کوم غربي هېوادونه په لوېدیځه افریقا کې ځواکونه لري؟
په نایجیر کې د تېر جولای د کودتا له امله فرانسه د روان کال تر پایه خپل ځواکونه د لوېدیځې افریقا له دې هېواد باسي. دا پرېکړه د لوېدیځې افریقا په ساحل سیمه کې د فرانسې نفوذ او د توندلارۍ ضد عملیاتو ته لوی ګوزار دی.
نایجیر په ساحل کې د اسلامي توندلارو پرضد د لوېدیځ مهم ملګری هېواد او د څو هېوادونو د ځواکونو کوربه دی.
په مالي او بورکینا فاسو کې په کودتاوو پسې چې د اړوند هېوادونو او لوېدیځو ملګرو اړیکي ور سره خراب شول په تېرو دوو کلونو کې په نایجیر کې د دې ځواکونو شمېر هم ډېر شوی دی.
لاندې هم د لوېدیځو هېوادونو نوملړ دی چې په لوېدیزه او منځنۍ افریقا کې ځواکونه لري.
فرانسه
فرانسه په نایجیر کې پر ډرون او جنګي الوتکو سمبال پنځلس سوه سرتېري لري.
پاریس د یوې لسیزې لپاره په لوېدیځه افریقا کې د توندلارۍ ځپلو پوځیان درلودل، خو پر ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ په مالي او بورکینا فاسو کې کودتاوو پسې یې خپل مخ نایجیر ته واړاوه او ډېر پوځیان یې دلته مېشت کړل.
په نایجیر کې جنتا د جولای پر ۲۶ د ولسمشر محمد بازوم د حکومت په پرځولو له فرانسې سره هم پوځي تړونونه ختم کړل.
له کودتا مخکې، فرانسې هڅه کوله چې په ساحل کې د خپل رول په اړه د احتمالي نیوکې د مخنیوي او د فرانسوي ضد احساساتو کمولو لپاره خپل تمرکز د محلي ځواکونو ملاتړ ته واړوي او پر ډګر د لویدیځو سرتیرو پر ځای محلي سرتېري ډېر کار وکړي.
فرانسه په چاډ کې زر، ایوري کوسټ کې نهه سوه، سنیګال کې ۳۵۰ اوګابون کې څلور سوه سرتېرو لرلو سره پوځي اډې لري، خو د خپل رول د کم ښودلو لپاره یې دا ځینې اډېله ملي ځواکونو سره د ګډ مدیریت عملیاتو ته بدلې کړې دي.
امریکا
په نایجیر کې د امریکا نږدې ۱۱ سوه سرتېري هم له دوو پوځي اډو فعالیت کوي.
د نایجیر حکومت پر ۲۰۱۷ کال د وسلوالو په نښه کولو لپاره د امریکايي ډرون کارول هم تایید کړل.
له دغه هېواد سره د امریکا امنیتي مرسته روښانه نه ده، خو پر ۲۰۲۱ کال په نیامي کې د امریکا سفارت وویل، پنټګان او د بهرنیو چارو وزارت له ۲۰۱۲ کال راهیسې د تجهیزاتو او روزنې په برخه کې له نایجیر سره تر پنځه سوه میلیون ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
جرمني
جرمني چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ماموریت په چوکاټ کې له مالي خپل سرتېري باسي د سپټمبر پر شلمه وویل، ۸۸۷ پوځیان لا هم مالي کې لري، چې له دې ډلې ۷۵۵ په شمالي ښارګوټي ګیو او پاتې پلازمېنه باماکو کې دي.
نږدې ۱۱۰ جرمن سرتېري هم د نایجیر پلازمېنه نیامي کې دي.
ایټالیا
د ایټالیا د دفاع وزارت په خبره، نایجیر کې تر کودتا مخکې دغه هېواد نږدې درې سوه سرتېري درلودل.
د اګسټ پر شپږمه دغه وزارت وویل، ۶۵ سرتېري یې له نایجیر څخه پوځي الوتکه کې وتلي او خپله پوځي اډه کې یې خپل ځاي هغو ولسي خلکو ته پرېښودلی چې ممکن خوندیتوب ته اړتیا لري.
پاتې شاوخوا ۲۵۰ سرتېري چې نایجیر ته د توندلارۍ ځپلو او پوځي روزنې لپاره تللي لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي.
اروپايي ټولنه
دې بلاک هم تېر ډیسمبر کې له پنځوس تر سلو پوځیان نایجیر ته په درې کلن پوځي ماموریت ولېږل چې د دغه هېواد د لوجسټیک او زېربناوو په پیاوړتیا کې همکاری وکړي.
سرچینه رویټرز