د خیر په غونډۍ ناست پنجاب او د ډیورنډ اخوا او دېخوا افغان سره لاس ګرېوان
د پولې نه اخوا او دېخوا د ډيورنډ د کرښې نه جوړه شوې ده چې د برلېن ديوال په شان د يو قوم په سينه د تاريخ د جبر کرښه ده. جرمنان يو شول خو مونږ له مودو مودو راهیسې نن هم لر او بر يو افغانفقط د نعرې په توګه استعمالوو.
دا چیغه په هر دور کېد خپلو سياسي مقصدونو لپاره د ضرورت ترمخه پورته شوې ده او بيا یې خپله معنا له لاسه ورکړې ده.
اسلام اباد دا کرښه د جهاد لپاره داسې نوې کړې ده چې اخوا هم مسلمان ديخوا هم مسلمان. د دې په نتيجه کې یې جهاد فساد او طالب ايجاد کړو چې د افغانستان تاريخي ارزښت یې تالا ترغه کړ.
ديخوا د طالبانو زړو استازانو د لراو بر يو افغان په مقابل نوی شعار ورکړ: لر اوبر يو طالب.
خو-----!!
دا اوس چې پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لپاره نيټه ورکړه نو د ټولو شعارونو عمل د پاکستان ګير سياست په زانګو کې اوده پاتې شو.
طالب د پولې خوا ته راغی او بې کوره کډوال یې په غېږ واخیستل. اوس د پولې اخوا او ديخوا افغان د اسلام اباد د سخت دريځ په عکس العمل د يو بل پر ضد ودرېدل.
تعجب دا دی چې د تاريخ په اوږدو کې وړاندې څنګه عمليات شوي دي هغه یې بيا فقط د پولې په اخوا او ديخوا افغان وکړل، چې پښتون افغان یې د پښتون افغان په مقابل کې ودراوه، سپکې سپورې پېغورونه تر کنځلو پورې ورسېدل او دلته لاسونه هم د يوبل ګريوانونو ته واچول شول.
دا لوبه د ټولو په سر کې د سردار ظاهر شاه بيا د سردار داودد اقتدار په دورو کې شوې ده، چې د اسلام اباد په حکم د پېښور رېډيو سټېشن څخه د کابل خلاف پروپاګنډه په پښتو کې د پښتنو په ژبه شوې ده. دښمنی یې د پولې اخوا او ديخوا په پښتون افغان کړې ده. په هر دور کې دا سې شوي دي.
مونږ چې د جهاد دورو ته لاړ شو نو اسلام اباد د پښتونخوا نه په افغانانو په پرنټ او اليکټرانک میډيا دا د ژبې او لفظونو جنګ هم کړی دی او د ځمکني جنګ لپاره یې د "خاموش مجاهدينو" دا غږ هم هرچاته ياد دی چې دا یېوویل:
بايد کابل وسوځي!
د کابل د سوځېدو په هڅه کې په دې منطقه کې څومره داستانونه رقم شول. دغه د جنګونو د اور لمبو ټول کردارونه په بهرنیو خرڅ شول. نن هم د خاموش مجاهدينو په محلونو کې دا نوادرات د هغوی د دروغجنې بهادرۍ د نښو په توګه پراته دي.
د افغانستان په خپلواکۍ د بريد او يرغل بل شکل دا دی چې جنرال ضيا ويلی وو!!
زه به په پل خشتي جومات کې سجده لګوم.
دا د ملل متحد د اصولو او نکاتو خلاف ورزي ده. هېڅوک به د بل په ځمکه يرغل نه کوي، نه به خپله خاوره د بل هېواد خلاف استعمالوي، خو اسلام اباد په غړانګور اواز ويلي وو - بايد کابل وسوځي.
بدبختانه دا غږ یې د پښتون افغان په خوله کې ورکړ. مونږ چې وګورو پښتون په پښتون د وهلو دا لړۍ تر ننه روانه ده. د اسلام اباد د حکم په رڼا کې افغانان د پولې اخوا اړول کېږي.
د ټول پنجاب او سند نه یې افغانانو باندې د غېر قانوني مهر ولګولو او د ۱۹۴۷ د مسلمانانو او هندوانو هغه سلسله تازه شوه چې د نوي پاکستان نه هندوان د مسلمانانو په لوټ مار تالا ترغه حالت کې ورديکه شول او هلته په عکس العمل کې د هندوانو، سيکهانو او مسلمانانو فسادات وشول.
