د طالبانو خپل منځي اختلافات او طالبي حل لارې

لیکواله: شانتي ماریت دسوزا سخت دریځو په طالبانو کې دننه خپل دریځ پیاوړی کړی دی او په نېږدې کې د دې ډلې د راپرځېدو امکان ناشونې ښکاري. له بهره داسې ښکاري، چې د دغې پخوانۍ اورپکې ډلې بېلابېل اړخونو د اختلاف پر ځای یووالی انتخاب کړی.

  • دطالبانو دغه اتحاد ظاهراً د یو ډېر قوي مدیریت ثمره ده.
  • د حکومتولۍ په برخه کې په دوامداره ناکامه او وروسته پاتې ارزښتونو ته نه تسلیمېدونکې لیوالتیا سره- سره په افغانستان کې د طالبانو واکمني پیاوړې ښکاري.
  • لومړنۍ هیلې چې ګواکې په دویمه واکمنۍ کې طالبان بدل شوي، غلطې څرګنده شوې. حتا دا وړاندوینه چې د منځلارو او سخت دریځو طالبانو ترمنځ سیالي کیدی شي دغه ډله ضعیفه او دې ته اړ کړي‌ چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي،‌ هم په رښتیا بدله نه شوه.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یوازې درې ځلې په عامه مظهر کې راڅرګند شوی دی.

په منزوي توګه د نوموړي شتون او د هغه د روغتیا په اړه شکونو سره بیا هم هغه کندهار د خپل رژیم د قدرت پر مرکز بدل کړي، چې د رژيم د وفادارو کسانو په ګډون د ۴۰ زره کسانو جوړ شوي قوي پوځي ځواک له خوا یې محافظت کيږي.

د دغه ځواک په جوړېدو ۶۰ میلیارده افغانۍ لګول شوي دي.

اخوندزاده د اکټوبر په میاشت کې عبدالاحد طالب چې د هلمند پخوانۍ والي او د طالبانو د ځانمرګي بریدګرو پخوانی قوماندان و، د خپلو ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه وټاکه.

هغه لوی واک چې اخوندزاده ترې برخمن دی، د منځلارو او سخت دریځو طالبانو ترمنځ د واک متناسب انډول ښیي چې منځلاري طالبانو د څنډې ته کولو سبب شوی.

د بېلګې په توګه؛ د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې اخوندزاده د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د کندهار د علماو د ولایتي شورا رییس مولوي حبیب الله اغا وټاکه.

منیر سره له دې چې د سخت دریځو طالبانو استازیتوب کاوه او د لوړو زده کړو اهمیت یې ردولو؛ خو د نجونو لپاره د ښوونځي د پرانستلو لپاره د هغه ښکاره ملاتړ د لوړ پوړي مشرتابه د افکارو سره په ټکر کې و.

له بلې خوا په خټه کندهاری اغا رسمي زده کړې نه لري؛ خو د طالبانو په لومړي دور کې یې له ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وه.

اغا د خپل کار سره سم وویل چې “د اسلامي امارت په چارواکو ښکاره نیوکه حرامه ده”.

نړۍوالو رسنیو په پرله پسې ډول د طالبانو په تحریک کې اختلافاتو ته اشاره کړې، چې دغه چاره تر اوسه د طالبانو د متحد پاتې کېدو لامل شوې.‌

سره له دې هم داسې ټول دلایل موجود دي، چې دا ومنل شي چې سخت دریځه طالبان خپل مسیر تعقیبوي او منځ لاري طالبان د لا ډېر منزوي کېدو له وېرې تسلیم شوي‌ دي.

د طالبانو د مشرتابه تګلاره دا ده، چې هغه کسان ونازوي چې له سخت دریځ ملاتړ کوي.

ملا عبدالغني برادر چې په اقتصادي چارو کې د طالبانو د لومړي وزير مرستيال دی؛ يو مهال د منځلاري طالب په توګه ستايل کېده.

خو هغه اخوندزاده ته د وفادارۍ له امله خپل موقف کې پاتې شوی دی. بل بانفوذه طالب مشر په خټه کندهاری د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي دی.

متقي د خپل موقف سربیره د مولوي عبدالکبیر تر ناروغېدو وروسته د هغه پرځای د لومړي وزیر مرستیال په توګه وټاکل شو.

خو د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې مولوي عبدالکبیر د ملا حسن اخوند پر ځای د طالبانو د سرپرست صدراعظم په توګه وټاکل شو.

