اسراییل د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو په شرط د بشردوستانه اوربند منلو ته تیاری ښودلی
د اسراییل د لومړي وزیر یوه جګپوړي سلاکار ویلي دي، چې د جګړې بندول ممکن بشري وي؛ خو په دې کې باید د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه اقدام وشي.
مارک رګو وویل، چې اسراییل د غزې د اوسېدونکو لپاره خوراکي توکو، درملو، اوبو او نورو اړینو توکو ته د نامحدود لاسرسي موافقه کړې؛ خو د تیلو مساله "ډېره حساسه" ده.
هغه له بي بي سي سره په مرکه کې وویل: "زموږ له نظره د جګړې د بندولو په هر ډول هوکړه کې د یرغمل شویو خوشې کول هم شامل دي."
د بي بي سي د یوه راپور له مخې؛ د بنیامین نتنیاهو جګپوړي سلاکار د حماس هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۶۰یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.
نوموړي وویل: "زه نشم کولی دا تایید کړم، زه باور لرم چې دا د حماس د روان پروپاګند یوه برخه ده. دوی غواړي چې موږ پر دوی بریدونه بند کړو او له همدې امله دوی موږ ته وايي، چې موږ خپل خلک وژنو. دا په ښکاره ډول رښتیا نه ده."
اسراييلي چارواكي وايي؛ اسراييل د غزې د تړانګې د اوسېدونکو لپاره د خوړو، درملو او اوبو په نامحدوده توګه لاسرسى منلى دى.
هغه د سون موادو په اړه وویل:"تېل خورا حساس دي؛ ځکه چې تېل کولی شي د روغتون جنراتورونو ته برېښنا ورکړي، دا یو ښه شی دی؛ مګر سون توکي کولی شي د حماس نظامي ماشین هم ځواکمن کړي، په ځانګړي توګه په اسراییل باندې د راکټونو د ویشتلو وړتیا زیاتولی شي”.
د اسراییل د لومړي وزیر ستر سلاکار دغه موضوع د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن او بنیامین نتنیاهو ترمنځ د جګړې د بشري پایښت په اړه له خبرو وروسته راپورته کړه.