ډان نیوز: د پاکستان د "سټراټیژیک ژوروالي" نظریې ناکامي، افغان کډوال قرباني کړل

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د افغان کډوالو پر شړلو نیوکه کړې او لیکلي یې دي، چې د اسلام اباد دغه ګام پر کابل د فشار راوړلو او د پاکستان د "ستراتیژیک ژوروالي" د نظریې د ناکامۍ له امله دی.

پاکستاني حکومت تر اوسه پورې نږدې درې نیم لکه افغان کډوال له پاکستانه اېستلي دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستانۍ رسنۍ «ډان نیوز» د «کډوالو قرباني» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي: «دا مهال د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه د څه باندې یو میلیون او ۷ لکه مسلمانو افغان کډوالو اېستل پیل شوي چې په ۱۹۴۸ کال کې د صهیونیستي اسراییلو له لوري له اېستل شویو فلسطینیانو دوه برابره زیات دي.»

مقالې د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي چې آن هغه افغانان چې د استوګنې قانوني اسناد لري هم له هېواده اېستل کېږي او افغان اتباعو ته دېرش ورځې وخت ورکړل شوی چې خپلې شتمنۍ وپلوري او دا حکم يې کړی چې هرې کورنۍ ته یوازې ۵۰ زره کلدارو د وتلو اجازه ورکړل شوې ده. چې شاوخوا 180 امریکايي ډالر کیږي، مقاله وړاندې لیکي: «له دې څخه ډیر بې رحمه څوک کیدای شي؟ صهیونیستان؟»

دغې رسنۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د قبایلي وګړو د تګ راتګ له پاره د ویزو په لګولو د نیوکې په کولو سره زیاته کړه: «د افغان کډوالو مسله په هیواد کې دننه د مذهبي هویت پر بنسټ د رامنځته شويو تضادونو ډېرېدل په ډاګه کوي.»

په مقاله کې دا هم راغلي: «په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره چلند باید له نړیوالو نورمونو سره سم او د بشري حقونو او انساني کرامت ته په پام سره وشي او لږ تر لږه هغه کسان چې په پاکستان کې زېږېدلي دي، باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي چې له نورو سره مساوي حقونه ولري.»

نور خبرونه

رادیو