د طالبانو داخله وزیر سراج الدین حقاني په وروستیو اونیو کې مختلفو ولایتونو ته سفرونه کړي او په خپلو ویناوو کې یې هڅه کړې ده چې د طالبانو اداره او که لا دقیق ووایو،په طالبانو کې خپله ډله انعطاف ته تیاره وښیي.

ده په خپلو ویناوو کې پر ملي وحدت ټینګار کړی دی، د تفاهم او یو بل منلو خبره یې کړې ده او په بامیان کې یې د کریم خلیلي او محمد محقق نومونه واخیستل چې هېواد ته دې راشي.

حقاني په وروستیو اونیو کې له امرباالمعروف ادارې هم غوښتنه وکړه چې له خلکو سره دې نرم چلند وکړي. ده ان د فلسطین د وروستیو خونړیو پېښو په مناسبت نرم دریځ خپل کړ.

سراج الدین حقاني په دغو سفرونو او داسې څرګندونو کې د څه شي په لټه کې دی؟

حقاني په خپله یوه وروستۍ وینا کې ویلي دي چې پر موږ باندې د بلا او بَبَو ګومان کېده او دا ګومان ناسم و.

دوی ته په څه دلیل د بلا په سترګه کتل کېدل؟ د دوی مخینه څه ده؟

د سراج الدین حقاني پلار جلال الدین حقاني د داوود خان د جمهوریت په زمانه کې د پاکستان په حقانیه مدرسه کې درس لوست او لههمدې مدرسې سره د تړاو په سبب ېې ځان ته حقاني تخلص غوره کړ.

ده په همدې وخت کې، چې په پاکستان کې ذوالفقار علي بوټو صدراعظم و او له کابل سره یې روابط ښه نه وو، درس پرېښود او وسله وال مخالفت ته یې لاس واچاوه.

د شوروي عسکرو له یرغل وروسته چې په افغانستان کې جهاد زور واخیست، جلال الدین حقاني د یوه مهم قومندان په توګه راڅرګند شو. ده که څه هم د مولوي محمد یونس خالص د اسلامي حزب په چوکاټ کې فعالیت کاوه، خو تر ډېره بریده مستقل و او اکثره جبهې یې د لویې پکتیا په ساحه کې وو.

د مجاهدینو له بري وروسته جلال الدین حقاني عدلیه وزیر وټاکل شو او چې کله په کابل کې تنظیمي جګړې پیل شوې، دی بې طرفه پاته شو او د منځګړتوب لپاره یې له استاد رباني، استاد مزاري، احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او نورو سره لیدنې وکړې.

کله چې طالبان راپیدا شول، جلال الدین حقاني په ۱۹۹۶کال کې ورسره ملګری شو. هغوی د قبایلو چارو وزارت ورکړ. د یولسم سپتمبر له پېښو وروسته چې د طالبانو حکومت ړنګ شو، حقاني له طالب مشرانو سره پاکستان ته واوښت او له طالبانو سره د عمر تر پایه ملګری پاتې شو.

جلال الدین حقاني چې د عمر په وروستیو کلونو کې ناروغ و، د دوی په ډله کې د ده اړوند کارونه د ده زوی سراج الدین حقاني ته وسپارل شول.

که څه هم د حقاني ګروپ او نورو طالبانو تر منځ د توپیر خبرې کېدلې خو دغه توپیرونه او احتمالا پټ کشمکشونه هغه وخت زیات محسوس شول چې د طالبانو په کړیو کې د ملا منصور د ځای ناستۍ غونډې روانې وې.

داسې ښکارېده چې حقانیان غواړي هم طالبان واوسي او هم په طالبانو کې خپل مستقل هویت ولري او د مشرتابه په فیصلو کې یې پوره برخه وي.

حقانیان چې د نړۍ په مطبوعاتو کې د حقاني شبکې په نوم مشهور شوي، نسبت نورو طالبانو ته په شمېر کم خو منظم دي. په جګړو او په ډېرو پېچلو حملو او ځانمرګو بریدونو کې د دوی برخه زیاته وه.

نورو طالبانو پر پټو مرستو سربېره چې ورسره کېدلې، د پیسو د پیدا کولو لپاره د هیروینو په قاچاق زیاته تکیه کوله خو حقانیانو د هیروینو پر قاچاق سربېره د کانونو استخراج او نورو مختلفو ذریعو ته هم توجه وکړه او شتمن شول.

له بلې خوا حقانیانو، په تېره بیا له ۲۰۰۷ کال څخه وروسته د نورې نړۍ له ترهګرو ډلو سره چې په افغانستان کې یې فعالیت کول غوښتل، رابطه ټینګه کړه.

