انوارالحق کاکړ وايي د ګوادر بندر د صنعتي کولو هڅه کوي

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي، د بلوچستان په ګوادر بندر کې د صنعتي کارخانو جوړولو هڅه کوي. انوارالحق کاکړ په اسلام اباد کې د ګوادر بندر د بېړۍ چلونې برخې له مسوولانو سره لیدنه کې دا خبره وکړه. د نوموړي په خبره، ګوار بندر به په نږدې راتلوتکي کې په سمندري تجارتي مرکز بدل شي.

هغه زیاته کړه چې حکومت د صنعتي سیمو ترمنځ د اړیکتیايي لارو د پرمختګ لپاره هم کار کوي.

د نوموړي په خبره، د ګوادر خلکو ته کار روزګار او په نړیوالو معیارونو برابرې اسانتیاوې برابرول د دې مهم بندر د پرمختګ لپاره مهم دي.