، چې شمېر یې په ټوله اسلامي نړۍ کې د رسمي مدرسو تر شمېره زیات و. په کال ۱۳۹۸ کې د المان غږ دوچویلې خبري اژانس خبر ورکړ، چې په پاکستان کې ۳۰ زره مدرسې فعالې دي. (دوچویلې : ۱۳۹۸)

څرګنده ده، چې دا شمېرل شوې او معلومې مدرسې دي، هغه زرګونه نورې مدرسې، چې د پېچلیو استخباراتي فعالیتونو لپاره په لرې پرتو سیمو کې جوړې شوې وې، دغه شمېر ډېر لوړوي.

دا مدرسې یوازې د دیني تدریس لپاره نه وې، بلکې په ګڼو کې یې پوځي روزنې ورکول کېدې او د افراطي سیاسي تفکر تبلیغ کېده. د طالبانو پراخ تشکیلات د همدغو مدرسو د فعالیت محصول دی. په ۱۳۶۰ لسیزه کې میلیونونه افغانان پاکستان ته کډوال شوي وو، دغه کډوال چې بېوزلي وو، د دې خبر په اورېدو، چې په مدرسو کې ډوډۍ او جامې وړیا دي او دیني درس هم ورکول کیږي، ګڼو ریښتینو او ساده کورنیو د دینې اعتقاد او هم له بېوزلۍ څخه خپل نرینه ماشومان دغو مدرسو ته استول، دا چې هلته څنګه ورته افراطیت تدریسېده او بیا یوې خونړۍ جګړې ته استول کېدل، ښايي هغه مهال یې کورنۍ په دې نه پوهېدې.

هاخوا ته ایران هم کرار نه و ناست. ایران د افغان شیعه مذهبو لپاره کټ مټ د پاکستان په لوبه بوخت و. ایراني مذهبي ښوونځیو هم خپلې ډلې روزلې. دغه هېواد هم د شوروي پرضد خپل پلوي جنګیالي لرل او هم یې غوښتل په افغانستان کې دننه ځانته د پښې ځای پرانیزي.

سلفي (وهابي) سعودي عربستان په چټکۍ لګیا و چې په افغانستان کې سلفي افراطیت پیاوړی کړي. د افغانستان په جهاد کې د عربي مجاهدینو داستان ټولو ته څرګند دی، چې بېرته به ورته راوګرځو، خو اوس د سعودي او نورو عربي هېوادونو داسې زیاتېدنکی نفوذ ایران اندېښمن کړی و.

ایران چې له سعودي او ځینو نورو منځني ختیځ هېوادونو سره پيچلی رقابت درلود او له سلفي سعودي سره د شیعه ایران دوښمني ایډیولوژیکه وه، دواړو هېوادونه په افغانستان کې سیالي ته راوکاږل، چې په دې توګه د شیعه او سلفي، حنفي او نورو مذهبونو او ایډیولوژیکو ډلو افراطیون له بېلابېلو لوریو څخه حمایه کېدل.

هغه عربان او نور بهرنیان چې په افغانستان کې د شوروي په وړاندې جګړې ته راغلي وو، پخپله د افراطیت په وده او پیاوړتیا کې ډېر اغېزناک ول، دوی هم پرېمانه پیسې او وسلې لرلې او هم یې اعتقادي تبلیغات ډېر پیاوړي ول. فلسطیني الاصله عبدالله عزام په دوی کې ډېر مشهور و، چې بیا روسته له خپلو دوو زامنو سره په پېښور کې ووژل شو( مطمئن، ۱۳۹۶ :ص ۱۸۸) هغه اسامه بن لادن، چې روسته یې کیسه تر سپتمبر پېښو پورې ورسېده، د همدغه عزام په ملګرتیا افغانستان ته راوستل شو.

عربي مجاهدینو خپل په ظاهره دیني خو په حقیقت کې سیاسي- پوځي مدارس درلودل، چې دوی به (معهد) باله. معهدونو هم ښې پیسې لرلې او هم یې روزنه یوڅه پر نویو میتودونو ولاړه وه، د دغو معهدونو شمېر هم زیات و، چې د افراطیت په وده کې یې ځواکمن لاس درلود.

هغه څه چې ویجاړوونکي وو، په دغو تنظیمونو، مدرسو او معهدونو کې د افغان ځوانانو داسې روزنه وه، چې په پایله کې یې هغه خونړۍ پېښې د افغانستان د تاریخ برخه وګرځېدله، چې د بشریت لپاره د ننګ او شرم خبره ګڼل کېدلای شي.

همدوی په تېرو څلوېښتو کلونو کې دوه قانوني جمهوریتونه ونړول، په داسې حال کې، چې پرځای یې هېڅ راز قانونمنده حاکمیت جوړ نه کړ او د شرعي یا اسلامي نظام په نامه یې داسې ډلواکي رامنځته کړه، چې هیچا په رسمیت نه پېژندله، خو د ګڼو هغو هېوادونو لپاره یې د نیابتي جګړه‌مارو جاذبه لرله، چې غوښتل یې په دې سیمه کې یې د خپلو ګټو لپاره وجنګوي. د دوی په وړاندې افغان وطنپرستان، دموکراتان، لېبرالان او تکنوکراتان و، چې نه یې وسلې لري، نه پيسې او نه هم سیاسي جوړښتونه او منظم تشکیلات.

