په پاکستان کې د وسلوالو په ۲ بمي چاودنو کې د ۲ پوځیانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي

د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ په لومړۍ نېټه) د ډېورنډ پولې ته نېږدې د پاکستان په شمال لویدیځ کې په دوو بمي چاودنو کې چې امنیتي ځواکونه یې په نښه کړي وو؛ د دوو امنیتي ځواکونو په ګډون ۵ تنه ووژل.
د پاکستان پوځ وایي؛ لومړۍ برید د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیریستان کې شوی، چې دوه پوځیان پکې وژل شوي.
د ځایي پولیسو مشر الله وزیر په وینا؛ دویم برید د شمال لویدیځ وانا ښار کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مرکز په یوه دوکان کې شوی، چې د یوه حکومت پلوه مشر اسلم نور وزیر په ګډون دوه تنه نور کسان پکې ووژل شول او درې تنه ټپیان دي.

اسلم نور وزیر ته د حکومت له خوا صدارتي جایزه هم ورکړل شوې وه.
پاکستاني طالبانو د لومړي برید مسوولیت چې پر امنیتي ځواکونو وشو منلی؛ خو د دویم برید چې درې ملکیان پکې وژل شوي رد کړی.
پاکستاني طالبان چې د تحریک طالبان پاکستان یا (ټي ټي پي) په نوم یادیږي یوه جلا وسلواله ډله ده؛ خو د افغاني طالبانو متحدین هم بلل کیږي.
پاکستاني چارواکو په کراتو - کراتو ویلي، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او افغاني طالبان یې ملاتړ کوي.
افغان طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي.