د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځ کټ مټ هماغه د ۲۷ کلونو پخوانی دریځ دی، د بدلون وړاندوینه یې نادرسته او د بدلېدو تمه یې ښايي له امکانه لېرې وي.

تازه د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست ویلي، چې نړۍوال ترې د ښځو او نارینه و برابر حقوق غواړي او د هغوی د برابرۍ غوښتنه د ښځو او سړو لپاره د حجاب نه مراعتول دي.

هغه ویلي، چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د شریعت سره په ټکر کې دي او دوی ته د منلو وړ نه دي.

ندیم په کندز کې ویلي وو، چې دوی غواړي اسلامي شخصیتونه وروزي دا په دې معنا چې له دې وړاندې روزل شوي افغان کادرونه په غیر اسلامي روحیه روزل شوې دي.

نوموړي تېره ورځ په بغلان کې ویلي، چې نړۍوال غواړي هغه حقوق چې نر یې لري باید ښځو ته هم ورکړل شي، لکه بې حجابي، زناکاري او شرابخوري.

دا یوازې د ندا محمد ندیم دریځ نه دی، بلکې له دې وړاندې د امر بالمعروف سرپرست وزیر، د پوهنې سرپرست وزیر او ګڼو نورو طالب چارواکو خپل نظر یوازې د الفاظو په تغیر متحد ښودلی.

دوی وايي، چې په تېرو شلو کلونو کې بهرنيان ټول هغه څه چې د شريعت له نظره حرام او منع دي، د شل کلنې لاسته راوړنې په توګه بولي او د دغو لاسته راوړنو په ضایع کېدو پسې اندېښمن دي.

ایا رښتیا هم په تېرو شلو کلونو کې افغانې نجونې زناکارې، شرابخورې او بې حجابه وې؟

طالبان د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د بندیز لپاره بل هېڅ روایت نه لري، پرته له دې چې پر افغانو پتمنو نجونو او مېرمنو د بې حیاوالي تور پورې کړي. دوی په شعوري توګه دغه روایت غښتلی کوي او خلکو ته ښيي، چې دوی ښوونځي او پوهنتونونه د بې حجابۍ له امله تړلي دي.

دا روایت د افغانستان ۴۰ میلیونه وګړو ته سپکاوی او تحقیر دی؛ مګر تر اوسه یې څوک جدي نه ګني.

د ټولنیزو رسنیو په دې ګرم بازار کې ډېرې نادرې پېښې ښايي د رسنیو له کمرې خوندي پاتې شې، نورې ټولې پېښې حتا د طالبانو د کابل د برېښنا د رییس له خپل سرتېري سره د همبسترۍ ویډیو هم ټولنیزو رسنیو ته راوتلی شي.

د سعید خوستي جبري نکاح، د کابل د پاسپورټ ریاست د رییس د ورور “حقاني” د شرابخورۍ د محفل ویډیو، د طالبانو د لغمان د والي د دفتر د رییس غږیز کلیپ رسنیز کېدل د دې معنا لري، چې په اوس زمان کې ډېر مسایل پټ نه پاتې کیږي.

په داسې زمان کې چې په شمال کې د هغه طالب لوڅې او بې حیا خبرې رسنیزې کیږي، چې له رسنیو کرکه لري،زور لري، قدرت لري او هر ډول امکانات یې په لاس کې دي، ایا د یوې افغانې پېغلې د بې حجابۍ تصویر نه شي راوتلی؟

یوه شېبه تم شئ، فکر وکړئ، چې د طالبانو هر ډول سخت دریځئ سره دا ډول د لواطت او زناکارۍ کیسې رابرسېره کیږي، د هغو بې وسو مېرمنو د شرابخورۍ، زناکارۍ او بې حجابۍ ویډويي کلیپونه خو باید راووځي، چې نه زور لري او نه زر.

