چین په افغانستان کې څه غواړي؟
عبدالحق عمري ځینې څیړونکي وايي چین له خپلو اویغور مسلمانو څخه تشویش لري او د دوی د څار او کنټرول لپاره له طالبانو او پاکستان سره نژدې اړیکې ساتي. خو نور شنونکي وايي چین غواړي د یو قدرتمن هیواد په توګه له خپلو ګاونډيانو سره اړیکې ولري او د افغانستان پر زېرمو واک خپل کړي.
په ۱۹۹۰ کلونو کې چې د چین حکومت په سینکیانګ ولایت کې پر ځايي مسلمانانو مذهبي محدیتونه او فشارونه زیات کړل، ډیری د عادي ژوند لپاره پاکستان او افغانستان ته کډه شول.
دچین اویغور مسلمانانو د پاکستان دیني مدرسو کې زدکړې پیل کړې او د معلوماتو له مخې یو شمیر یې وسلوالې ډلې په ځانګړي ډول شرقي ترکستان غورځنګ جوړ او په دغه ډله کې ځای پر ځای شول.
ځینې اویغوریانو په پاکستان او افغانستان کې له ځايي خلکو سره ودونه وکړل او وړو کاروبارونو سره یې خپل عادي ژوند کاوه.
د طالبانو په لومړی دوره کې د اویغور مسلمانانو وضعیت
د طالبانو د لومړۍ دورې پرمهال اویغور مسلمانانو د شرقي ترکستان غورځنګ یو چتر جوړ کړ، خو په ۱۹۹۷ کالونو کې د حسن معصوم په مشرۍ دغه غورځنګ (ETIM) په رسمي ډول خپل موجودیت د افغانستان او پاکستان ترمنځه په ډیورنډ فرضي کرښه کې اعلان کړ.
خو د معلوماتو له مخې چین په هغه وخت کې ادعا کړې وه، چې دغه بېلتونپالې ډله د طالبانو تر کنټرول لاندې په کابل کې مرکزي دفتر لري.
د طالبانو په لومړۍ دوره کې ځینې اویغوریانو په نورو وسلوالو ډلو په ځانګړي ډول طالبانو او القاعده کې فعالیتونه پیل کړل.
یو شمیر څیړونکي هم وايي طالبانو ایغوریانو ته ځای ورکړی و او ور سره ژمنه یې کړې وه، چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو په صورت کې به په راتلونکې کې د دوی د اهدافو په ترلاسولو کې هره همکاري کوي.
که څه هم چین د طالبانو په اوله دوره کې له دې ډلې سره هیڅ سفارتي اړیکې نه درلودې خو د پاکستان په واسطه یې له دغې ډلې سره تماس ساته او خپلې اندېښنې یې ور سره شریکولې، په هغه وخت کې هم طالبانو چین ته ډاډ ورکړی و، چې د دوی تر کنټرول سیمو څخه دغه هیواد ته هیڅ ګواښ متوجې نه دی.
تېر جمهوریت کې د افغانستان او چین اړیکې
د چین له تېر جمهوریت څخه لومړنۍ غوښتنه دا وه، چې په افغانستان کې اویغور مسلمانان وځپي. د دوی دوهمه غوښتنه دا وه، چې د یوې لارې یو کمربند نړيواله پروژه CPEC کې ور ګډ شي. دریمه غوښتنه دا وه چې په نړيوالو او سیمه ییزو جوړښتونو کې د چین ترڅنګ ودریږي او څلورمه غوښتنه یې دا وه چې چینايي شرکتونو ته د افغانستان د کانونو قراردونه ورکړي.
له چین څخه د افغانستان د تېر جمهوریت لومړنۍ غوښتنه دا وه، چې د پاکستان په واسطه پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د سولې پروسې سره یوځای شي، دوهمه غوښتنه دا وه چې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو په افغانستان کې نظامي مداخله بنده کړي.
په افغانستان کې د چینايي جاسوسانو نیول
په ۲۰۲۰ کال کې راپورونه خپاره شول، چې د چینایانو لس کسیزه ډله په کابل کې نیول شوې ده، دا راپورونه د وخت ملي امنیت ادارې تایید کړي ول.
