پرلتوال: له اصف غفور سره مو د سپین بولدک ـ چمن د دروازې په اړه خبرې بې پایلې شوې
په سویلې پښتونخوا چمن کې په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ په غبرګون کې پرلت نن نهمه ورځ هم روان دی. پرلت کوونکي وايي، دوه ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت له پاره د پوځ له قوماندان اصف غفور سره یې خبرې بې پایلې شوې دي.
له تېرو نهو ورځو راهیسې د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د چمن د ځایي اوسېدونکو، سوداګرو، ځایي سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو له لوري، په پاسپورټ او وېزې د تګ راتګ په غبرګون پرلت وهلی.
پرلت کوونکي وايي، دوه ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت له پاره د پوځ قوماندان اصف غفور له پرلت کوونکو سره د خبرو اترو له پاره چمن ته ورغلی و، خو له ساعتونو خبرو وروسته د پرلت وهوونکو غوښتنې د پاکستان د دغه پوځي چارواکي له لوري و نه منل شوې.
د بشري حقونو او مدني فعال حمیدالله چې د څو نورو کسانو سره یو ځای د پرلت وهوونکو په استازیتوب د بلوچستان ایالت د پوځ له مشر اصف غفور سره کتلي وايي: «موږ د چمن په پوځي کلا کې د اصف غفور سره وکتل نوموړی په دې موخه راغلی و چې زموږ غوښتنې واوري، خو اصف غفور وویل چې د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه تګ راتګ به د پاسپورټ او ویزې سره حمتي وي. خو موږ ورسره و نه منله او زموږ پرلت به تر هغه دوام لري تر هغه چې زموږ دا غوښتنې نه وي منل شوي.»
په تېرو اتو ورځو کې پرلت وهوونکو په چمن ښار کې دوه ځله لوی لوی لاریونه هم تر سره کړي دي.
په دغو لاریونونو کې د چمن ښار لسګونه زرو اوسېدونکو ګډون کړی و. دغو کسانو د پاکستان له لوري پر سپین بولدک ـ چمن دروازه باندې د پاسپورټ او وېزې سره تګ راتګ حتمي کېدو په غبرګون کې د پاکستان حکومت د دغې پرېکړې په ضد شعارونه ورکول.
حافظ محمد یوسف چې د چمن ښار یو دیني عالم دی پرلت کوونکو ته د خپلې وینا پر مهال وویل: «موږ پر حکومت غږ کوو چې د عامو خلکو دغه راټولېدنه وویني، موږ په دې موخه راټول شوي یو چې په هیڅ صورت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه وېزه او پاسپورټ نه منو. تاسو (د پاکستان حکومت) دا واورئ چې دا یواځې د سوېلي پښتونخوا نه بلکې د خیبر پښتونخوا مسله هم ده هلته هم باید د دواړو لوریو قبایل په ازادانه ډول له پاسپورټ او وېزې پرته تګ راتګ وکړي.»
پرلت کوونکي وايي، که یې ژر تر ژره يې غوښتنې ونه منل شي په چمن او کوټه ښارونو کې به په لویو لاریونونو لاس پوري کړي.