پر کابل او کونړ سیندونو د بندونو جوړېدو په صورت کې د پاکستان د داسو بند په هکله اندیښنې
افغانستان د سیمې په کچه تر ټولو هیوادو د اوبو لویی سرچینې لري، خو تر ۷۰ سلنه اوبه یې وړیا ګاونډیانو ته بهیږي. تر اوسه یوازې د هلمند سیند په هکله معاهده شته او د کابل، کونړ، امو او مرغاب سیندو اړوند له پاکستان او مرکزي اسیا سره کوم سند نه دی لاسلیک شوی.
د نړیوالو قوانینو پر اساس، کومې اوبه چې د هیوادونو د سرحداتو نه تیریږي، لازمه ده چې له کره او دقیقو تخنیکي څیړنو وروسته یې پر ویش مذاکرات او خبرې وشي او دوه اړخیز یا څو اړخیز تړونونه لاسلیک شي.
د کابل سیند حوزه چې کلنی حجم یې حدود ۲۱ میلیارد متر مکعبو ته رسیږي. ۱۵ میلیارد متر مکعب یې د کونړ سیند دي چې له کونړ او چترال غرونو نه سرچینه اخلي. د سروې له مخی د ۱۲ بندونو د جوړولو ظرفیت او امکانات لري.
د بیلګې په توګه، پر کونړ سیند د شالي او ساګي بندونو د اعمار په هکله څیړنې او مطالعات پخوا شوي او دا دوه بندونه په مجموعي توګه د زر میګاواټه بریښنا د تولید او هم د پراخو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري.
څو کاله پخوا، د ناکامورا په نوم جاپاني، په ننګرهار او کونړ کې له اوبو د ګټې اخیستنې لپاره ارزښتناک خدمت وکړ، خو کارونه یی نیمګړي پاتې شول.
د هغه کارنامې د افغانستان په تاریخ کې ثبت دي او نوموړی د همدې خدمتونو په لاره کې قرباني شو.
ناکامورا به همیش ویل چې نورو هیوادونو کې اوبه د خلکو په خوښه روانې وي، خو افغانستان کې په خپله خوښه.
پاکستان کې داسو بریښنا بند:
دغه بند چې د کابل او اندوس سیندونو د تقاطع په نقطه کې د پاکستان لخوا په خیبر پښتونخوا کې د داسو کلي ته نژدې جوړیږي، کار ورباندې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شو او اټکل کیږي چې ۲۰۲۶ کې به پای ته ورسیږي.
داسو د پاکستان د بريښنا یو ستر او مهم بند کڼل کیږي، د ۴،۳۲۰ میګاواټه بریښنا د تولید، ظرفیت لري.
که څه هم د داسو بریښنا بند جوړولو موضوع نړیوال بانک له افغان لوري سره شریکه کړې وه، خو د نړیوالو اصولو پر اساس، پاکستان باید پر داسو بند له کار پیلولو مخکې له افغانستان سره په دې اړوند په مستقیمه ډول مکاتبه او د افغان لوري موافقه تر لاسه کړې وای، حال دا چې په دې هکله افغانستان تر اوسه کومه رسمي موافقه نه ده کړې.
د افغانستان له لوري د موافقې ضرورت په دې سبب ده چې کله زمونږ هیواد د خپلو اوبو له منابعو ګټه اخلي او پر کابل او کونړ سیندونو د شالي او ساګي په شان بریښنا بندونه جوړوي، نو طبیعي خبره ده چې پر داسو بند به اغیز اچوي.
له همدې کبله افغانستان له نړیوال بانک غوښتنه کړې چې پاکستاني لوري ته خبر ورکړي چې په راتلونکي کې افغانستان کې پر کابل او کونړ سیندونو د بندونو د جوړولو په هکله به د پاکستان اعتراض د منلو نه وي.
دا ځکه چې پاکستان پخوا د داسو بند جوړولو اړوند، افغانستان ته په رسمي توګه خبر نه دی ورکړی او کار یی په خپل سر پیل کړی دی.
د۲۰۱۴ کال په مارچ کې د افغانستان ملي امنیت شورا د داسو بند جوړولو باندې بحث وکړ او پریکړه وشوه چې نړیوال بانک پاکستان ته خبر ورکړي تر څو د بند د جوړولو کار، د افغان دولت د رسمي موافقی تر لاسه کولو پورې معطل کړي.
همدا رنګه د نړیوال بانک نه چې د داسو بند تمویلوونکی دی، غوښتنه وشوه چې د افغان لوري د رسمي هوکړې تر لاسه کولو پورې د داسو بند له مالي تمویل ډډه وکړي.
پاکستان هر کال د نفوس د ډیریدو له کبله ورځ تر بلې د اوبو له کمبود سره مخامخ کیږي. د نفوس زیاتوالي سره به یې د څښلو اوبو او هم د کرنې او بریښنا د تولید لپاره اړتیا په جدي توګه زیاته شي.
اخري خبره:
افغانستان باید د یو جګړه ځپلي هیواد په توګه، د خپلو اوبو له منابعو اعظمي ګټه واخلي او ګاونډيو هیوادو ته د وړیا او له حساب او کتاب پرته د اوبو بهیدل مدیریت کړي.
یو متحد افغانستان او د ټولو لپاره ګډ کور چې هر افغان پکې د مالکیت احساس وکړي، د هیواد په ملي شتمنیو د مالکانه تصرف او ګټې پورته کولو او هم له ګاونډیو سره د یو متساوي الحقوق هیواد په توګه دیپلوماسي او د اړیکو پاللو یوازنې لار ده.
افغانستان لویه دارایي او پانګه، د اوبو منابع، کانونه او هم جغرافیایی موقعیت ده، خو چې په هیواد کې د ملي تفکر له لارې، ملي انسجام او دایمي ثبات را منځ ته نشي، دا ټولې شتمنۍ به خاص ارزښت ونه لري.
- یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.