په دغو خارجي ډلو کې د چین، چیچن، تاجکستان، اوزبکستان، کشمیر او نورو سیمو جګړه مار شامل وو. له دغو ډلو سره د رابطې په نتیجه کې حقاني شبکه د نړۍ په کچه لا زیاته منزوي شوه خو د شبکې د منځ نظم یې ورسره لا پیاوړی شو.

حقاني شبکه که څه هم له نورې نړۍ لرې شوه خو له پاکستان سره په نژدې اړیکو کې یې خلل رانغی. پاکستان د کندهار د طالبانو مهم مشر ملا برادر په زندان کې ساتلی و، خو حقانیان یې نازول او حمایه کول.

داسې ښکاري چې د نورې نړۍ په څېر-البته پرته له پاکستان څخه- ایران هم پر حقاني شبکې بدګومانه وو، ځکه ایران په طالب قومندانانو کې د ابراهیم صدر او قیوم ذاکر ډېر ملاتړ کړی دی او دا دواړه قومندانان له حقانیانو سره په پټ کشمکش کې پاتې شوي دي.

د جمهوریت تر نسکورېدو میاشت دوه مخکې امریکا په یوه رپورټ کې حقاني شبکه له طالبانو سره د ارتباط اصلي ذریعه وښودله او د طالبانو تر واکمنېدو لږ وروسته د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د خلیفه سراج الدین حقاني د یوه مشاور په کور کې ووژل شو.

کله چې سراج الدین حقاني د طالبانو داخله وزیر شو، تر یوې مودې به یې د داسې عکسونو له اخیستلو ډډه کوله چې مخ یې پکې پوره ښکاره شي. ظاهرا له ده سره وېره وه چې امریکا به حمله ورباندې وکړي.

د طالبانو د حکومت په لومړیو میاشتو کې سراج الدین حقاني د ځانمرګو تعریفونه هم زیات کول او ګواکې داسې یې ښودل چې که په دوی حمله وشي نو دوی به یو ځل بیا پر ځانمرګو تکیه وکړي. خو د وخت په تېرېدو سره د سراج الدین حقاني وېره کمه شوه. ایا الظواهري یې امریکا ته په ګوتو ورکړ او په دې ډول یې خپل مشکلات کم کړل؟ ایا له داعش سره په مقابله کې هڅې یې د داعش نړیوالو مخالفانو ته د منلو وړ دي؟ اټکلونه اسان دي خو هغه څه چې ښکاره دي دا دي چې د دې شبکې مشران د بهرنیو په مقابل کې نرم غږېږي او دغسې دریځ یې له پخواني دریځ سره ښکاره توپیر لري.

حقانیان که څه هم د جمهوریت له نسکورېدو وروسته له نورو هېوادونو سره د خصومت له حالته راوتلي ښکاري خو برعکس، له پاکستان سره یې احتمالا فاصله زیاته شوې ده، ځکه پاکستاني طالبانو له دې شبکې سره نژدې اړیکې لرلې او دوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې له حملو راوګرځوي.

حقاني شبکه لکه څنګه چې په خارجکې د خپل تصویر بهترولو ته اړتیا ویني، دغسې په داخل کې هم د ځان په اړه د یو نوي تصویر د وړاندې کولو هڅه کوي. دې شبکې چې په ځانمرګو برېدونو کې زیاته برخه لرله، په عام ولس کې تر نورو طالبانو زیاته بوږنوونکې معرفي شوې ده.

د دې شبکې مشران د دغه تصویر د بدلولو لپاره کابل ته د راتلو له پیله په هڅه کې دي. د جمهوریت د نسکورېدو په لومړیو ورځو کې چې لا د طالبانو کابینه نه وه معرفي شوې ، خلیل الرحمن حقاني د جمهوریت د وخت د پاتې مشرانو لیدو ته ورغی او د روغې جوړې نیت یې څرګند کړ.

اوس چې د دې شبکې مشر سراج الدین حقاني ځان یو څه ډېر خوندي احساسوي، نو په ولایتونو ګرځي او غواړي خلکو ته ځان د تفاهم او تعامل سړی معرفي کړي.

حقانیان شاید په دې پوهېږي چې د افغانستان نور لوري به بالاخره یوه ورځ په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د هیواد د قدرت صحنې ته راستنېږي نو د دې شبکې په ګټه دا ده چې تر نورو طالبانو مخکې د تعامل او تفاهم اواز اوچت کړي او په دې ډول خپل دریځ پیاوړی وساتي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

نور خبرونه

رادیو