ځایي پولیس: د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په ګډو عملیاتو کې ۴ وسلهوال ووژل شول
ځایي پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې په ګډو عملیاتو کې څلور وسلهوال یې وژلي او د وسلو یوه زېرمه یې هم ترلاسه کړې ده.
د ټانک ولسوالۍ د پوليسو د خپاره شوي بيان له مخې، دغه عمليات د وزيرکلي، غنډویي کلي، بلټن اباد، چيسان کېچ، مزلي کلي، دبرا او نورو سيمو څخه د وسلهوالو د تګ راتګ په اړه د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو وروسته پيل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په وژل شویو کې یو وسلهوال د شعیب کنډي په نوم وژل شوی؛ خو د نورو وسلهوالو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو وسلهوالو د امنیتي ځواکونو ضد په بېلابېلو فعالیتونو کې لاس درلود.