د افغان سیاستوالو پرازیټي ژوند
د سیګار له قوله، په تېرو دوه نیم کلونو کې یوازې امریکا د افغانستان سره ۲،۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړې ده؛ خو فقر ورځ تر بلې زیات شوی او د دې ډالرو د لېږد درک هم نه دی معلوم.
هشت صبح ورځپاڼې د سیګار له قوله په یو راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د سقوط نه وروسته یوازې امریکا ۱۱.۱۱ میلیارده ډالره په مجموعي توګه په افغانستان کې مصرف کړي دي، چې په دې کې د افغانانو د ایستلو مصارف هم شامل دي.
د دغه مرستو یوه برخه خامخا د افغانستان په اقتصاد کې څرخېدلې ده. دا چې نورو هېوادونو څومره مرسته کړې ده، د هغوي دقیق ارقام نه دي معلوم.
سربېره پر دې طالبانو هم میلیاردونو ډالره د ټکس او معدنونو د چور له لارې تر لاسه کړي دي؛ خو د هغه پیسو درک او حساب ورکونه هم نه ده معلومه فقط دومره شواهد شته چې یوه لویه برخه پکې کندهار ته ورکړل شوې چې د طالبانو د امیرالمومنین(دا چې شته او که نه شته) د حفاظت لپاره امنیتي ځواک جوړ کړي.
نورې پیسې د انډیوالۍ په شکل د طالبانو مشران په خپلو منځو کې تقسیم کړې دي او ډېر کم خدمات یې خلکو ته پرې تر سره کړي دي.
که په تېرو پنځو لسیزو کې د شرق او غرب، عرب او عجم پوځي او غیر پوځي مرستې محاسبه شي، افغانستان د مساحت او نفوس په اساس د نړۍ تر ټولو زیاته مرسته تر لاسه کړې ده؛ خو بیا هم د افغانستان ستونزې په خپل حال پاتې دي.
د دغو ستونزې په باب باید افغانان فکر وکړي، چې ولې د دومره مرسته تر څنګ افغانستان د ستونزو سره مخامخ دی؟
زما په اند په تېرو پنځو لسیزو کې په مجموعي توګه د افغانستان حکومتونو، تنظیمي او سیاسي ډلو، مدني فعالانو او په کل کې افغانانو پرازیټي ژوند درلود؛ ځکه ټولنیز، سیاسي، امنیتي او اقتصادي سیستمونه ورځ تر بلې فلجیدل، د کار او ابتکار قوه کمېدله او د ټولو تکیه د بهرنیانو په مرسته وه.
دا سلسله تر اوسه پورې دوام لري.
پرازیټونه واړه حجرات دي، چې د بدن په نورو لویو حجراتو کې ځای نیسي او خپل ژوند ته دوام ورکوي. کله چې د لویو حجراتو شتون ختم شي نو دغه واړه حجرات پخپله مري او له منځه ځي.
د پرازیټونو د شتون په وجه د حکومتونو طبیعي رشد ته زمنیه نه برابریږي. په سیاسي پرازیټي ژوند کې فرمایشات او مشورې زیاتې او عمل کم وي.
د ضعیفه حکومتونو حاکمیت او د قوي ټولنیزو بڼسټونو د نه شتون له امله افغانانو پرازیټي ژوند ته مخه کړې، چې دې ته (Dependency) یا په نورو تکیه کول وایي.
پرازیټي ژوند لکه د روږدو کسانو ژوند دی.
لکه د تریاکو روږدیتوب چې انسانان د فکر او عمل نه وکاږي.
هغه هېوادونه چې په نورو تکیه کوي همېشه په خیالي دنیا کې هوا او فضاء لکه روږدي کسان ګزوي.
روږدي کسان فکر کوي، چې د جنت په ښایسته طبیعت کې اوسیږي او هر څه د دوی په کنټرول کې دي او د دوی اوامرو هر چیرته چلیږي.
د افغانانو پرازیټي ژوند څو اړخیزه دی.
د افغانستان اکثره سیاسیون د کار او ابتکار عمل نه لري او همېشه په دې تمه او فکر کې دي چې کله به کوم هېواد د افغانستان په هکله یوه پروژه عملي کوي او دوی به پکې غوښینه ونډه اخلي.
دوی لکه ټیکه داران هر چا چې ورته زیاته ونډه ورکوله، د همغه هېوادونو د استخباراتو پروژې عملي کوي.
دوی ته ملي وحدت، ملي منافع، ملي ارزښتونه، د افغانانو سوکالي او د راتلونکې نسل لپاره کار کول هېڅ ارزښت نه لري.
دوی همېشه په لوړه بیه کرایه کېدلې شي.
د نړۍ او سیمې استخباراتو دوی ښه پېژندلي دي؛ ځکه دوی یې څو څو ځله په کرایه اخیستي او استعمال کړي یې دي.
که بیا اړتیا شوه؛ دوی بیا هم کرایه کولی شي ځکه دوی د کرایه موټرو غوندې په پارکنګ لاټونو کې ولاړ دي او په رقابت سره د استخباراتي مشتریانو په خدمت کې دي.
که افغانان غواړي، چې د دوی په ژوند کې تغیر راشي؛ تر هر څه د مخه باید د یو قانوني او مشروع حکومت په لټه کې شي، چې تول افغانان د یو چتر لاندې ژوند، کار او سیاست وکړې شي.
د نفې او د قدرت د انحصار سیاست باید ختم شي.
که له یوې خوا پرازیټې ژوند وي؛ لکه هره اونۍ د ډالرو بستې افغانستان ته ځي او له بلې خوا د نفې او د قدرت د انحصار سیاست وي، پرازیټي ټیکه داران په اډه کې ولاړ دي او خامخا به یې یو څوک استخداموي تر څو خپلې موخې پرې تر لاسه کړي.
په هغه صورت کې افغانستان بیا د جنګ میدان ګرځي او د جنګونو دوام د افغانانو لپاره څه ګټه نه لري.
د دې لپاره چې له سیاسي پرایزیټي ژونده راووځو او د یوه قانونمنده ټولنې پر طرف ګامونه کېږدو، مناظره او مذاکره د حل یوازینۍ لار ده؛ چې له مخې یې یوه مشروع او قانوني نظام ته لار هوارېدلی شي.