یونیسف: په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو ۸۵ سلنه قربانیان ماشومان دي
یونیسف یا د ملګرو ملتونو ماشوم ملاتړې اداره وايي، د افغان جګړې د ناچاودو مهماتو ۸۵ سلنه قربانیان ماشومان دي. یونیسف زیاتوي، په دې برخه کې افغان ماشومان روزي چې دا ناچاود توکي وپېژني، ترې لرې اوسي او ځان ترې وساتي.
د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د لاس بم او ماین د چاودنو له امله نږدې هره ورځ افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي، چې اکثریت یې ماشومان دي.
د تېرو څلورو لسیزو په جګړو کې ښکېلو لورو د مقابل لوري د ماتولو او ډېرې مرګ ژوبلې لپاره ماینونه ښخ کړي دي.