اړیکې، بدلون او رسمیت پېژندنه؛ د طالبانو او پاکستان ۲۸ کلنه دوستي
د طالبانو او پاکستان د دوستۍ اته ویشت کاله پوره شول، په دې لیکنه کې لولئ: د طالبانو ډله څنګه رامنځته شوه؟ له پاکستان سره یې د دوستۍ او دښمنۍ کومې مرحلې تېرې کړې؟ پاکستان ولې طالبان په رسمیت نه پېژني؟
که څه هم اوس پاکستان له طالبانو خفه برېښي؛ مګر په نړۍوالو سټیجونو له طالبانو د ملاتړ غږ کوي او وايي، چې نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل وکړي. له پخواني لومړي وزیر عمران خان نیولې، تر اوسني شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو پورې په ټولو نړۍوالو دریځونو له طالبانو سره د تعامل لابي کوي مګر په خپله یې په رسمیت نه پېژني؛ ولې؟ ګڼ وختونه له طالبانو څخه د نارضایتۍ کورني او سیمه ییز بحثونه هم کوي.
د دغې موضوع د ښې روښانتیا په پار اړینه ده، چې یو شمېر تاریخي مسایلو، بدلونونو او تعاملاتو ته تم شو او هم دا په ډاګه کړو چې د تاریخ په اوږدو کې د طالبانو پر وړاندې د پاکستان سیاست څه ډول او ولې بدل شوی؟
د طالبانو او پاکستان د اړیکو تاریخ او بدلون
۱-د اړیکو نوی باب (۱۹۹۲-۲۰۰۱):
د ډاکتر نجیب الله د حکومت په وروستیو کلونو کې پاکستان حس کړه، چې یوه برخه جهادي ډلې یې یو څه تر کنټروله وتلي، دا هغه مهال دی، چې د ډاکتر نجیب الله حکومت کمزوری شوی، جهادي ډلو د افغانستان بېلابېلې برخې نیولي او د جهادي ډلو اړیکې د امریکا او سعودي عربستان په شمول د سیمې له هېوادونو؛ چین، روسیې او ایران سره په مستقیم ډول برقرارې شوي دي.
د پاکستاني پوځ په کچ هغه وخت ځانګړی بحث دا و، چې د جهادي ډلو د کنټرول لپاره په یو بدیل فکر وشي، په همدې اساس یوه نوې پروژه د (An overview of jihadist groups) جهادي ډلو ته کتنه پیل شوه، چې د یوه ځانګړي ګروپ له خوا رهبري کېده او د دغه ګروپ مشري کرنیل امام کوله. ((Dr. Monachal: A New Game for Afghanistan
هدف دا و، چې په جهادي ډلو کې هغه مهم او غښتلي قوماندانان پېدا کړي، چې د سیمې له استخباراتو سره مستقیمې اړیکې ونه لري او په دې وتوانېږي، چې له پاکستاني استخباراتو سره مستقیمې اړیکې وپالي. دغې پروژې څو کاله وخت ونیو؛ د جهادي ډلو په لیکو کې یې بېلابېل اشخاص پېدا کړل، چې له ډلې یې ملا محمد عمر،ملابرادر، جلال الدین حقاني،ملا محمد غوث،ملا شېرملنګ،ملا احسان الله،ملا نورالدین، ملا بورجان او ځینې نور شامل وو. دوی ټولو د روسانو او ډاکتر نجیب الله د حکومت پر ضد په جګړه کې لاس لاره.
د مجاهدینو له واک ته رسېدا سره سم؛ په کابل کې کورنۍ جګړې زور واخیست او دا جګړه دومره زوروره شوه، چې څو پرلپسې کورنیو او بهرنیو مذاکراتو هم نتیجه ورنه کړه. حکمتیار په یوې خوا او د شمال ټلواله په بله خوا ودرېدل او جګړه د کابل د ورانېدو په تاوان تمامه شوه.
طالبانو د ۱۹۹۳ل کال په وروستیو کې د جهادي ډلو پر ضد د انسجام تحرکات پیل کړل او هماغه و، چې له جهادي رهبرانو خفه شوي قوماندانان یو پر بل پسې د دوی غړي شول، د افغانستان عام خلک هم د دوی راتګ ته خوښ وو، ځکه په افغانستان کې روانه کورنۍ جګړه او بې کوري نوره د زغم نه وه. پاکستاني رسنیو هم تبلیغ کاوه، چې طالبان غواړي بېرته پخوانی شاه ظاهر شاه راولي او عام ولس په دې امید د دوی مرسته وکړه چې ظاهر شاه ته د بېرته راتګ زمینه برابره شي.
دوی په ۱۹۹۶ کال کې افغانستان ونیو او د اسلامي امارت اعلان یې وکړ، پاکستان په لومړیو کلونو کې له طالبانو سره ډېرې ښې او حسنه اړیکې درلودې او د ملګرتیا په همدې تار یې خپل درې امنیتي مشاورین کندهار ته راولېږل چې له ملا محمد عمر سره د شمال د جګړې په کنټرول کې مرسته وکړي. د طالبانو د جنګیالیو د روزلو وعده یې وکړه او یو شمېر جنګیالي یې وروزل.
