افغان فنکاران او د پېښور ستره محکمه
له پاکستان د بې قانونه افغانانو د ايستو سکنجه کې افغان فنکاران هم په يو دوه کې حیران دي. دېخوا د پخوانو "انصارو" اسلامي جزبات اوس هاغه نه دي چې افغانانو ته یې مهاجر ورور ویلو او دا به یې شعار و:«ټول مسلمانان وروڼه وروڼه دي.» اوس دغه اسلامي کلمات بدل شوي دي.
اخوا په افغانستان کې فن او فنکار ته د شیطان غږ ويلی شي. د موسيقۍ الات ماتولی شي سندره پټه پټه داسې ژاړي لکه د بې وسه پېغلې په هکله چې پښتانه وايي !!
د پښتنو جونو نصيب دی
لوګی بانه کړي اوښکې ښکته تويوينه
په دغه بې وسه حالت کې افغان فنکارانو خپل فرياد پېښور های کورټ یا سترې محکمې ته يووړ، چې مونږ ته د خپل اسلامي هېواد په قانون کې پناه راکړئ- لکه چې څنګه دوه زره افغانان برتانيا قبول کړل او د اسلامي هېواد پاکستان نه تر وتو وړاندې هغوی د انساني حقونو په دعوه برتانيا ته لاړل هلته به نه افغانان مهاجر وي، نه برتانيا انصار- فقط انساني رشته به وي.
کاناډا او امريکا هم د هغو افغانانو فهرستونه تيار کړي، چې په تېرو دورونو کې ورسره یې وظيفه لرله.
دا خو هغه افغانان دي چې طبقه یې جګه ده، خو کوم افغانان چې د پردو کورونو کرايه دار دي او دلته مزدوران دي، هغوی خو په بنده کوڅه کې ولاړ دي يو خوا ډانګ بل خوا پړانګ دی.
دلته چې په پېښور های کورټ کې د افغانانو کوم فرياد د قانون په فايل کې د جج مېز ته ور سېد نو د فیصلې نه وړاندې افغانان د پاکستان د هغه حکم په سکنجه کې ښکېل شول چې اسلام اباد ورته د نومبر اوله نېټه ورکړې وه. د دې نه پس افغان مهاجر غیر قانوني دي او اسلام اباد انصار نه دی.
که د قانون په کتاب کې وګورو، نو په پېښور کې داسې بې درکه نامعلوم خلک په سرکاري ځايونو کې په خیمو کې پراته دي، چې نه ورسره د پاکستان شناختي کارډ شته، نه یې په نادرا کې څه قام قبيله مذهب پته لګي، نه مردم شمارۍ کې حساب دي، خو په پېښور کې ورته پوځي چارواکي دا نه وایي، چې ته څوک یې- حالانکې دغه خلک اسم نامعلوم هم دي، مشکوک هم دي او په وارداتو کې ککړ هم دی.
پر کلتور ګوزار
مونږ چې په داسې حالاتو کې د پښتون افغان وطن کلتور فن او فنکار ته ګورو او د څلورو لسيزو په دغه بحراني کيفيت کې لر او بر فن او فنکار ته وګورو نو د پښتو سندرې خوږې غړۍ پکې لکه د مېمونۍ حلالې شوې دي. اوس هم سندره حلاليږي د رباب تارونه شلېدلي دي منګي مات دي او سندرې نه سانده جوړه شوې ده.
په کابل کې داسې ډېرې سندرې ساندې شوې او مرۍ حلالې شوې دي کوم فن ته چې د ټولې نړۍ په ژبه کې کلتور ويل کيږی او کلتور ته د قام غږ وایي، نو په پښتون افغان وطن کې کلتور لکه منصور په دار دی، لکه د سقراط سزا چې د راهبانو په حکم زهر څښي.
د پردي ښکېلاک په يرغل کې وړومبنی ګزار د پښتون افغان په ژبه، په کلتور کيږي ځکه چې دا دواړه د قامي پېژندګلو نښې دي، چې د يو قام ژبه او کلتور ووهئ نو لکه چې بوت ترې جوړ کړی په باميان کې خو بوت هم سزا شوی دی.
بوت پرستو ملکونو په بودا احتجاج وکړ، خو نه د افغانانو په اجتماعي مړو او نه په ژوندو انسانانو انساني او اسلامي مذهبي غږ راپورته شو، فقط دا یې وویل او دا وایي، «دا د افغانستان خپله داخلي معامله ده.»
کاش که افغانان چا په خپله لويه جرګه او خپل کلتوري تاريخي رواياتو کې خپل اختيار ته پرېيښی وی، نو نن به دلته د مهاجر او انصار کليمه نه پکارېده- خو وخت او حالاتو په دې منطقه کې د ژوندیو له عزابهواخله تر "د مړو ګډا" پورې خونړۍ لوبه وکړه چې نن هم دا زړې لوبې نوې کيږي او د پښتون افغان خاوره بنګ ټوکوي او يا جنګ--!!
په دغه بنګي او جنګي حالاتو کې افغان فنکارانو خپل فن، کلتور او ژبه هر څه ځان سره په پردووطنونوداسې وګرځول لکه غريب جنګ ځپلی پلار چې ګوډۍ شين خالۍ لور په غېږ کې ګرځوي. دا هاغه فنکاران دي چې په پېښور او اسلام اباد کې یې هم د وطن دا غږ کړی دی چې !!
اې زما وطنه د لالونو خزانې زما
خو بدبختانه نن هغه فنکاران طالب ته مطلوب دي چې ژبه ترې پرې کړي، دا حشر مونږ پخوا هم ليدلی اورېدلی دی، دا د سزا رسم دلته په سوات کې هم شوی دی.
دا د سندرې قتل مونږ په پېښور کې هم ليدلی دی چې د شهيدې سندرې نوم هم نه ورکوي لکه چې فن د ګناه په نوم په خاورو کې پټ کړې او د ماښام د دعا لپه یې هم نه وي.
اوس هم نن هم دغه سلسله روانه ده، فنکار ژوند غواړي، فن له پناه غواړي، دلته چې اوس د پېښور های کورټ په مېز د يو سل يو څلويښتو فنکارانو فرياد د انصاف لپاره پروت دی نو دغه منصف ته که ځان زوړ انصار او افغانان زاړه مسلمانان مهاجر نه ښکاري نو د نړۍ د هيومن رايټس د قانون په رڼا کې دې فیصله وکړي چې د انسان ژوند څومره قيمتي دی او فنکار څه مقام لري. که د های کورټ منصف د افغان فنکارانو په سترګو کې دفن التجا ته وکتل او د يو سکالر دا وینا ېې په ياداشت کې راغله چې !!
که تاسو يو قام پېژندل غواړئ نو د هغوی سندرې واورئ د هغوی کلتور وګورئ.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.