پاکستان کې د ټولټاکنو په جامه کې بيا زړه لوبه
د پاکستان د اروانو ټولټاکنو لپاره "جنرال میدان" يو ځل بيا جوړ دی او مقتدره ادارې د ۲۰۱۸ ياد تازه کولو لپاره چمتو دي.
د اليکشن یا انتخاباتو په نوم د سلېکشن یا غوراوي دا زړه لوبه له ورايه ښکاره ده چې ريفري د چا لاس د برياليتوب لپاره اوچتوي، هغه لاس باندې په لاهور کې کوتره هم کېناسته چې مسلم ليګ ن ورته نېک پال وايي.
د نوازشريف د وزيراعظم کېدو چغو دا څرګنده کړه چې د لندن نه هسې څوک نه راځي د پاکستان جمهوريت هر دور کې دغه شان د بره راشي او پنجاب د هغه په حق کې فیصله وکړي.
دا وخت له پنجاب نه د نواز شريف د وزيراعظمۍ چغې پورته کيږي حالانکې نه انتخابات شوي دي، نه په بندو صندوقونو کې چا د سرونو شمېره کړې ده خو د جنرال پخوانۍ لوبه دا پېشګویي کوي چې نواز شريف ته نمبر ورکوي- اپوزيشن ورته د عمران خان له هغو ملګرو نه جوړوي چې ټول به خپل خپلوان وي.
دلته په پاکستان کې د جمهوريت د اس واګي همېشه د جنرالانو په لاس کې وي. د ۱۹۷۰ انتخاباتو د جناح صیب پاکستان ځوانی مرګ کړ او نيم جمهوريت ديخوا د نوي پاکستان په نوم پاتې شو او نيم مشرقي پاکستان مرحوم شو بنګله دېش جوړ شو.
دغه کیسه هر ځل شوې ده هر ځل له مضبوطې کودتا کمزوری جمهوريت زېږېدلی او له کمزوري جمهوريت نه مضبوطه مارشلا د قومي او ملکي مفادو په نوم راغلې ده او پکې پوځي واکمن د کور مالکان شوي دي.
دا ملکيت په مختلفو شکلونو کې بيا هم او اوس هم داسې قوي دی چې د سياست په پوزه کې پېزوان دی او سياست دا هر څه قبول کړي دي، ځکه چې بغیر د دې نه بله لاره چاره نه لري.
دا وخت د پاکستان سياست کې ريټايرډ یا متقاعد جنرالان او د مختلفو اعلا بالا دندو پوځي تمغه دار یا مډال لرونکي ناست دي او بيا په وزارتونو کې هم د جمهوريت پسندۍ دعوه کوي.
ډېر پخوا ويل شوي دي چې جمهوريت د سرمايه دارو جاګيردارو د تورې پېسې د سپينېدو مهذبه طريقه ده- سرونه په بيه اخلي او ځان هغه ځاې ته د پنځو کلو لپاره رسوي خو د هر چا خپل خپل نصيب وي که د پېريانو په بچو چا پښې کېښودې نو بيا جمهوريت دا لنډۍ په بوغ اواز وايي.
دا ستا په سترګو کې پېريان دي
چې په تا راشي غوټې ماته راکوينه
دا د پېريانو غوټې د سياست جمهوريت په هر دور کې راځي، بلکې مستقل پرې ناست دي چې نه یې دم شته نه تعويز.
اوس خو دا غیبانه په نورو مختلفو شکلونو کې موجود دي او په دې منطقه کې خو داسې مېشت دي لکه چې دا ټوله خاوره کشمالو وي يا د کاف غر- هيچا سره سلېماني اجازه نشته چې په پېريانو باچایي وکړي. د بشر خاوره د شیطان په اور سوځي او بشر پکې په بارودو الوځي.
د جمهوريت د اس وښکی د اوسپنې په واګو کې دی او سياستوال په پټو سترګو په دغه اس سپاره دي.
د اسونو په باچاهۍ کی دا لوبه هرچاته معلومه ده خو هر څوک په دې لوبه نه پوهيږي ډېر ناجاڼه شهسواران د دې سرتېزه اس نه پريوځي او پېريان پرې بزکشي وکړي.
