د سیاسي موخو لپاره مدرسې جوړول که طالبانو ته راتلونکی سرخوږی؟
څه وخت دمخه طالبانو د مدرسو لپاره سل زره نوي بستونه اعلان کړل. د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي زدکړو مرستیال کرامت الله اخوند زاده په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې اوس په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر نولس زرو ته رسېږي او دا شمېره به نوره هم زیاته شي.
په اسلامي دنیا کې همیشه مدرسې وې خو څنګه مدرسې؟ د اسلامي تمدن په طلايي عصر کې مدرسو د خپلې زمانې علوم د خپل وخت د اړتیاوو د پوره کولو لپاره تدریسول.
د هغه وخت مدرسو طبیبان، محرران، ادیبان، قاضیان، دیني عالمان او د خپل وخت د مختلفو پوهنو متخصصان روزل.
دا لړۍ تر هغو پورې کامیابه روانه وه چې په اسلامي هېوادونو کې د اروپا استعمار پیل شو.
اروپایي استعمار یوازې د پیسو ټولولو او حکومت چلولو لپاره رانغی بلکې له ځان سره یې نوي علوم، چې اروپایانو ورنه د ادارې په چلولو او اقتصادي چارو کې استفاده کوله، هم راوړل.
مثلا انګریزان چې په هند باندې مسلط شول نو اداري ژبه یې انګریزي کړه، نوی طبابت یې معرفي کړ، د محاکمو سستم یې غربي کړ او د اورګادي په شمول یې د نوې ټکنالوژي نوي وسایل راوړل.
نوي تمدن د نوې زمانې مکتبونه او نوي تخصصونه غوښتل چې پخوانی تعلیمي نصاب له دغو نویو علمي او فني څانګو سره نااشنا و.
دغه وضعیت د پخوانو مدرسو فارغانو ته ستونزې پیدا کړې. دوی چې په خپلو پخوانو مدرسو کې انګریزي نه لوسته نو د هندوستان په نوې اداره کې ورته کار نه پیدا کېده.
دغه شان له نوي طبابت څخه رانیولې تر نوې ټکنالوژي پورې د نوي ژوند اکثره ساحې داسې وې چې دوی پکې څنډې ته پاتېدل.
له ساینس سره د ملایانو او عثمانیانو مخالفت
پخوانو مدرسانو ته دغه ورپېښې ستونزې او له استعمار سره په ټولنه کې عام مخالفت سره یو ځای شول او یو شمېر پخواني مدرسان یې دې نتیجې ته ورسول چې له نوي علم سره مخالفت وکړي.
دوی په خپلو مدرسو کې د پخواني نصاب په تدریس ټینګار وکړ. د نولسمې میلادي پېړۍ په اواسطو کې په هند کې د دیوبند دارالعلوم تاسیس په حقیقت کې له نوي استعماري علم سره د مخالفت لپاره یو مهم اقدام و.
د دیوبند عالمانو له استعمار سره د مخالفت لپاره له نوي علم او تمدن سره مخالفت وکړ. مثلا په دیوبند کې یې د جغرافیا د تدریس اجازه ورنکړه، ځکه جغرافیا ورته له استعمار سره راوړل شوې دنیایي پوهه ښکارېده.
دیوبندي عالمانو په خپلو فتواګانو کې ډېر ځله د نوي تمدن وسایل حرام وګرځول. مثلا له عکس اخیستلو، لوډسپیکر، عصريدواګانو یا راډیو سره مخالفت.
که څه هم د وخت په تېرېدو سره چې به خلک له نویو وسایلو سره په پراخه پیمانه عادت شول او د دوی فتواګانو ته به یې ونه کتل، دوی به خپله فتوا بدله کړه، مګر مسلمانه ټولنه ورسره شا ته پاتې شوه.
دې ته ورته حالت په عثماني قلمرو کې هم و. هلته کابو درې پېړۍ له نوي بانکي سیستم سره مخالفت وشو او دغه راز د مطبعې فعالیت ډېره اوږده موده ناروا بلل کېده چې په نتیجه کې عثمانیان په علم او ساینس او اقتصاد کې له خپلو اروپایي رقیبانو ډېر شاته پاته شول.
د هند او پاکستان له بېلېدو وروسته دیوبندي مدرسو په پاکستان کې خپل فعالیت ته ادامه ورکړه خو څرنګه چې شمېر یې کم و نو خاص اجتماعي او سیاسی اغیز یې نه درلود خو د جنرال ضیا الحق له واکمنېدو وروسته دغو مدرسو ته د دولت په کچه توجه زیاته شوه.
جنرال ضیاالحق، چې ملکي حکومت ړنګ کړی او ملکي صدراعظم، ذوالفقار علي بوټو یې اعدام کړی و، په خلکو کې نفوذ ته سخته اړتیا احساسوله. ده د نفوذ لپاره په دیانت باندې زیات تظاهر وکړ.
د جنرال ضیا الحق حکومت مدرسې د ذکات په مرسته، چې اجباري یې ګرځولی و، حمایه کړې او په دې ډول په ډېره لنډه موده کې د زرګونو نویو دیوبندي مدرسو جوړولو ته زمینه برابره شوه.
