پر ډیورنډ کرښه تګ راتګ او د چمن پرلت
د اکتوبر میاشتې له ۲۱ نه په چمن کې ځايي خلکو یو غټ پرلت پیل کړی دی، چې پکې په زرګونو خلک ګډون لري.
د اکتوبر په ۲۶ د دغه پرلت په فیصله لسګونه زره پښتانه په چمن کې راټول شول او د پرلت د غوښتنو په تایید یې د چمن د معلوم تاریخ تر ټوله ستره احتجاجی مظاهره هم وکړه چې د دغې سیمې په تاریخ کې ساری نه لري.
دغه پرلت او احتجاج دوه عمده غوښتنې لري: وړومبۍ غوښتنه یې د ډیورنډ کرښې د پاسه پرتو قبیلو پر غړو د پاکستان د حکومت له خواد تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو د نوې پابندۍ د ختمولو ده.
د پرلت دویم هدف د پاکستان د حکومت له خوا د اکتوبر د میاشتې په ختمیدو د افغان مهاجرینو په زور ایستلو د تصمیم مخالفت دی.
د مهاجرو په زور ایستل کیدو د فیصلې په مخالفت کې وینا ګانې، مصاحبې او لیکنې کیږي نو ولسونه د مهاجرو په مسله پوهیدلي دي، خو د ډیورنډ کرښې د پاسه د پرتو قبیلو د خلکو په تګ راتګ د پاکستان له خوا د ویزې او پاسپورټ د قیوداتو په مسله ډیر بحث نه دی شوی او دا مسله لږ څه تاریخي پس منظر او حقوقي اړخونه هم لري نو ولسونه د دغې مسلې په باب ډیره خبرتیا نه لري ، ځکه مونږ غواړو دلته په دې مسله لږ رڼا واچوو.
د ډیورنډ کرښې د پاسه پرتو قبیلو د غړو په تګ راتګ باندې د نویو بندیزونو د لګولو په باره کې د پاکستان دریځ یو اساسي تضاد لري، له یوې خوا هغه د دغې کرغیړنې استعماري معاهدې په قانونیت ټینګار کوي او له بلې خوا د ۱۹۲۱ د کابل د معاهدې هغه ماده تر پښو لاندې کوي په کومه کې چې په کرښه د پاسه پرتو خلکو ته د کرښې دواړو خواو ته د خپلې قبیلې په جغرافیايي حدودو کې بغیر د پاسپورټ او ویزې نه د تګ راتګ د لارې حق «The Easement Right» منل شوی دی.
د افغانستان دولت او د سیمې ولس چې د ډیورنډ استعماري معاهده رد کړه نو هغوی ته خو دغه تګ او راتګ یو طبیعي او دایمي حق دی، خو پاکستان هم په کال۱۹۴۷ کې د خپل تاسیس نه وروستو تر اوسه په ۷۶ کلونو کې دغه حق منلی وو خو اوس پاکستان د یوه سرپرست حکومت په دوره کې، چې د هغه صلاحیت یوازې په خپل هیواد کې د انتخاباتو دایرولو پورې محدود دی، څنګه او په کومو دلایلو دغه حق رد کړو ؟
د پاکستان حکومت د دغه تصمیم سره ځینې مهم او اساسي سوالونه را پورته کیږي چې دلته یې تذکر ته اړتیا شته.
وړومبۍ پو ښتنه دا ده چې ایا پاکستان هم د ډیورنډ استعماري معاهده او د هغې په تعقیب شوې معاهدې نه مني ؟ ایا پاکستان د ډیورنډ کرښې په باره کې خپل عنعنوي دریځ پریښود ؟ که د دې ځواب هو وي نو بیا پاکستان په کومه خوله د افغانستان نه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندلو غوښتنه کوي؟
دویمه پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان د کرښې د پاسه پرتو قومونو باندې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او د ویزې پابندي لګولو نه وړاندې د دغو میلیونو پښتنو یا د هغوی د نمایندګانو نه پوښتنه یا د هغوی سره مشوره کړی ده ؟ ځکه چې دا خلک د دغې معاهدې اصل فریق دي.
د دغو کروړونو خلکو کورونه، کلي، پټي ،جایدادونه ، حجرې، جوماتونه، مقبرې، تړې، تیګې او څلي د کرښې دواړو خواوو ته پراته دي، دوی کې ډیر داسې خلک شته چې د دوی کور د کرښې یوې خوا ته دی او د دوی نیم کلی، پټی، جومات یا قبرستان بلې خوا ته دی، نو په دغو خلکو باندې د نویو قیوداتو وضع کولو نه وړاندې چا د هغوی په ژوند د دغې قیوداتو د اغیز اندازه لګولې ده ؟
بلکې که وګورو نو دا مسله د دې خلکو د انفرادي ملکیت، ژوتد او ژواک پورې محدوده نه ده، د دې مسلې یو بل ډیر مهم اړخ د دوی مجموعي اقتصادي ژوند هم دی.
په تیرو شپږو اوو لسیزو کې په شمال شرق کې د چترال نه تر جنوب غرب کې د بلوچستان د بلوڅو سیمو پورې د کروړونو خلکو اقتصاد د کرښې د پاسه کیدونکي تجارت باندې اتکاء پیدا کړې ده.
دغه نوي قیودات د سترګو په رپ کې د دغو ملیونونو خلکو د اقتصادي ژوند مرۍ خپه کوي. د هغوی اقتصادي قتل عام کوي، په دې وجه چې د چمن خلک بیداره او باشعوره دي او د پاکستان د حکومت د بندیزونو په ضد یې په لویه کچه احتجاج او پرلت پیل کړی دی، خو دا مسله تر چمن پورې محدوده نه ده، بلکې د ۲۶۰۰ کلومتره اوږدې کرښې د ټولو اوسیدونکو ده او په وزیرستان او په نورو ځایونو کې هم د پاکستان د حکومت د دغه تصمیم په ضد احتجاجونه شوي دي.
په داسې عصر کې چې د نړۍ نور هیوادونه د تجارت او اقتصادي ورکړې راکړې د پراخولو او زیاتولو لپاره زمینه مساعدوي، په دې لارو کې موجود قیودات له منځه وړي، پاکستاني جنرالان په دغې ماجرا جویۍ او قیوداتو سره د موجوده اقتصادي مناسباتو مرۍ خپه کوي او د افغانستان او پاکستان دواړو هیوادونو خلکو اقتصاد ته زیان رسوي، ځکه خو د پاکستان اقتصاد د ورشکست سره مخ دی.
پاکستاني جنرالان دغه ګام داسې وخت پورته کوي چې په پاکستان کې د دوی یو لاس پوڅی موقت حکومت ناست دی چې د دوی امر ته‘ نه ‘ نه شي ویلی او بلې غاړې ته په افغانستان کې همد کوم مشروع دولتي نظام د نشتوالي نه یوه تشه زیږیدلې ده چېپاکستاني جنرالان ترې استفاده کوي.
پاتې شو د تالبانو امارت، هغه خو هسې هم د خپلو پاکستاني مربیونو د فیصلو د ننګولو جرات نه لری، نو په دې مسله یې هم خاموشي خپله کړې ده.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.