له ایران په نږدې څلورو میاشتو کې څلور نیم لکه افغانان ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۷

د ایران د کډوالۍ ملي اداره وايي، په نږدې تېرو څلورو میاشتو کې تر څلور نیم لکو افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې ادارې د بې اسناده وګړو د څانګې مشر جواد خاني وایي، دا کسان پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شول.

نوموړي له تسنیم خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې چې دا افغانان ایران ته بې قانونه تللي وو او له اتو هغو ولایتونو ستانه کړل شول چې ډېر کډوال لري.

د نوموړي په خبره، تهران، سیستان بلوچستان، خراسان رضوي، قم، کرمان، یزد، فارس او البرز په ترتیب سره هغه ولایتونه دي چې ۹۲ سلنه کډوال پکې اوسېږي.

د نوموړي په خبره، اټکل دا دی چې په ایران کې تر څلور میلیونو بااسناده کډوال هم شته.

نور خبرونه

رادیو