د حقاني شبکه چې د کورنیو چارو وزارت په ګډون مهم وزارتونه په واک کې لري؛ لا هم ځواکمنه ده او کله ناکله د ملا هبت الله له پالیسیو سره مخالفت څرګندوي.

د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو پر مشر اخوندزاده “د واک انحصار” نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې “وضعیت نور د زغملو وړ نه دی”.

 د طالبانو رهبري د نوموړي د وفادارۍ لاسته راوړلو په موخه هغه ته د کورنیو مخاالفینو د سرکوب لپاره پراخه عملیاتي خپلواکي ورکړه.‌

دا په دې معنا چې هغه او د هغه د امر لاندې د متوسطې کچې طالبان دا خپلواکي لري، چې د پرځېدلي جمهوریت پخواني کارکونکي او خپل مخالفین ونیسي، بندي یې کړي او یا یې هم په زوره تری تم کړي.‌

حقانيانو ته د پنجشیر د ځپلو امتیاز هم ورکول کیږي. پنجشیر د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وروسته د طالبانو ضد مقاومت مرکز و.

د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې پنجشېر ته د خپل لومړني سفر پر مهال سراج الدین حقاني د پنجشیر د خلکو او د طالبانو د سرپرست حکومت ترمنځ د اعتماد پر جوړولو ټینګار وکړه او "د شرعیت په چوکاټ کې هغوی ته د حق ورکولو” ډاډ وکړه.‌

د کندهاري طالبانو برلاسي ظاهراً د طالبانو د یووالي او د پالیسیو په برخه کې له اختلاف څخه د لرې پاتې کېدو سبب شوي،‌ چې په دې کې له لوړو زده کړو د نجونو منع کول او په نړۍوالو ادارو کې هغوی ته د کار اجازه نه ورکول هم شامل دي.‌

په دې اړه د اخوندزاده له خوا د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې صادر شوي سخت دریځه فرمانونو سره یوازې په چپه خوله مخالفت وشو.

طالبانو په ښکاره ويلي، چې د دغو پرېکړو بدلون د دوی لومړیتوب نه دی.‌

له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې هم طالبان متحد پاتې شوي دي. سره له دې چې ځینې طالب مشران په ښکاره توګه د پاکستان پلوي دي، دغې ډلې د پاکستان په وړاندې په ځینو مسایلو کې قوي دريځ درلودلی، چې په هغې کې په پاکستان کې د افغان کډوالو او د ډېورند کرښې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې موضوعات شامل دي.

د طالبانو وزیرانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک غړو ته د پناه ورکولو په اړه د اسلام اباد تورونه په کلکه رد کړي دي.

په همدې ډول د نړۍوالې ټولنې او همدارنګه د سیمې د هېوادونو له خوا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کولو غوښتنې د طالبانو له خوا په بشپړه توګه له پامه غورځېدلي دي.

د راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې په کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر متقي دغه غوښتنه رد کړه.

پرته له دې چې په مستقیمه توګه د ایران نوم واخلي متقي په ایران کې د بشري حقونو پر وضعیت ریشخند وهلی و.

تر هغه وړاندې ایران هم په افغانستان کې د ټول شموله حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی و.‌ هغه ویلي وو: "ستاسو په هېواد کې زرګونه کسان تری تم شوي دي؛ خو بيا هم څوک جرئت نه کوي چې پوښتنه يې وکړي".

هغه دغه راز د ایران نوم وانه خیست؛ خو پوښتنه یې وکړه چې "ایا تاسو ټولشموله حکومت لرئ؟"

په نېږدې وخت کې د طالبانو د رژيم رانسکوریدل ناشونی ښکاري. په داسې حال کې چې په دغه ډله کې دننه سخت دریځو خپل موقف قوي کړي دی، طالبان ممکن په منځنۍ او اوږدې مودې کې د دوی د ناسمې حکومتولۍ، د اقتصادي فرصتونو نشتوالي، د ښځو او مخالفو ډلو پر وړاندې د تاوتریخجن چلند او د افغانانو د بد وضعیت له امله په پښتون مېشتو سیمو کې هم کې ورو - ورو د زیاتیدونکې ناخوښۍ سره مخ شي.

یادونه:‌ دغه تحلیلي لیکنه له "ده ډیپلوماټ" مجلې څخه ژباړل شوې ده.