د افغان کډوالو جبري ویستل؛ ګټې، زیانونه او د افغانانو مسوولیتونه
پاکستان د ټولو نړۍوالو بشري حقونو، د کډوالۍ د دوه یا درې اړخیزو قراردادونو پر خلاف چې د پاکستان، افغانستان او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ له خوا مشترک لاسلیک شوي عمل کوي. دا په وروستي بشري تاریخ کې له غزې کم وحشت نه دی.
دوی افغانان په جبر، زور او بې عزتۍ سره له پاکستانه راوباسي، سرمایه، کارونه او سوداګري یې لوټي مګر نړۍ چپ ده، په داسې حالاتو کې افغانانو ته څه پکار دي؟
د بحرانونو د مدیریت بیلابیلې لارې شته او مسوول نظامونه، ادارې او ملت دا لارې چارې په درست وخت استعمالوي، وړاندې له وړاندې ورته پلان نیسي او راتلونکي خطرات سنجوي.
که څه هم د افغانستان موجوده غیر قانومنده او نامشروع واکمنه ډله د ولس پر وړاندې ځان مسوول نه ګڼې، حتا کله نا کله یې لوړ رتبه مامورین وايي، چې د رزق وعده الله کړې او ملت باید الله ج ته په بغارو شي.
داسې ډېر شواهد شته چې له پاکستانه د افغانانو په زوره ویستل د طالبانو سره په همغږئ تر سره شوي او دا پروسه لا هم روانه ده؛ خو بیا هم دا د طالبانو د حاکمې ډلې مسوولیت دی، چې د داسې بحران لپاره ولسي مدیریت ته زمینه مساعده کړي.
افغان ملت اوس له یوه ملي بحران سره مخ دی او په داسې حالاتو کې دغې ډلې ته بویه چې د ټولو ولایاتو مسوولینو ته خبر ورکړي، چې د کډوالو لاسنیوی وکړي او کډوال هېوادوال لومړیتوب وبولي.
په داسې شرایطو کې د ولسي مدیریت لپاره ولس په تحرک راوستل مهم دي او په ګډه باید حاکمه ډله له ولس سره کار وکړي.
لنډمهاله ګام:
په لنډمهال کې دا په افغانانو لازمي ده، چې خپلو هېوادوالو خوېندو او ورونو ته چې هر ولایت او ولسوالۍ ته ځي، په ورین تندې سره هر کلی ووایي او د خپلې وسې برابر له مرستې درېغ ونه کړي.
په افغانستان کې څلوېښت میلیونه افغانان اوسیږي او که هره کورنې او یا کلی یوې کورنۍ ته ځای ورکړي، دا به کومه لویه ستونزه نه وي؛ خو د روان بحرن په مدیریت کې موثر واقع کېدی شي، مګر د دې چارې بسیج او مدیریت یو منظم حرکت او پلان ته اړتیا لري.
که لنډ مهال او بېړنۍ مرسته وشي، کډوال به په خپل هېواد کې په عزت سره د خپلو افغانانو په منځ کې نوی ژوند پيل کړي.
منځمهاله ګام:
په منځمهال کې دا مهمه ده، چې د کډوالو د سرپناه ستونزه حل شي، د افغانستان د هرې ولسوالۍ دښتې، شاړې ځمکې او دولتي املاک باید معلوم شي، وارزول شي او هلته د ځمکو د وېش، ښارګوټو د جوړولو او کډوالو ته سرپناه د ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته شي.
دا ځکه مهمه ده، چې راستنې شوې کورنۍ سرپناه ته اړتیا لري او ډېری د دې کډوالو څخه یې مجبوره دي، چې په خپلو امکاناتو د ځان لپاره کورونه جوړ کړي، د دې لپاره چې په پراګنده ډول اقدام وشي، ښه ده چې جمعي حرکت وشي.
دا چاره د نوې ابادۍ لپاره یو حیاتي ګام دی، چې باید یو چوکاټ کې ترسره شي، له یوې خوا به زراعتي ځمکې خرابې نه شي او هم به د دوی لګښت بې ځایه لاړ نه شي.
د دغه سرپناه د جوړولو لپاره حاکمه ډله باید د نړۍوالو موسسو سره په همغږۍ مرستې جلب او جذب کړي.
