دا پېښور دی

نورالبشر نوید

نورالبشر نوید

پېښور د ادب، سياست، صحافت او د افغانانو د مهاجرت کور دی – د پښتونحوا هره لاره ورته راغلې ده، چې څوک درنه ورک شي نو په پېښور کې یې ګوره، خو اوس عجيبه ټوقه وشوه. ادب پکې داسې تقسيم دی لکه د مذهبی مسلکونو.

تر اوسه پورې یې د پښتو په املا باندې صلاح رانغله، نوی پښتون نسل حېران دی چې مونږ خپلې مور ژبې له په کومه لاره ورشو.

سياست پکې لکه د مېدان د ډمې ګډېږی چې کوم خوا د مېدان طرف ګرم وي سياست هلته د حرص او هوس بازار کړی، د قام پته نه لګی بس خو د سرونو يو هجوم دی او هر سر قيمت لري، څه سرونه داسې هم دي چې نه قيمت لري نه ارزښت لري، ته به وایې تنې د بل دي سرونه د بل چا دي.

په پېښور کې صحافت د اوکراین د جنګ په وجه د کاغذ په بحران کې داسې راټول شو چې سایز ئې وړوکی شو، څه د کاغذ ګرانيڅه د صحافيانو په سوشل ميډيا د خپل صحافت دوکانونه پرانستي دي او اخبارونه د نټ د خبرونو ژباړې ته ناست دي، هاغه صحافت اوس نشته چې غاصب رياست ته ترې د بغاوت خطره وه.

اوس ټول لفظونه حرفونه بې معنا او بې لشې دي، قلمونه د استخباراتي شبکو په بندو لفافو خپل خپل نرخونه لري، خبرونه ورته د تبصرو او تجزيو لپاره د اسلام اباد نه لکه د وحې نازل شي او دغه خولې د سرکار مایک دی او داسې قلمونه اوس دا نه ليکی چې ”ن والقلم و ما يسطرون“، اوس داسې ليکي چې قسم مې دی په هغه سرکار وي چې څه وايي.

قلمونو خپل د رښتياوو قسمونه بدل کړي دي، پېښور ورته حیران حیران ګوري چې دا په ما څه دي او دا تۀ څهوايي؟؟

د افغانانو د مهاجرت هغه کور اوس کور پاتې نشو، هغه څلوېښت کاله وړاندې چې په تود جنګ او د بارودو په ترخه لوخړه کې هم خلقو ژوند کاوه، اوس چې په ډالرو کې هغه بېن المللي امداد بند شو نو د" کرایې سپايان "وايي مذهبي انساني اخلاقي سفارتي احساس هم ختم شو – دا احساس د ډالرو اکسيجن ماسک وو – اوس پېښور ته خلق د رحمان باباپه ژبه وايي!!

په سبب د ظالمانو حاکمانو

کور او ګور او پېښور درې واړه يو دي

دا هاغه پېښور دی چې ګرم و نو دومره ګرم و چې احساس له یې د پښتو او پښتونولۍ حرارت ورکولو، اوس چې سوړ شو يخ شو نو دومره يخ شو لکه د کرشن چندر د اُردو افسانې "ٹھنڈا گوشت“

پېښور يخ شوی د لاوارثه مړي په شان دی، خپل قامي سياستونه د شيشم باغ د ونو خالي خاموشه جالې دي، د پنجاب تور کارغان پکې کران کران اوازونه کوي، حالاتو د خوشحال شهباز له سترګې ګنډلی دي او په پردۍ منګل ناست دی، پېښور په افسوس وايي:

باز مې کارغانو سره لاړو

مردارې غوښې یې خوراک شوې مړ به شينه

اوس زمونږ ژوند او مرګ بېخی يو شان دی، د ازادۍ د ”ګمنام سپايي“ ورک سپايي ورته وايي، مونږ په خپله جنازه ژوندي مړي ولاړ یو، د جنازې د امام تکبير هم الله اکبر دی او د خودکش اواز هم الله اکبر دی

شهيد پکې مشکوک دی او غازې پکې بدنام

پښتون عجيبه جنګ ته دیرواتی په جنجال

خاموش سوړ شویوېرېدلی پېښور څو څو ځله ووايي چې ای د مذهب لويو لويو اُستاذانو تاسو د بهرنۍ دنيا په ملکونو کې د قرآن شريف په توهين راپاڅئ هر څوک خپلې خپلې نعرې ووهي خو دا زما په پښتون جوماتونو کې چې قرآن شريفونه لکه د بابړې والوزي وسوځي نو دا خو هم هاغه قرآن دی – د پېښور ځمکه اوس هم توده ده لکه چې د اور ټوټه وه – په دغه توده ځمکه د پنجاب سوالګرې ګرځي چې په لس روپۍ پښتنو له په اردو کښې د جنت ټکټ ور کوي.

يا په دغه توده ځمکه مزدوران د سحر په خړه په چوکونو ناست وي چې مزدورۍ له به مو څوک بوځي چي لمر د اسمان منځ ته راشي نو بيا مزدوران سوالونو ته لاس ونيسي.

پښتانه اولسونه په خپل اوښيار ښار کې کم عقل شوي دي چې د پوليو څاڅکو ته حرام وايي، شراب چرس پوډر ايس څښي خو د پوليو وېکسين پکې کافران دي.

ټوله پښتونخوا په يو عجيبه کشمکش کې پرته ده چې زمونږ بجلۍ د تربېلې او ورسک ډيمونو د اوبو بجلۍ په مونږ د پنجاب د پټرولو په نرخ خرڅوي- شور شو تا به وېل چې پښتنو د خپل حق لپاره بغاوت وکړو د بجلۍ بلونه یې وسېځل خو چې پېريانو ماماګانو اسلام اباد ته غوږ کې وویل- نوره غلا پرېږدئ د بجلۍ غلان راونيسۍ نو شور غلی شو چې خلکو پوزې له نتکۍ غوښته سرکار ترې پوزه پريکړه هر چاسره د خپلې پوزې غم شو ټول خلک چوپ شول - هاغه د غورځنګونو ښار نه ساه ووتله خو په يوه هيله په سلګو سلګو کې ساه اخلي چې دا ليډران رهبران به د ګټونو نه سر راوباسي.

ټول حاکمان مالکان به اوس اوس د راوتو لپاره ځانونه جوړوي چې د راروانو ټولټاکنو جلسې جلوسونه به پېښور ته سلامونه کوي، خو پېښور پورې به بيا هم ژبه نه وي چې په دغه شور، چغو او د زنده باد په نعرو کې ورته په بوغ اواز ووايي:

اوړی دې کوز پنجاب کې تېر کړو

په ژمي راغلې سلامت غواړې خالونه

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.