طالبانو کډوالو چارو وزارت:دوو بنسټونو سره مو څه د پاسه یو میلیون ډالرو د همکارۍ هوکړه وکړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱

د طالبانو کډالو چارو وزارت د (آی آر ډبلیو) په نوم له یوه خیریه بنسټ او د (او سي ایچ آر) په نوم د بشري مرستو له یوه سازمان سره د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

ويل کیږي، دغه هوکړه لیکونه له افغان کډالو سره د بشري مرستو د رسولو په موخه لاسلیک شوي.

د دغه وزارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د (آی آر ډبلیو) بنسټ به په لوګر او باميانو ولايتونو کې له ٢زره ۹۲۷ کورنيو سره د نغدي مرستو، کمپلو او جامو د وېش په برخه کې يو ميليون، او یو لک او ۶۰ زره امريکايي ډالره ولګوي.
د خبرپاڼې له مخې، د (او سي ایچ آر) بشري سازمان به بیا د ګرځنده تشنابونو د لګولو، د تشنابونو د جوړولو، د لمریزو هیندارو او د اوبو د پمپونو د لګولو، د درې جنراتورونو د پیرودلو، د لمریزو څراغونو لګولو له پاره ۳ لکه او ۷۷ زره ډالره مرسته کړې ده.
همدارنګه د ننګرهار په لنډمهاله پنډغالي کې به له پاکستانه د راستنو شویو ۱۱زره ۶۶۸ کورنیو له پاره د اوبو د ټانکرونو ترمیم، د کثافاتو د ۶ کیندونو چمتو کول، په ترپالونو د خیمو د احاطې برابرول، د ۵۱۸ روغتیايي کڅوړو ویش، د ۵ زره لیټره اوبو د ذخیرې او د ۲۹ ټانکیو لګول شامل دي.
ياد شوي هوکړه ليکونه د طالبانو کډوالو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ د مشر او د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي محمود الحق احدي او د يادو بنسټونو د استازو تر منځ لاسليک شول.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په داسې حال کې له دغو بنسټونو سره د کډوالو په چارو کې د مرستو رسولو خبر ورکوي چې د شمېرو له مخې دا مهال له پاکستانه شاوخوا څلور لکه افغانان افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو هم د کډوالو په برخه کې د مرستو رسولو ژمنې کړې دي خو هیواد ته راستانه شوي افغانان د سرپناه، څښاک اوبو، خوراکي توکو له نشتوالي او روغتیايي ستونزو شکايت کوي.

نور خبرونه

رادیو