د پاکستان ناامني؛ په بنو کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان ځانمرګی برید شوی

له خېبر پښتونخوا څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې نن پنجشنبه (د وږي ۱۶مه) ماسپښین د خېبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان ځانمرګی برید شوی دی، چې له مله یې پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا مهال پوځ په بنو کې په عملیاتو بوخت دی او د بنو په ځینو سیمو کې یې له تېرو دوو ورځو راهیسې ګرځبندیز لګولی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د پاکستاني پوځیانو له خوا سیمه کلابنده شوې او د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه شته.
یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پېښه د بنو د بکاخېلو په تحصیل(علاقه داري) کې رامنځته شوې ده، چې د ۶ پوځیانو په ګډون یو ملکي وګړی پکې وژل شوی او ۵ نور پوځیان ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي، چې ځانمرګی بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د پاکستاني پوځیانو کاروان ته څېرمه چاودنه ورکړې ده.
په ټولنیزو شبکو کې تحریک طالبان پاکستان ته نېږدې کانالونه وايي، چې دغه پېښه د دوی د یوه ملګري (ابوبکر وزیرستاني) له خوا شوې.
تحریک طالبان پاکستان د خپل دغه ځانمرګي بریدګر له انځور سره لیکلي: " دا استشهادي اتل ابوبکر وزیرستانی دی".
دوی زیاتوي، چې ځانمرګي بریدګر د چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځي کاروان منځ ته ور داخل کړی او چاودنه یې ورکړې وه.
بل خوا پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، چې د بنو د کانال روډ په پېښه کې د دوی امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ټي ټي پي له خوا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو حملې زیاتې شوي او وروستۍ اونۍ د پاکستان د پوځ لپاره یوه له ګواښونو ډکه اونۍ ګڼل کیږي.