ایا تاسو لیدلي؟

هېڅ دا ډول ثبوت نه شته، چې پکې وښودل شي چې افغانه پېغله په ښوونځي کې بې حجابه ده او یا هم زناکاره ده، مګر دا باید هېر نه کړو، چې د طالبانو لسګونه د لواطت او زنا ویډیوګانې لا هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.

داسې هېڅ ښکاره او څرګند مثال به په ګوته نه شي، چې په کې وښودل شي چې افغانې نجونې دې ښوونځیو او پوهنتونونو ته بې حجابه تللې وي.

د افغانستان په ټولو پوهنتونونو، ښوونځیو او تدریسي مراکزو کې اسلامي او افغاني حجاب مراعت کېده، په ټول هېواد کې مخدره او نشه یي توکي په بشپړ ډول منع وو؛ مګر قاچاق یې طالبانو کاوه.

خو له دې سره هم طالبان بیا د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندولو لپاره دا بهانه کوي، چې دوی د فحشا مخه نیولې.

وړاندیزونه:

افغانان له طالبانو وړاندې هم باحیا او باحجابه وو، زموږ ټولنیز رسومات او دودونه د یوې کلکې دودیزې او باحجابه ټولنې ګواهي ورکوي، د طالبانو راتګ په دې معنا نه دی، چې ګواکې دوی دې تازه افغانان مسلمانان کړې وي، افغانان له اسلامه وړاندې هم د خپل ځانګړي تهذیب پر اساس باحیا خلک وو او دي.

خو افغانان غلي دي!؟

خاموشي ښايي د یوې کمې مودې لپاره بهتره وي، خو دوامداره کېدل یې مرګ دی، داسې مرګ چې هم له یوه باعزته عزت اخلي او هم یې نوم او نښان له خاورو سره خاورې کوي.

د څلوېښت میلیونو انسانانو څخه یې نېږدې نیمايي مېرمنې او نجونې دي، هره ورځ طالبان پر دغو مېرمنو تورونه لګوي، کله یې بې حیا بولي او کله ادعا کوي چې په تدریسي مراکزو کې یې نشه يي توکي کارول؛ مګر څلوېښت میلیونه انسانان غلي دي!؟

ایا دا سپکاوی موږ زغملی شو؟ او که یې زغموو تر کومه؟

موږ په تاریخي لحاظ نرخ، تړې او نورو داسې دودیز نالیکلي اصول او قوانین لرو، چې له مخې یې ټولې فیصلې کیږي، موږ په دې قوانینو عقیده او ایمان لرو، ځکه خو یې افغانواله ګڼو.

تر اوسه خو اساسي قانون نه شته، چې د وګړو حقوق پکې خوندي وي، مجبور یو چې له قومي نرخونو او تړو کار واخلو، له خپلو مشرانو وپوښتئ: زموږ په افغاني نالیکلو دودونو کې د چا خور، لور یا مېرمنې ته د بې حیا، زناکارې او بې حجابه ویلو نرخ څه ډول تعریف شوی؟ زموږ دود څه وايي؟ ایا همداسې غلي کېنو؟ که به جرګه فیصله کوي؟

که نرخ موجود وي؛ هره ورځ ولې طالبان د افغانانو خویندې او لوڼې کنځي او موږ غلي یو؟

په اسلام کې پر یوه چا د بې حیایۍ تور لګول څه سزا لري؟

دا پوښتنې باید راپورته شي او دومره اوږده بحثونه پرې وشي، چې طالبان نور ځانته د دې حق ورنه کړي چې پر افغانو مېرمنو او نجونو د فحاشۍ تور پورې کړي.

غږ پورته کول د ژوندیو انسانانو نښه ده، په هدیره کې پر مړو انسانانو که هر تور ولګول شي، له قبرونو د دفاع غږ کله هم نه راپورته کیږي، دا چې موږ ژوندي یو نو باید د دفاع غږ مو هم ژوندی وي.

او که د دفاع غږ مو خپ وي نو بیا؛

إنا لله وإنا إليه راجعون

نور خبرونه

رادیو