د شوروي ضد جګړې پر مهال مشهور وطنپرستان او روښانفکران چې د ملي مبارزې او ولسواکۍ لپاره یې مبارزه کوله ووژل شول، یا زندانیان شول او یا هم اروپا ته تبعید کړای شول. پوهاند دکتور سیدبهاءالدین مجروح، عزیزالرحمان الفت، جنرال کټوازی او د ولمسشرحامد کرزي پلار عبدالاحمد خان کرزی له همدغو وژل شویو کسانو څخه وو.

عبدالرحمان پژواک، محمد حسن ولسمل او لسګونه نور له زندان یا شړلو سره مخامخ شول او د هغو شمېر خو بیخي زیات دی، چې غرب ته یې پناه یووړه او له سیاسي ډګره ووتل.

په دې توګه په لوی لاس افراطي ډلې هم د ثروت او پیسو خاوندان شول، هم د جنګیالیو، هم سیاسي قدرت او هم د نړیوالو پراخو اړیکو.

دې ټولو امتیازاتو روسته روسته د دوی لپاره د باج اخیستلو امکانات برابر کړل، دوی ملي حکومتونه جوړېدلو ته پرې نه ښودل او په خپلو غلاوو، فساد، قانون ماتوونو، زور ویلو، انسان تښتوونو، د مخدره مواد قاچاق، غصب او بدمعاشیو یې ولسواک حکومتونه وننګول، چې په پایله کې قانونمند حکومتونه له سقوط سره مخامخ شول.

د ستونزې دوام

افراطي ډلو، چې د سیاست لپاره بله برنامه نه لرله، ژر په قومي – ژبنیو ویشونو او شخړو کې ښکېل شول، دوی چې تر جهاد روسته ورو ورو خپل ایډیولوژیک - جهادي نفوذ له لاسه تللی ګاڼه، د مشرۍ د ساتلو لپاره یې قومي شخړې وپړسولې او د هر قوم ځورېدلي، احساساتي او ماجراغوښتونکي یې پرځانونو راټول کړل. جمعیت ته تاجیکان، حزب اسلامي او طالبانو ته ډېر پښتانه، وحدت و حرکت ته هزاره او د دوستم جنبش ته اوزبیکان ورټول شول، په دې توګه د همدغو افراطیونو د غلطو سیاستلوبو په پایله کې د افغانستان جګړې له سیاسي ایډیولوژیک اړخه ورهاخوا نوي نوي اړخونه وموندل او قضیه یې نوره هم پېچلې کړه.

یوه افراط بل افراط راوزېږاوه. د ۱۹۹۰کلونو د پیل تنظیمي جګړې دې برید ته ورسېدلې، چې له پاکستاني مدرسو څخه راخوځول شوي طالبانو افغانستان ونیوه او د افراطیت یو نوی ډول یې د افغانستان پر سیاسي سټېج ښوولو ته راوړاندې کړ؛ له ښځو، عصري پوهنې او د مدنیت له هرراز پدیدو سره دوښمني.

په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې افغانستان او شاوخوا سیمې د نړۍ د اسلامي اورپکو او افراطي ډلو په پتڼځایونو بدل کړای شول، هره ډله د نړۍ د لویو لوبغاړو په کړیو پورې تړلې وه. عربي وسلوال، القاعده، د پاکستان لسګونه اورپکې ډلې (لکه جیش محمد، سپاه صحابه، لشکر جنگهوی او نور) د منځنۍ اسیا (اوزبیکستان، تاجیکستان او روسیې) جهادي اورپکي، د چین د سینکیانک ایالت جنګیالي، پاکستاني طالبان او بیا روسته داعش او نور په قبایلي سیمو او ان د پاکستان په لویو ښارونو لکه لاهور، راولپینډۍ، کراچۍ پېښور او کوټه کې راټول شول، چې نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله سیمه یې له ناامنۍ سره مخامخ کړه.

له دې ټولو پېښو څخه چا ګټه پورته کوله؟ موږ نه پوهېږو، خو دومره هرومرو پوهیږو، چې دغو ډلو ته پیسې، وسلې او امکانات له اسمانه نه رالوېدل. دا ډلې د هغو په کار وې، چې دا امکانات یې ورکول. خو افغانان او افغانستان تل ددغو ډلو قرباني و. دوی په افغانستان کې ښوونځي سیزل، نجونې یې له ښوونځیو محرومولې، د تمدن نښې یې ړنګولې، اقتصادي پرمختیا یې خنډوله، د دیموکراتیکو بنسټونو او مدني ټولنې ارزښتونه یې له منځه وړل، ملي واکمنۍ یې کمزورې کولې او هر ځل یې افغانستان د سقوط تر بریده ویجاړاوه.

اخواني تنظیمونو په حکومتونو کې دننه د پینځم ستون رول درلود. دوی په ټولو هغو جرایمو کې ښکېل وو، چې افغانستان یې په نړۍ کې په یوه فاسد حکومت مشهور کړی و. جهادي افراطیونو حکومتونه له دننه خوړل او طالبي افراطیونو سقوط ته رسول، په دې منځ کې د افغانستان ښځې، ماشومان، ځوانان، مدني فعالان، رسنوال، روښانفکران او وطنپرستان قربانیان وو او لا هم دي.

اخذلیکونه:

۱ـ پامیر، ک. پیکار(۱۳۹۳). نقش پاکستان در تراژیدی خونین افغانستان، چاپ سوم، هالند، بنیاد شاهمامه .

۲- غبار، میرغلام محمد (۱۳۹۱). افغانستان در مسیر تاریخ، کابل، انتشارات میوند.

۳- مطمئن، عبدالحی (۱۳۹۶). ملامحمدعمر، طالبان و افغانستان، کابل، انجمن نشراتی افغان.

۴- ډېوچه وله

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.