افغان سوداګر: د ډیورنډ کرښې هاغاړې زموږ یو ګاډی تر برید لاندې راغلی

افغان سوداګر وايي، د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته پر اوښتونکو هغو موټرونو برید کېږي، چې هند ته سوداګریز توکي لېږدوي. په تازه پېښه کې له کندهاره پر انځرو بار هغه موټر د نامعلومو کسانو تر برید لاندې راغی چې د ګوادر بندر له لارې یې هند ته انځر لېږدول.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي،‌ دغه لارۍ د بلوچستان ایالات په لورلایي سیمه کې د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مهمند وايي:«په دغې لارۍ کې د درې لکو امریکایی ډالرو په ارزښت انځر بار وو، چې د موټر سره یو ځای سوځول شوي دي. افغان سوداګر د پاکستان له لاري د ټرانزیټ په برخه کې ډېرې اندېښنې لري، او موږ د پاکستاني چارواکو سره د افغان سوداګرو د اندېښنو په اړه خبرې کړې دي او هغه ستونزي چي افغان سوداګرو پر وړاندې په پاکستان کې رامنځته کېږي باید د پاکستان حکومت یې د حل کېدو ځواب ووايی.»

په ورته مهال د پاکستان د کویټې په ښار کې د پاک افغان سوداګرو ټولنې د دغې پېښې په اړه د یوې خبري ناستې پر مهال د ګوادر بندر له لارې هند ته د ټرانزیټ په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
دغه ټولنه، دا پېښه یو ترهګریز برید ګڼي او وايي هڅه کېږي چې د دغه ډول پېښو له امله به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې خرابې نه شي.

د پاکستان یو سوداګر عطاالله د پېښې په اړه وايي:«د شپې له لورې دوه وسله‌وال کسان راغلي وو، پر موټر چلوونکو یې کیمیاوي مواد شیندلي وو او بیا يې پر انځرو بار موټر ته اور اچولی دی. په دغه پېښه کې سوداګر سخت زیانمن شوی دی او که دغه ډول پېښې دوام وکړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې به هم سختې زیانمنې شي.»

د پاک افغان سوداګرو ټولنه وایي، په بلوچستان ایالات کې ګوادر ته تلونکو افغان موټر تل دغه ډول امنیتي پېښو سره مخامخیږي.
د پاکستان حکومت تر دې مهاله د دغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بنا په پاکستان کې د افغان سوداګر د انځرو بار موټر د سوځېدو په غبرګون وایي:«د یکشنبې په ورځ زموږ د وچې مېوې یو بار کانټینر چې ۲۵ ټنه انځر په کې بار وو، د کوېټې د لور لایي په سیمه کې موټر او انځر په بشپړ ډول سوځول شوي دي، دا یو ډېره بده پېښه وه. د نړۍ وال قانون له مخې کله چې ټرانزیټ له درېیم هېواده تېریږي، هغه هېواد اړ دی چې امنیت یې وساتي، موږ د افغانستان له لوړوپوړو چارواکو غوښتنه کوو، چې د دې پېښې په اړه د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي چې په راتلونکې کې دا ډول پېښې تکرار نه شي.»

بل خوا د طالبانو د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال ملا برادر سکرټر د بلوچستان په لور لایې سیمه کې د افغان سوداګر د انخرو موتر سوځولو ته په غبرګون کې پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:« پاکستان باید د دغه ډول پېښو مخه ونیسي؛ که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ د ودې ښه نیت ولري. دا ډول ناوړه کړنې نه یوازې دا چې جدي جرمونه دي، بلکي دوه اړخیزه سوداګرۍ او ټرانزیټ ته هم سخت زیان رسولای شي.»

دغه پېښه داسې مهال رامنڅته کېږي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې امنیتي پېښې د پام وړ ډېرې شوې دي.

تر دې وړاندې هم ډېر ځله افغان سوداګرو شکایت کاوه، چې د پاکستان د حکومت له لوري د افغان سوداګرو د مالونو بار موټرونه په خپلي خاورې کې درولي او افغانستان ته یې نه پرېږدي.