په کورمه کې د مذهبي نښتو له امله ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۱ ټپیان دي

د پاکستان رسنۍ وايي، له تېرو شپږو ورځو راهسې د پښتونخوا په کورمه کې د ځايي اوسیدونکو ترمنځه په فرقه يي نښتو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۱ ټپیان دي. د کورمې د پاړاچنار، صده، بوشره،علیزی، پېواړ، تري منګل او بالشخېلو سیمې د سني او شیعه مذهبو اوسیدونکو ترمنځ دا جګړه پیل شوې ده.

د پاکستان جیو ټلویزیون نن یکشنبه د خپلو سرچینو په حواله وايي، په روانه جګړه کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان دي.

د جیو ټلویزیون د راپور پر بنسټ په دغه جګړه کې دواړه غاړې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.

د جګړو له امله کورمې ته غځیدلې لارې تړل شوې او ټلفوني او انټرنیټي شبکې بندې دي.

د جګړو له ویرې سوداګریز مرکزونه ، دوکانونه او ټول تعلمي مرکزونه تړل شوي دي.

د کورمې د کمیشنر مرستیال رسنیو ته ویلي هڅې روانې دي ترڅو په لومړي ګام کې ډز بندي ته ورسیږي او په دوهم ګام کې په مورچلو کې پاکستاني پوځیان ځای پر ځای شي.

په دغه سیمه کې کله ناکله پر سني او کله هم پر شعیه مذهبو خونړي بریدونه کیږي.

د سني او شعیه مذهبو ترمنځه زیاتره جګړې د ځمکو پر سر او مذهبي مراسمو کې پر یو بل د نیوکو له امله هم رامنځته کیږي، چې دواړه غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.