ملګري ملتونه: په افغانستان کې څه باندې ۳۶ زره ماشومان له خوراکي توکو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اعلان کړی، په افغانستان کې تر ۳۶ زره ډېر ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د مالي سرچینو د نشت له امله له خوراکي توکو بې برخې دي. دغه دفتر ۲۰۲۳ کال کې د مالي تشې د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

دغه دفتر د یکشنبې په ورځ په ۲۰۲۳ کال کې د مالي تشې د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د وږي ۱۹مه په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې یاد شمیر ماشومان په هغو ولایتونو کې ژوند کوي چې د مرستو رسولو په برخه کې لومړیتوب لري.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر ویلي، چې په افغانستان کې لومړنیو روغتیايي او تغذيې خدمتونو ته د نورو سل زره کسانو لاسرسی کم شوی یا بند شوی دی.

د دې دفتر د شمېرو له مخې، ۱۷۳ګرځنده د تغذيې او روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي او که دا داسې شي، نو له پنځو کلونو د کم عمره اویا زرو او ۲۰۰ ماشومانو ژوند به اغېزمن کړي.

ویل کیږي چې ۱.۸ میلیونه وګړي به د تغذیې له خدمتونو بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د زمري میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو په بودجه کې د ۱.۳ میلیارده ډالرو د کمښت خبر ورکړ.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د روان کال ژمی به ډیر سخت وي ځکه د بودیجې کموالی به زیانمنې افغانې کورنۍ له لوږې، ناروغۍ او آن مرګ سره مخ کړي.