په تاجکستان کې د هرات امنیتي ناسته د افغانستان په اړه یوه وروستۍ مهمه غونډه وه چې پر خارجي لوریو سربېره اویا کسه افغان شخصیتونو هم پکې برخه واخیسته او د هېواد د راتلونکې په اړه خبرې پکې وشوې.

د جمهوریت له سقوط وروسته د طالبانو مخالفان په ګڼو لویو او وړو غونډو کې په مختلفو مناسبتونو سره یو ځای شوي او د هېواد د برخلیک په اړه یې بحثونه سره کړي دي.

د دوی د بحثونو، ویناوو او مرکو مرکزي ټکي دغه څلور دي:

یو، طالبانو د افغانستان د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړې دي. بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته یې درناوی نه دی کړی، د خلکو سیاسي ازادۍ یې غصب کړې دي، دولتي سیستم یې ویجاړ کړی دی، بې قانونه حالت یې راوستی دی، خپل مخالفان په تېره بیا پخواني نظامیان وژني، سیاسي مخالفان بندیخانو ته اچوي، فردي ازادیو ته درناوی نه لري، قومي توازن نه رعایتوي، کانونه او نورې ملي شتمنۍ یې لیلام ته وړاندې کړې دي او د هېواد اقتصاد ته یې ډېر تاوان رسولی دی.

د طالبانو په مخالفانو شاید نیوکه وشي چې شکایتونه یا حد اقل ځینې شکایتونه په مبالغه امیزه بڼه کوي، مګر دې کې به لږ کسان شک ولري چې طالبانو د افغانستان خلکو ته دغه ټول یا ځینې مشکلات جوړ کړي دي. د طالبانو د مخالف لوري له دغو خبرو سره د هېواد دننه همدردي موجوده ده او کیدای شي چې نړیوال هم د افغانستان ستونزو ته متوجه کړای شي.

دوه، د طالبانو مخالفان وایي چې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه هماهنګ دریځ ولري او پر طالبانو سیاسي، اقتصادي او حتا نظامي فشارونه واچوي چې له نورو افغانانو سره واقعي خبرو ته چمتو شي او په دې ډول پراخ بنسټه نظام ته لاره اواره شي.

دا غوښتنه د جمهوریت له سقوط وروسته ډېره تکرار شوه خو لږ تر لږه تر اوسه داسې ښکاري چې سیمه او نړۍ که د افغانستان په اړه کومه هماهنګي لري هغه دا ده چې طالبان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني خو نور نو څه خاص فشار ورباندې نه اچوي.

کله کله پاکستان یا ایران د ټي،ټي،پي یا اوبو په سر له طالبانو سره کشمکش کړی دی خو دغه کشمکش د دغو ملکونو د خپلو منافعو لپاره وي، نه هاغسې چې د طالبانو مخالفان یې غواړي او د افغانستان د خپلو ستونزو د حل یا د مخالفانو په ګټه وي.

د طالبانو یو شمېر مخالفان په دې هم ګیله من دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره مالي مرستې کېږي. پخواني خارجه وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د روان کال د سپتمبر په اتمه په خپل ایکس کې ولیکل چې افغانستان د دنیا یوازینی هېواد دی چې یوه ظالم بنسټ پال سیستم ته د نړۍ د ولسواکو هېوادونو له خوا د اونۍ څلوېښت میلیونه ډالر ورکول کېږي.

مرستندویان استدلال کوي چې دوی دا پیسې د افغانستان خلکو ته استوي چې اقتصادي فشارونه یې کم شي. دغو مالي مرستو د افغانۍ د ثبات په ساتلو کې برخه لرلې ده چې په نهایت کې قیمتونه ورسره کنټرولېږي.

حقیقت دا دی چې که بهرنۍ مالي مرستې نه وي، دا تضمین نشته چې د څو ویشت کاله پخوا غوندې د افغانیو ارزښت زر برابره راپرېوځي چې طبعا د خلکو ژوند نور هم ورسره بربادېږي.