د نولس سوه اتیایمو کلونو په موده کې عربو هم د ایران له نفوذ سره د مقابلې لپاره په پاکستان کې دیوبندي مدرسو ته ډېرې نغدي مرستې واستولې.
څرنګه چې په مدرسه کې طالبانو ته ځای او ډوډۍ وړیا وو نو د غریبوکورنیو ګڼ ماشومان په مدرسو کې شامل شول.
د ځینو احصاییو مطابق فعلا په پاکستان کې شاوخوا څلوېښت زره لویې او وړې مدرسې فعالیت کوي.
که څه هم د پاکستان حکومت کوښښ کړی دی چې د مدرسو په نصاب کې یو څه تغییرات راولي او نویو اړتیاوو ته په پام سره ځينې نور علوم په نصاب کې شامل کړي خو دغو هڅو یې ظاهرا ډېره نتیجه نه ده ورکړې او علت یې دا دی چې اوسنی علم بې حده وسیع او پېچلی دی.
اوس که په درسي نصاب کې ډېر علوم شامل شي، یو هم په کافي اندازه نه زده کېږي. په تېرو زمانو کې چې علوم ساده او محدود وو، نو دا ممکنه وه چې یو څوک هم طبیب اوسي، هم فیلسوف او هم مثلا دیني عالم، ځکه د علومو لمن خورا تنګه وه.
طالبان اوس غواړي چې په افغانستان کې د دیوبندي نصاب تجربه ، البته په لا لویه پیمانه تکرار کړي خو دې ته نه ګوري چې دغه فارغان به سبا څه کار کوي؟
پاکستان چې تر افغانستان په مراتبو پیاوړي اقتصاد، ګڼ نفوس او خورا زیاته زراعتي ځمکه لري، د عشر او ذکات له لارې مدرسې چلولی او د مدرسو فارغانو ته په خپله ساحه کې څه نا څه کار پیدا کولی شي مګر د افغانستان د زرګونو مدرسو اکثره فارغان به یوازې له حکومته کار غواړي.
د افغانستان طالبان ظاهرا د اروپا د منځنیو پیړیو د کلیسا د واکمنو په څېر په دې فکر کې دي چې له مدرسو څخه د خپل مشروعیت د ترلاسه کولو او د خپلو نظریاتو د منلو لپاره استفاده وکړي خو لکه څنګه چې تاریخ ښیي له علم څخه سیاسي او ایدیولوژیکه استفاده ناکامه وي.
کلیساوو ته په سرخوږي بدلې مدرسې
په منځنیو پیړیو کې په اروپا کې د کلیسا دحاکمیت د ټینګېدو لپاره ګڼې مدرسې جوړې شوې چې سکولاستیک بلل کېږي.
سکولاستیک مدرسو د کلیسا تر څار لاندې شاګردان تربیه کول چې د بدعت مخه ونیسي او د عیسویت په اړه داسې عقیده خپره کړي چې د پاپ او کلیسا د ګټو او اقتدار په ګټه وي.
دغو مدرسو یوازې له عیسوي دیانت سره ځان بوخت ونه ساته بلکې ویې غوښتل چې ساینس او د فکر او علم نورې ساحې په خپل کنټرول کې وساتي.
مثلا د کوپرنیک کتاب چې د مځکې د کرویت په باره کې و، تر اولسمې میلادي پېړۍ پورې اجازه نلرله چې چاپ شي.
دوی به ویل چې انجیل کې مځکه اواره بلل شوې ده او کوپرنیک چې وایي چې ګرده ده، نو دا بدعت دی.
د کلیسا غټانو سکولاستیک مدرسې په دې تمه جوړې کړې وې چې د عیسویت صرف یو ډول تعبیر به وړاندې کېږي یعنې هغه چې دوی ته سم ښکاري او د دوی پکې ګټه ده خو څرنګه چې فکر محدودیت نه مني نو په دغو مدرسو کې شاګردانو ته ورو ورو د مختلف سوالونه او فکرونه پیدا شول او بالاخره خبره دې حد ته ورسېده چې د پاپ او کلیسا قدرت یې چلینج کړ.
په دغو مدرسو کې راپیدا شوي انتقادونه ځکه خطرناک وو چې د کلیسا په منځ کې انتقادونه وو، نه له کلیسا بهر مخالفتونه چې د بدعت او کفر په نامه په اسانه وځپل شي.
په پاکستان کې هم چې مدرسې د حکومت د مخالفانو یا ګاونډیو ملکونو د ځپلو لپاره پکار راتلې، ورو ورو د پاکستان د خپل حکومت په خلاف استعمال شوې.
د افغانستان طالبان او د دوی قومندانان چې اوس له مدرسو جوړولو د ځان لپاره د سیاسي استفادې په فکر کې دي، داسې ښکاري چې نن ویني او سبا نه ویني.
د دغو مدرسو فارغان به سبا ورنه نه یوازې کارونه غواړي بلکې د دوی اعمالو ته به هم انتقادي کتنه کوي.
ځينې یې شاید د ولس په خوا کې ودرېږي او ځينې نور یې شاید د قدرت لرلو په شوق د لا افراطي فکرونو پیروي پیل کړي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.