ترکي چارواکو له ۸۰۰ زیات بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده وایستل

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۹

د ترکیې حکومت اعلان کړی، چې ۸۲۶ افغان کډوال یې د استوګنې له رسمي اسنادو پرته له هېواده ایستلي دي.

دغه پناه غوښتونکي له نيول کېدو وروسته په څلورو الوتنو کې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شول. ترکیې ویلي دي، چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر ته به دوام ورکړي.

تر دې مخکې د ترکیې حکومت اعلان کړی و، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه ۴۲۶۸۵ کډوال چې د اوسېدو رسمي اسناد یې نه لرل نیولي او بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

ترکیه د هغو زرګونو افغان کډوالو د مهاجرت یوه له اصلي لارو څخه ده چې اروپا ته د رسېدو په هیله له افغانستان څخه د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، ظلم او بې وزلۍ له امله تښتي.

نور خبرونه

رادیو