سوېلي افریقا په کرېکټ نړیوال جام کې انګلنډ ته ۴۰۰ منډې هدف وټاکه
د کرېکټ نړیوال جام په ۲۰ سیالۍ کې د شنبې په ورځ، سوېلي افریقا د انګلنډ ملي لوبډلې ته ۴۰۰ منډې هدف وټاکه. سوېلي افریقا د پچې ګټلو سره توپ وهل پیل کړل او د ۷ لوبغاړو سوځېدو سره یې په پنځوسو اورونو ۳۹۹ منډې جوړې کړې.
سوېلي افریقا او انګلنډ تر دې مخکې درې درې لوبې کړې دي.
انګلنډ یوه او سوېلي افریقا دوه ګټلې دي.
د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.
په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.