اوږدمهاله ګام:
په اوږدمهال کې که څه هم حاکمه ډله د تعلیم مخالفه او د تعلیمي ادارو په وړاندې یې ډېر خنډونه پېدا کړي دي؛ خو بیا هم دا د حاکمې ډلې مکلفیت دی، چې د نړۍوالې ټولنې سره په همغږۍ او هم د داخلي منابعو له لارې باید دغه شهرکونو ته د اوبو، صحت، تعلیم او د کار پېدا کولو په برخه کې مرسته وکړي.
که څه هم حاکمه ډله له کورني او بهرني مشروعیت له بحران سره مخ ده، داخلي کړکېچونه او د ملت پر وړاندې د نه مسوولیت حس شاید د ځینو کارونو پر وړاندې خنډونه وزېږوي؛ مګر پر دوی باید فشار راوړل شي.
له هېواده بهر افغانان:
په اوس وخت کې د افغانستان ډیاسپورا له بل هر وخت څخه په غربي نړۍ کې غښتلې شوې او خپلې ریښې یې غځولي دي.
د دندو او امکاناتو له اړخه هم یاد قشر غښتلی بریښي، دوی ته بویه چې د مرستو راټولولو او افغانستان ته د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو د پام را اړولو په برخه کې غښتلي کمپاینونه وکړي.
دا چارې که څه هم موقتي دي؛ خو د اړتیا پر وخت مثمره تمامېدی شي.
د کډوالو شړل او پایلې یې:
له پاکستان او ایران څخه د افغانانو په زوره او په جبر ویستل د موقتي تاوان او بحران تر څنګ ګټې هم لري. تېرو څه د پاسه څلوېښتو کلونو ته په کتو، ګاونډي هېوادونو له افغان کډوالو د فشار د یوې الې په توګه کار اخیستی، که افغانان د ګاونډيو هېوادونو له محبوریت څخه خلاص شي؛ نو په افغانستان کې ثبات د حتمي کېدو پر طرف ځي.
پاکستان او ایران له یوې خوا د افغان کډوالو پر سر په میلیاردونه ډالره تر لاسه کړي او بله خوا یې له همدغو کډوالو څخه د جنګې وسیلې په توګه کار اخیسته او په افغانستان کې یې د جګړې میدان پرې ګرم ساتلی و.
دا باید ومنو، چې د افغانستان د حکومتونو پر وړاندې د پاکستان او ایران پوځونه په مستقیمه توګه نه جنګېدل؛بلکې همدا افغانان یې د مدرسو او کمپونو له لارې استخدامول، تربیه کول او تجهیزول یې چې په تېرو نېږدې پنځو لسیزو کې یې د مسوولو حکومتونو پر وړاندې جنګولي دي.
دا هم باید هېر نه کړو، چې افغانان د تېرو حکومتونو د خرابو پالیسیو له امله دې هېوادونو ته د جبر او زور له لارې کډوال شول او دا سلسله اوس هم روانه ده.
دا مهال نېږدې اوه سوه زره افغان کډوال چې د طالبانو د بیا واکمنېدو را وروسته پاکستان ته کډه شوي، د پاکستان له خوا په زور راشړل کیږي.
پاکستان د هغه افغانانو شمېره چې اسناد نه لري تر ۱،۷ میلونه ښیي. پدیتوګه که د افغانانو لپاره د تګ دا مرحله ستونزمنه ده؛ خو د پاکستان لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه هم ده.
ګڼ کوچنۍ او لویې سوداګرۍ به له منځه لاړې شي، د پاکستان په روان بد اقتصادي وضعیت به لا بدې اغېزې ولري او اوسنۍ سیاسي، اقتصادي او امنيتي ستونزې به څو چنده کړي.
په لویه کې د افغان کډوالو بېرته ستنول که په لنډ مهال کې د افغانانو او افغانستان پر زیان دی، په اوږد مهال کې یې پاکستان تر ټولو زیات زیان ګالي.
اړتیا ده، چې د افغانانو پر وړاندې روان جبر او وحشت مستند شي او د یوه مشروع نظام په رامنځته کېدا سره باید د نړۍوالو اصولو او قواعدو سره له پاکستانه د شوي جبر پوښتنه وشي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.