سرچینو د کابل په دشت برچي سیمه کې له یوې چاودنې خبر ورکړی
سیمهییزو سرچینو د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې له یوې چاودنې خبر ورکړ. د سرچینو په وینا، دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ د ( تلې ۲۶مه) د کابل ښار ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند د «بهار سراب» په سوداګریز مارکېټ کې شوې ده.
د طالبانو د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په ایکس پاڼه لیکلي، دکابل ښار ۱۸حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د یوه مارکېټ د موټرو په تمځای کې د چاودنې له امله اور لګېدلی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په سیمه کې ولاړ ۳ موټر سوځلي او د هغه په وينا چاته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.
هغه وړاندې وايي دغه اور په وخت مهار شوی او د چاودنې د لامل معلومولو په اړهڅېړنې روانې دي.