د ۲۰۲۴ د سياسي بزکشۍ لپاره چې اوس کوم میدان جوړ دی، نو ټولو تماشګيرو ته دا نتيجه معلومه ده چې ګټه د چا او بايلات د چا دی.
په سياست کې بايللی جوارګر هم ځانته ګټور وایي، ځکه چې دا لوبه د تاوان نه ده. تاوان د ولس او ګټه د سرمایې د واکدارانو د جاګيردارانو د سياست د وارثانو ابن وارثانو وي. د پاکستان په جمهوريت کې دا اصطلاح هم ډېره کارولی شی چې سیاستوال د خلکو د سرونو لوبغاړی وي.
په سياست کې هيڅ حرف اخر نه وي. د جمهوريت دروازې د بهر او دننه دواړو طرفو نه زنځيرونه قلفونه لري، خو کوشش دا وي چې بهر ولاړ دروازه نه بندوي، ځکه چې څه وخت هم بهر ولاړ ته دننوتلو ضرورت پېښېدی شی او دننه چې کوم تورابان ناست وي څه وخت هم هغه بهر ولاړو ته دننه راتلو بلنه ورکولی شي.
د پاکستان د جمهوريت دا لوبې د سرمایې دي، ځکه خو یې لوبغاړي ډېر زيات شتمن دي او تماشګير خلک یې د حده زيات د غربت د کرښې نه لاندې تاترين کې پراته وي او په دې هيله چغې وهي چې دا ځل به کرښې ته بره کيږو خو د سرمايه دارو اصول دا دي چې هغوی خپل رعايا د قدم لاندې ساتي او دا سلسله تر ډېر بره هم رسېدلې ده چې د سر دپاسه هم سر شته ځکه خو د ووټ د مېنډيټ یا رایې لرلرلو د دعوې باوجود څوک دا نشي ويلې چې زما کرسۍ مضبوطه ده او دغه کرسۍ مضبوطه ده خو ناست جمهوريت پسند پرې کمزوری ناست وي.
نن سبا د دغه بې اختياره کرسۍ لپاره پاکستان کې ډلې وایي، دا ځل زمونږ نمبر دی. مونږ سره خبره شوې ده.
په صوبایي سطحو هم هره ډله دا خوشبيني نه پټوي. هغوی د صوبې د حکومت لپاره وایي زمونږ خبره شوې ده.
سياسي شعور لرونکي تماشګير دا سوال راپورته کوي چې که تاسو د ووټ عزت غواړئ نو دا عزت خو د ولس نه وغواړئ او دا فیصله خو خپلو ووټرانو یا رایه ور کوونکو سره وکړئ او که نه خامخا ستاسو خبره شوې ده نو بيا په اربونو روپۍ په ټولټاکنو خرچ کېدو ته څه ضرورت دی.
د ۲۰۱۸ اليکشن که سلېکشن وو نو دا نوې لوبه خو هم څه بدله نه ده صرف جنرال بدل دی - عدليه بدله ده- دربار او حکم خو هم هاغه دی.
چې هر څوک وایي، زمونږ خبره شوې ده او مونږ خپله فیصله الله ته پريښې ده، خو چې د ماضي "مشرق" او "مغرب " ته لاړ شو نو د بنګله ديش او پاکستان سياست او جمهوريت کې دومره فرق دی څومره یې چې معيشت کې فرق دی.
دلته بېنظير بوټو او اوس نواز شريف خپله فیصله الله ته پرېيښې ده. د اقتدار لپاره تبليغي سياست کوي.
هلته بنګله ديش کې شيخ حسينه واجد د خپل پلار شيخ مجيب فیصله د ايېن قانون مطابق وکړه ځکه چې د جمهوريتپه خوله کې د اوسپنې واګې نشته او د پاکستان جمهوريت په پردو بوټانو کې پښې ورکوي او د جناح د قامي لباس په ځاې په وردۍ کې له ښي نه چپ جوړوي او عوام به هم يوځل بيا د نوي جمهوريت لپاره په زوړ قطار کی پريډ ته ودريږي او د ووټ یا رایې بې عزتي به کوي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.