د روغتیا نړیوال سازمان: له پاکستانه په اېستل شویو افغان کډوالو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې په دغو کډوالو کې ۲۴ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۴۸ سلنه یې ښځې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۸ مه ) له پاکستان څخه افغانستان ته د اېستل شویو کډوالو د وضعیت په اړه خپل دویم راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي، چې د نومبر له ۱۱مې راهیسې درې لکه ۲۷ زره افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغو کډوالو ۶۰ سلنه یې له ۱۷ کلونو کم عمره ماشومان او تنکي ځوانان دي.

دغه سازمان دا هم لیکلي چې د خپلو همکارانو په مرسته یې د نومبر تر ۱۴مې پورې ۵۱ زره ۴۹۴ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې دغه سازمان د افغانستان په ختیځو، جنوبي، لوېدیځو او شمالي سیمو کې راستنېدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې د دغو کډوالو ډېری یې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي.

د راپور له مخې له ننګرهار وروسته ډېری کډوال د کندهار، کونړ، کندوز او لغمان ولایتونو اوسېدونکي دي.

دغه سازمان لیکلي چې ساتانه شوي کډوال د تورخم او سپین بولدک په لارو کې په موقتي سرپناه کې اوسیږي، خو د سړو موسم په رانږدې کېدو سره دوی له ګواښ سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره لس میلیونه ډالره غوښتي دي.

نور خبرونه

رادیو