په دغه شان لوټ مار د افغانستان مسلمان مهاجر د پاکستان د پنجاب د انصار دلاسه نن د پولې اخوا په مېدان پروت دی.
د هندوستان مهاجر دلته قانوني دي چې د دوه قومي نظريې په بنياد راغلي وو، خو چې د يو جهاد، يو فساد، يو طالب په نوم یې پخپله راوستي وو هغوی یې واپس په زوره وشړل او پخوانۍ لړۍ یې دوامداره وساتله چې يو ځل یې ترې جهادي بل ځل یې فسادي او بيا ترهګر "ښه طالب" او "بد طالب " جوړ کړل.
مونږ له افغان وينو په اغږل شووخټو هاغه خونړي کولالان يو چې د خپلو غرضونو لپاره له پښتون افغان څخه د پولې نه اخوا او ديخوا کله څه جوړوو او کله څه.
اوس یې ترې په خپله سرتوره ځمکه، بې کوره، بې دره بی معاشه، بې روزګاره پښتون افغان څخه داسې کډوال جوړ کړل چې د هغه طالب په خوله کې یې ورکړل چې د چانه راتښتېدلي وو. يو خوا د پاکستان ډانګ بل خوا طالبان د پړانګ په توګه او پښتون افغان یې ترمنځه ولاړ د سر امن غواړي.
د ټولو نه لويه بدبختي دا ده چې چا دا لوبه وکړه هغوی سپين بازان دي او دواړو خواوو ته د تاريخ حصې یې د يوبله داسې وشوکولې لکه چې څوک رښت په زوره وشلوي.
که مونږ د پاکستان له نورو برخو د اېستل شویوافغانانو د مودو مودو کارونو، معاشونو، تعليمونو ته فکر وکړو، نو دغه هر څهلوټ تالان شول.
بيا چې دلته د ځينې اوچتې پایې افغانانو د کروړونو کورونو ته وګورو نو دغه هرڅه په پاتې کېدل د مټ د تاوهلو او په زوره ترې هرڅه اخستلو په شان دي.
د پولې اخوا چې کوم خلک په ويزه باندې راځی، نو ديخوا د رويو مزاجونو سختوالي خولې دومره ترخې کړې دي، چې بشري احترام له لاسه ورکوي.
پنجاب د خیر په غونډۍ بره په کرار ناست پاتې شو او د پولې ديخوا پښتانه یې اخوا بند کړل. دا داسې علاقې دي چې نيم خلک یې اخوا نيم ديخوا اوسيږي.
دغه ټول جنګونه یې زموږ په خاوره د خپلو غرضونو لپاره وکړل دا د زړو غرضونو د پخوانو جنګونو نوې لوبه ده.
د غرضونو سوداګرو په دې تالان ناتار کې هم د پخوا په شان خپل کار وکړ.له افغانانو یې د کور د استعمال څيزونه او زاتي ګاډي، يخ چالونه هر څه د اوبو په بيه واخیستل.
نن د ټولې نړۍ د بشري حقونو دعوه ګير د دې ټولو جنګونو موجدين خاموش غلي ناست دي. د پنجاب او سند پخواني انصار تماشه کوي او پښتون افغان د پولې اخوا او ديخوا يو بل ته بد رد وایي. پېغورونه کوي-پرون یې هم په مونږ دا سې يو بل وهلی دی.
نن هم هغه د لویې لوبې ريفري خپله فیصله وکړه نه د پولې اخوا او ديخوا د نړيوال امن علمبرداران د خپلو همدردو او ډالرو څخه راځي چې وږو ته ډوډۍ او بې کورو ته کورونه روزګارونه ورکړي.
نه د بهرنیو هېوادونو څخه نړيوال کيمره مېنان راځيچې د جنګونو تصويرونه واخلي او په نمايش کې خرڅ کړي ګني نو دلته د پولې اخوا او ديخوا اوس بلها شربت ګلې په سترګو کېد تاريخ د جبر وحشتونه ګرځوي خو څوک نشته چې سوال یې کړی- او دا د وچو خولو غږ اوري !!
نن چې په ما ده نو په ما ده په ارام پراته يئ
اې ددنيا اولسه تاسو ته ضمير څه وایي