د دې کسانو د خلاصون لپاره د هغه وخت د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی لیو جیان کابل ته راغی. د ملي امنیت مشاور حمد الله محب سره یې په لیدنه کې ورته وویل چې نیول شوي کسان باید جاسوسان نه وای اعلان شوي او ژر تر ژره دې دا کسان چین ته وسپاري.
معلومات دا دي، چې دغو چینایانو په افغانستان کې د اویغور مسلمانانو په اړه اطلاعات ټولول. له دې ښکاري چې چینایانو خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره په افغانستان کې پټ استخباراتي حضور درلود.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې له دوو کلونو راهسې داعش په افغانستان کې پر چینایانو ځانمرګي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه، چې ګڼ شمیر چینایي وګړي یې وژلي دي.
ایا اویغور مسلمانان د چین لپاره ګواښ دي؟
ډیری کارپوهان په دې باور دي، چې اویغور مسلمان په دې کچه کې نه دي، چې چین ورڅخه اندېښنه ولري. دوی وايي چین غواړي چې په سیمه او په ځانګړی توګه افغانستان کې د حضور او نفوس لپاره دا یوه پلمه وګرځوي .
د طالبانو په راتلو سره یو شمیر نړيوالو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د طالبانو او چینایانو ښو اړیکو اویغور مسلمان اندېښمن کړي دي، چې طالبان به دوی ونیسي او چین ته به یې وسپاري.
په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او طالبانو د وروستۍ درې اړخیزه ناستې اعلامیه کې یادونه وشوه، چې طالبانو ژمنه کړې چې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ به د چین مخالفې ډلې اویغور مسلمانانو پرضد ګامونه اخلي او هیڅ ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر خلاف وکاروي.
د چین ډیپلوماټیکو سرچینو وویل چې د اسلام اباد په درې اړخیزه ناسته کې طالبانو چین ته لیکلی سند ورکړی، چې په افغانستان کې موجود اویغوریان به چین ته سپاري.
څو اونۍ وړاندې داسې راپورونه نشر شول، چې پنځه اویغوریان چې په بدخشان کې یې عادي ژوند کاوه او په دوکاندارۍ بوخت ول، طالب وسلوالو نیولي او کابل ته یې انتقال کړي دي، خو تر اوسه د دې کسانو سرنوشت نه دی معلوم چې چین ته سپارل شوي او که طالبانو سره بندیان دي.
څو روایتونه دي، چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې اویغوریان په افغانستان کې مېشت دي، خو ځیني راپورنه وايي چې د طالبانو واک ته رسېدو سره یو شمیر اویغوریان له افغانستان څخه وتلي او اروپايي هیوادونو ته رسیدلي دي.
ځیني داسې راپورونه شته چې چین غواړي د افغانستان په امنیتي برخه کې نفوس ولري، په میدانونو کې د امنیتي کمرو لګولو کې مرسته وکړي او د دې کمرو له لارې غواړي چې خپل مخالف اویغوري مشران کنټرول کړي.
چین د پاکستان په منځګړتوب له حقاني شبګې سره نژدې اړیکې لري او سراج الدین حقاني هم له چینایانو سره اړیکې پالي.
اوس چینايان څه غواړي؟
د چین اوسنۍ غوښتنې د افغانستان تر کانونو او امنیتي مسایلو محدودې دي.
چین او طالبانو د اویغور مسلمانانو د ځپلو لپاره همکاري شروع کړې ده، په دې اړه ویل کیږي طالبانو څو ځله د چین په غوښتنه د اویغور مسلمانانو پرضد عملیات کړي دي.
چین غواړي د افغانستان کانونو او خامو موادو ته لاسرسی ولري .
چین د افغانستان تیلو، لیتیم او مسو په استخراج کې پانګونه کړې ده او په ډېره کمه بیه یې دغه زیرمې په قراراد نیولې دي.
طالبان له چین څه غواړي
د طالبانو لومړنښ غوښتنه دا ده، چې چین یې حکومت په رسمیت وپیژني، انکشافي برخه کې پانګونه وکړي، د دې ډلې غړي په تخنیکي برخه کې وروزي او کانونه په قرارداد واخلي، ځکه د بندیزونو له امله نور نړيوال شرکتونه دې کار ته زړه نه ښه کوي.