د پښتون ژغوني غورځنګ: د بلوچستان پولیس مو کوټې ته روان لاریون ته خنډونه جوړوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

د چمن پرلت په ملاتړ او د کډوالو اېستلو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له چمن تر کوټې پورې تېره ورځ لاریون پیل کړی خو لاریون کوونکي وايي، د بلوچستان پولیس د کوټې لوري ته په لاره کې خنډونه ورته جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ لسګونو غړو تېره ورځ لاريون پیل کړ او نن د یک شنبې په ورځ د (لړم ۲۸مه) د سوېلي پښتونخوا تر لورلایي سیمې رسیدلي دي.

لاریون کوونکي وايي، له دغه لاریون یې هدف د چمن پرلت ملاتړ، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو او د پاکستان حکومت له لوري د دغه غورځنګ د غړو د نیولو غبرګون دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د چمن مسول فدا محمد قایل افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته وویل:« موږ په سوله ییز ډول د اعتراض په ډول تر کوټې ښاره پلی تګ کوو، موږ خپل غږ پورته کو چې د پاکستان حکومت مو غږ واوري. خو د لارې پر سر له تیرې ورځې راهیسې څو ځایه پولیسو راته خنډونه جوړ کړل د وړاندې تګ اجازه یې نه راکوله.»

له چمن تر کوټې پورې کابو ۱۳۰کیلومتره لاره پرته ده او دغه لاریون کوونکي غواړي دغه واټن پلی ووهي.

د دې تر څنګ د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون د چمن پرلت دیرش ورځې پوره شوي.

او دغه پرلت وهونکو نن ګواښ وکړ چې له چمن څخه تر کوټې پر لویه لاره به د موټر تګ راتګ بند کړي.

نور خبرونه

رادیو