درې، د طالبانو مخالف لوري وایي چې طالبان نه یوازې د افغانستان خلکو ته صدمه رسوي بلکې د نړۍ هېوادونو ته ستونزې پېښوې، د تروریزم ملاتړي دي او د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.

د دې خبرې له کولو مطلب دا دی چې نړیوال رامخکې شي او د خپلو ګټو په پار د طالب خلاف جدي دریځ ونیسي. داسې ښکاري چې دغه خبره په نړۍ کې چندان نه ده اورېدل شوې.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په وروستیو میاشتو کې څو ځله په مرکو کې وویل چې امریکا د طالبانو له هغو اقداماتو راضي ده چې د داعش په وړاندې یې کوي.

که څه هم مختلفو منابعو تایید کړې ده چې طالبانو له القاعدې سره رابطه نه ده غوڅه کړې او ان معلومه شوه چې ایمن الظواهري ته طالبانو په کابل کې پناه ورکړې وه، مګردغه رابطه نړیوالو ته تر هغو پورې د خطر د زنګ حیثیت نه لري چې القاعده د افغاسنتان له خاورې د لویدیځ د امنیت خلاف اقدامات نه وي کړي.

د هرات په وروستۍ امنیتي ناسته کې د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبیل وویل چې یو شمېر طالبان د تاکتیکي اتمي وسلو د ترلاسه کولو په احتمال فکر کوي.

د دې خبرې له کولو د ښاغلي نبیل مطلب طبعا دا دی چې دنیا ووېروي چې د طالب شتون درته امنیتي خطر پېښولای شي.

څلور، د طالبانو د مخالفانو په ناستو، ویناوو او مرکو کې یوهمهمه خبره دا وي چېباید په خپلوکې سره منسجم شو، خپل اهداف توحید کړو او مشترک کار ته چمتو واوسو.

که څه هم د تاجکستان د وروستۍ غونډې یوه برخه وال، محمد اسماعیل خان وویل چې د طالبانو مقابل لوري په خپلو کې سره مشکل نه لري، خو حقیقت دا دی چې د طالبانو مخالف لوري یوازې په یوه ټکي کې سره متحد دي او هغه له طالبانو سره مخالفت دی. البته د مخالفت په اندازه کې یې فرق دی. ځینې په سیاسي مخالفت تاکید کوي، ځينې نور یې په نظامي مخالفت.

د طالبانو مخالفان که غواړي چې هم د ولس پراخ حمایت جلب کړي او هم د نړیوالو، نو فعلا یې تر ټولو لوی کار چې په مخ کې دی، همدا انسجام دی.

بې له شکه چې ملت له طالبانو په تنګ دی خو دا احتمال کم دی چې د هغوی په غیر منسجمو مخالفانو باندې زیاته تکیه وکړي، ځکه خلک له بې نظمي او انارشي سخته وېره لري.

له شوروي سره د جهاد په وخت کې چې تنظیمونو په خپلو کې انسجام نه درلود، ملت ډېر تاوان وکړ او بیا چې کله مجاهدینو خپل حکومت جوړ کړ نو همدې عدم انسجام هر څه ګډوډ کړل او د طالب ظهور ته زمینه مساعده شوه.

دغه تجربې د ولس نه هېرېږی او له تیت و پرک حالت څخه وېره لري.

له بلې خوا دنیا، چې نن سبا د داعش له ترهګري په وېره کې ده، په افغانستان کې صرف هغه وخت د یو مثبت حرکت حمایت ته زړه ښه کولای شي چې په افغانستان کې انارشي رانه شي.

طالب مخالف لوري که په خپلو موخو، فعالیتونو او تشکیلاتو کې انسجام راولي، بیا دا احتمال هم زیاتېږي چې طالب ورسره واقعي خبرو ته ځان مجبور وویني.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.


نور خبرونه

رادیو