پاکستان افغانان له خوږې ګوتې نیولي
تاریخي مثالونه ښيي، چې ملتونه له جمعي ستونزو سره مخ کیږي، کټ مټ افغانان هم نن له جمعي ستونزې سره مخ دي. پاکستان افغانستان له خوږې ګوتې نیولی، په افغانستان کې د قانوني واک خلا، د ولسي او نړۍوال مشروعیت نه موجودیت او نړۍواله بې اعتباري هغه څه دي، چې پاکستان ترې استفاده کوي.
دا چې د افغانستان په داخل کې موجوده حاکمه ډله د حقوقي او ولسي مشروعیت تر څنګ نړۍوال مشروعیت هم نه لري، له دغې تشې څخه په استفادې سره د افغانستان ګاونډیان کوښښ کوي، چې د افغانستان ملي سرمایه، لکه؛ معدنونه، ځنګلونه، تاریخي اثار، دولتي منقول اموال او نظامي تجهیزات لوټ او تالا کړي.
همدا شان دوی کوښښ کوي، چې په افغانستان کې داسې ګروپونه او ډلې تقویه کړي چې په راتلونکي کې هم د دوی ګټې خوندي وساتي.
له دې سربېره د افغانستان ګاونډیانو ایران او پاکستان؛ دواړو له افغانانو سره داسې بد چلند پيل کړی، چې په تېرو پنځو لسیزو کې یې ساری نه درلود.
د افغان ماشومانو، ښځو، ځوانانو او سپین ږیرو په توهینولو، بې عزته کولو او په زاندانونو کې له اچولو سره - سره یې د دوی د مالونو او سرمایې په لوټولو هم پيل کړی دی.
کومې ویډګانې او اسناد چې نن سبا په رسنیو کې په خاصه توګه د پاکستان د حاکمې ډلې د چلند له امله ښکته پورته کیږي او د افغانانو د ځورونې راپورونه خپریږي؛ په ښکاره ډول پاکستان د ټولو نړۍوالو بشري او انساني حقونو په خلاف له افغانانو سره ناوړه چلند کوي.
د نړۍ ټول بشري او د کډوالۍ سازمانونه په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان ناوړه چلند غندي او له پاکستانه غواړي، چې د ټولو نړۍوالو کنواسیونونو په نظر کې نیولو سره دا ډول ناوړه چلند ودروي؛ مګر پاکستان د یوه ښه ګاونډي د شعار په وړاندې کولو سره په ډېر خشن انداز افغانان زنداني کوي، سرمایه یې لوټوي، شکنجه کوي یې او بېرته یې په جبري ډول افغانستان ته لېږي.
د افغانستان دننه بیا طالبانو د دوی د دې ناوړه کړنو پر وړاندې چوپتیا اختیار کړې ده او په ډېرو مواردو کې د دواړو هېوادونو سره د افغانانو په ځورولو کې همغږي ښکاري.
ښکاره بېلګه یې په پېښور کې د طالبانو قونسل دی، هغه په پېښور کې د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې په ښکاره ډول وویل، چې دوی له پاکستان سره مینه لري او دوی هیڅکله د افغانانو پر وړاندې د پاکستان کړنې نه غندي.
هغه له دې واندې له یوه تلویزون سره په مرکه کې هم ویلي وو، چې د کډوالو پر وړاندې د پاکستان د چلند په اړه کوم اعتراض نه لري.
په اوس وخت کې افغانان ځکه له خپلو حقونو څخه دفاع نه شي کولی، چې له یوې خوا په داخل د افغانستان کې غیر قانوني جنګې ډله حاکمه ده او په بېرون کې کوم ټاکلی او منظم حرکت نه تر سترګو کیږي.
له هېواده بهر خو پرېږده، په داخل د هېواد کې هم طالبان افغانان ځوري او غواړي، چې په افغانانو په زوره حکومت وکړي.
له بله پلوه په بهر کې هم افغانان منظم او منسجم نه دي، چې د خپلو افغانانو نه په ښه توګه په نړۍوال ستیج دفاع وکړي.
د دې تر څنګ طبعي خبره ده، چې د یو غیر مشروع او قانونمند حکومت په نه شتون کې افغانستان او افغانان په نړۍوالو سټیجونو کې هغه ځای او منزلت نه لري، چې د خپلو حقوقو نه په ښه توګه دفاع وکړی شي.
په دې خاطر دا لازمه ده، چې افغانان په بهر کې سره لاس یو کړي او په ایران او پاکستان کې د افغانانو د مظلومیت اواز د جمعي او ټولنیزو رسنیو له لارې اوچت او په خاصه توګه د پاکستان وروستۍ پرېکړې، ظلم، زیاتی او د افغانانو د اموالو او سرمایې لوټول وغندي.
خاموشي او بې تفاوته پاتې کېدل د مړو انسانانو نښه ده او که موږ د دغه ستر ناورین پر وړاندې غلي پاتې کېږو دا به د یوه مړ ملت نښه وي.
همداشان په پاکستان کې هم ولسي سازمانونه، احزاب او ملي تاثیر ګذاره شخصیتونه باید د پاکستان د حکومت د دغه پرېکړې په وړلاندې چوپ پاتې نه شي، ویې غندي او حتا د امکان په صورت کې د پاکستان د حکومت پر وړاندې ودرېږي؛ ځکه داسې کړنې د دوو هېوادونو د خلکو ترمنځ روابط خرابوي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ روابط په تېرو څو لسیزو کې ښه نه وو؛ خو د ولسونو تر منځ تر ډېره حده روابط ښه وو.
په لسګونو زره پاکستانیانو په افغانستان کې کار کاوه او همداشان افغانانو هم په پاکستان کې خپل عادي ژوند او کارو بار ته دوام ورکاوه. په ولسي کچه څه ستونزه نه وه.
دویم تړاو یو تاریخي او نسبي تړاو دی، چې د پولې دواړو غاړو ته پښتانه او بلوڅ ژوند کوي او په اوس وخت کې د کوزنیو پښتنو او بلوڅانو د نسب د شریک په حیث دا فرض جوړیږي، چې له خپلو افغانانو څخه دفاع وکړي.
په ملتونو سختې ورځې راځي، دا جمعي سختي او مشکلات په جمعي فکر او اتحاد جوړیږي، پرته له شکه تاریخ هر څه څاري او ثبتوي یې او دې کې شک هم نه شته چې افغانان اوس په داخل او بهر کې د زیاتو ستونزو سره مخامخ دي او د خپلو حقوقو څخه په سمه توګه دفاع نه شي کولای؛ خو افغانان به خامخا یو ځل بیا به د دې جوګه شي، چې له خپلو حقوفو څخه دفاع وکړي او د دغه مظالمو پوښتنه به خامخا تر سره کیږي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.