په یوه تازه نړیواله درجه بندي کې د ښځو د وضعیت له نظره افغانستان تر ټولو نامناسب هېواد پیژندل شوی دی.

په اوسلو کې د سولې د یوه تحقیقاتي مرکز او د جارج ټاون پوهنتون د یوه انستیتوت په شریکه سروې کې معلومه شوې ده چې د نړۍ په ۱۷۷مطالعه شویو هېوادونو کې افغانستان د ښځو د وضعیت له نظره تر ګردو ناوړه ځای دی.

افغان مېرمنو د جمهوریت په کلونو کې د کابینې، پارلمان او سترې محکمې په شمول د نظام په ادارو کې پراخ حضور درلود او په لېسو او پوهنتونونو کې د تعلیم کولو بې تبعیضه زمینه ورته برابره وه خو دا هر څه یو ناڅاپه په ټپه ودرېدل.

د جمهوریت له سقوط وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په خپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د نجونو ښوونځي به ژر پرانیستل شي او د دوی ډله د نجونو د تعلیم مخالفه نه ده.

له هغه وروسته نه یوازې د مجاهد دا خبره ریښتیا نه شوه، بلکې د ښځو خلافنور بندیزونه هم ولګېدل. د دفترونو دروازې یې په مخ بندې شوې، په پوهنتونونو کې له زدکړو راوګرځول شوې، له پارکونو او ورزشي کلپونو منع شوې او له حکومته بهر چې ښځو د روزي ګټلو لپاره کوم فعالیتونه کول، هغه هم ورځ په ورځ محدود او منع شول، مثلا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع شوې او په زرګونو سینګارتونه چې په لسګونو زره ښځو ته پکې د کار زمینه برابره وه، بند کړای شول.

څو ورځې له مخه د قطري مقاماتو له قوله وویل شول چې طالبانو ته یې په صراحت ویلي دي چې که غواړئ په رسمیت وپېژندل شئ نو د ښځو د کار او تعلیم له مخالفته لاس واخلئ. دغه خبره په مختلفو طریقو طالبانو ته بیا بیا شوې ده خو طالبانو توجه نه ده ورته کړې.

د طالبانو ځینې استازي وایي چې که د دنیا ملکونه مو په رسمیت هم نه پېژني خو تعامل راسره کوي او دا خپله یو ډول د رابطې ساتل او زموږ منل دي.

خو د افغانستان د خلکو مشکل دا دی چې څو پورې یو داسې حکومت ونه لري چې په نړۍ کې د رسمیت پیژندلو وړ وي، تر هغو به افغانستان منزوي وي او د پانګونې او انکشافي مرستو امکانات به پکې خورا محدود پاتې وي.

طالبانو د قدرت له تر لاسه کولو سملاسي وروسته د کابل- کندهار د لارې د جوړولو فیصله وکړه خو د دوو کلونو له تېرېدو وروسته هم د سړک کار لا روان دی او معلومه نه ده چې کله به بشپړېږي، ځکه چې د شتمنو هېوادونو له مرستې پرته په داخلي امکاناتو دغسې لویې پروژې پلي کول، ډېرې ستونزمنې دي او هغه مات او ګوټ کارونه هم چې روان دي، د افغانستان خلکو ته د جزا ورکولو په بیه تر سره کېږي، یعنې پیسې یې د ډېرو بې وسه خلکو له جېبونو راایستل کېږي. په دې برخه کې یو ښه مثال متقاعدین دي چې په تېرو دوو کلونو کې تنخواه نه ده ورکړه شوې.

طالبانو د خپل قدرت په لومړي کال کلنۍ بودیجه اعلان کړه خو په دویم مالي کال کې یې د بودیجې له اعلانه ډډه وکړه. د دې کار معنا دا ده چې د دوی مشران له خپلو کشرانو اقتصادي حقایق پټ ساتل غواړي.

څو ورځې مخکې چې په هرات کې زلزلې لویه تباهي راوسته، د طالبانو ادارې له زلزله ځپلو سره یوازې سل میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه، حال دا چې د امریکا حکومت د لس میلیونه ډالرو یعنې د طالبانو د حکومت کابو اته ځله زیاته مرستې ژمنه وکړه. دغه مثال مو د دې لپاره راوړ چې د افغانستان غوندې جنګ ځپلي او بېوزلي هېواد د اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره د نړۍ د شتمنو هېوادونو مرسته ډېره ضروري ده او دا مرسته به په انکشافي برخه کې تر هغو پورې له خنډونو سره مخ وي چې افغانستان د پېژندنې وړ نظام څښتن نه شي.

طالبان کله کله ادعا کوي چې ښځې یې د کلتوري مشکلاتو په وجه له کار او تعلیمه منع کړې دي. موږ مخکې د جمهوریت د وخت مثال ورکړ. دا څنګه ممکنه ده چې دوه نیم کاله پخوا دغسې کلتور نه و او اوس راپیدا شو؟ افغانستان څو پنځوس کاله پخوا هم ښځې وزیرانې لرلې. کبرا نورزۍ د پاچا د دموکراسۍ په لسیزه کې د روغتیا وزیره وه.

طالبان دا ادعا هم کوي چې له ښځو سره چلند یې د شریعت مطابق دی. دلته هم پوښتنه پیدا کېږي چې دا څه کیسه ده چې د ښځو د کار او تعلیم په برخه کې دمکې او مدینې په شمول په ټول عالم اسلام کې شریعت یوه معنا لري او د طالبانو په ډله کې بله معنا؟ ایا د ټولې دنیا مسلمانان په غلطه روان دي او د ټولې نړۍ دیني عالمان په اسلام نه پوهېږي او صرف څو کسه طالبان د قرآن کریم په معنا پوهېږي؟

د اسلام ستر پیغمبر(ص) په خپل وروستي حج کې د لسګونو زره مسلمانانو لویې غونډې ته وویل:« تاسې ته مې سپارښتنه ده چې له ښځو سره نېکي وکړئ، ځکه له هغوی سره ستاسې پېوند د الهي امانت په اساس دی.» ایا نېکي همدا ده چې د روزي ګټلواوعلم ترلاسه کولو لارې ورباندې بندې کړه؟

له ښځو سره د طالبي چلند د توضیح په لړ کې دا ادعا هم کېږی چې د دې ډلې مشران یا ځینې مشران د ځینو خارجي استخباراتي کړیو په لومو کې ایسار دي او څرنګه چې په افغانستان کې د یوې داسې ادارې شتون چې نړۍ یې په رسمیت نه پېژني، د خاصو خارجي کړیو غوښتنه ده، نو له ښځو سرهناوړه چلند ځکه کېږي چې افغانستان همداسې منزوي پاتې شي.

ځینې صاحب نظران بیا په دې باور دي چې د ملا هیبت الله او ملا حسن په شمول ځينې زاړه طالب مشران او یو شمېرطالب قومندانان د ښځو د کار او تعلیم مخالف دي، نو د دې لپاره چې د طالبانو د لیکو اتحاد وساتل شي، له ښځو سره زیاتی کېږي.

که دا وروستۍ خبره حقیقت ولري، طالبان باید په دې پوه شي چې دا د دوی خپل مشکل دی او دا د خدای لاره نه ده چې دوی د خپلې ډلې د داخلي مشکلاتو د حل لپاره د افغانستان نجونو او ښځو ته خپل وطن سور تنور ګرځولی دی.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

نور خبرونه

رادیو