پاکستان د خپلې ښې دوستۍ نیت په لومړۍ دوره کې وښود، د سعودي عربستان او عرب اماراتو په شمول پاکستان هم د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژند. د عربي او یو شمېر نورو مرستندویه هېوادونو د مرستې د تنظیم چارې هم تر ډېره له ډېورنډه پورې غاړې تنظیمېدې او د یوه کال په تېرېدو سره عربانو او یو شمېر ترهګریزو ډلو په مستقیم ډول افغانستان ته لاره پېدا کړه. ځانګړې قرارګاوې یې جوړې کړې؛ په کابل او یو شمېر ولایاتو کې یې سوداګرۍ هم پیل کړې، دا چاره پاکستان ته درنه تمامېدونکې او ورځ تر بلې د پاکستاني استخباراتو په منزوي کېدو تمامېده. له چین او روسیې سره مستقیمې اړیکې او د پاکستان له خوښې پرته کندهار ته د دواړو هېوادونو د امنیتي هیئت راتګ او له ملا عمر سره یې دوه ورځینی ملاقات؛ د دې سبب شو چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د نظر اختلاف ورځ تر بلې پیاوړی شي.
دا هغه مهال دی چې درې میاشتې وروسته د سپټمبر د یوولسمې پېښه رامنځته شوه، له دغې پېښې وروسته له طالبانو سره د پاکستان اړیکې کاملاً یوه نوي پړاو ته داخلیږي.
۲- له دوست سره دښمني:
د سپټمبر د یوولسمې له پېښې دوه ورځې وروسته پاکستاني مشاورین او د هغوی ځانګړی ګارد چې مشري یې کرنیل ذکریاکوله له کندهاره ووتل، ټولې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کیږي، سیاسي نماینده ګۍ یوازې په نوم پاتې وې؛ خو هېڅ ډول رسمي راکړه ورکړه نه کېده، د دوی له وتلو سره سم طالبان له پاکستان سره د اړیکو یوه نوي باب ته داخلیږي، داسې باب چې طالبانو یې کله فکر هم نه و کړی. په داسې حالاتو کې چې یوه خوا یې د نړۍ ځواکمن هېواد امریکا او بل اړخ یې یو جګړه ییزه ډله وي نو پاکستان مجبور و، چې د امریکا په طرف شي او د همدغې ملګرتیا له مخې یې ملیاردونه ډالره فایده تر لاسه کړه.
د امریکا له حملې وروسته د طالبانو ګڼ شمېر مشران او قوماندانان پېښور، کوېټې،وزیرستان او کراچۍ ته لاړل او یوه برخه یې په افغانستان کې پاتې شول.
دا مهال پرویز مشرف د پاکستان د حکومت چارې سنبالولې، هغه له امریکا سره له تړونه وروسته له طالبانو سره د ټولو استخباراتي او سیاسي اړیکو د پرېکون هوډ وکړ او سي ای اې ته یې ډاډ ورکړ چې د القاعدې او طالبانو د مشرانو په نیولو کې به ورسره مرسته کوي. ګڼ طالب قوماندانان او مشران یې امریکا ته په لاس ورکړل چې له هغې ډلې یې ملا برادر هم و.
دا همکاري د ۲۰۰۳ ز کاله پورې روانه وه او په همدې کال کې پرویز مشرف له حامد کرزي سره په ټیلفوني خبرو کې په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه.
۳- له دوست سره بیا پخلا کېدل:
د ۲۰۰۳ کال په نومبر میاشت کې حامد کرزي له پرویز مشرف سره ټیلفوني خبرې لرلې او د بحث موضوع د طالبانو د مشرانو د پټنځایونو په نښه کول او یا هم دوی بېرته افغانستان ته رالېږل وو. حامد کرزي ټینګار کاوه چې په پېښور، کوېټه او وزیرستان کې د طالبانو مشران اوسېږي او پاکستان باید د دغو خلکو په بېرته رالېږلو او یا یې هم د پټنځایونو په نښه کولو کې مرسته وکړي. مګر د پرویز مشرف نارضایتي بیا دا وه چې هند په ډېرې چټکۍ په افغانستان کې مخ پر ودې دی، په ځینو سرحدي ولایاتو کې یې د نماینده ګیو چارې روانې کړي دي او دا چاره د پاکستان لپاره خطر دی.
د همدغه کال په ډیسمبر میاشت کې د امریکا په فشار د پاکستاني استخباراتو د Reunion) AF-) استخباراتي پروژه پیل شوه چې ظاهراً د دغې پروژې هدف دا و، چې د طالبانو ټیټ پوړي چارواکي بېرته افغانستان ته ولېږي او لوړ پوړي یې امریکا ته په ګوته کړي. خو په پرنسیب کې د دغې پروژې موخه د طالبانو د ډلې بیا انسجام او له دوی سره د تعامل لپاره یو نوی میکانیزم رامنځته کول وو.
په ۲۰۰۴ ز کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په مستقیم ډول اعلان وکړ، چې پاکستان د طالبانو د بیا انسجام لپاره کار کوي او له همدغه وخته د وزیرستان شورا، کوېټې شورا او ... مخ په انسجام شوې. پاکستانیو رسنیو بیا د افغانستان له ملي امنیت سره د هند د استخباراتي ادارې (را) په مستقیمې همکارۍ راپورونه خپاره کړل او ویې ویل چې هندي استخبارات د افغانستان له استخباراتو سره مستقیم کار کوي او د پاکستان پر ضد پروژې ډیزاین کوي. له همدغه کاله وروسته په افغانستان کې د طالبانو مستقیم هدفي بریدونه شدید او مخ پر ودې شول.
له ۲۰۱۱ کال را په دېخوا طالبانو له امریکا سره د مستقیمو اړیکو یوه کوچنۍ لار پېدا کړه، دا لار که څه هم د پاکستان له نفوذه خالي نه وه، مګر دغې لارې وکولی شول، چې د راتلونکو اقداماتو لپاره لا لویې لارې برابرې کړی شي. د ولسمشر حامد کرزي په حکومت په دوران کې د قطر د دفتر مخالفت وشو؛ خو د ولسمشر غني په راتګ سره د سولې خبرې بیا پیل شوې، د پاکستان او قطر په منځګړیتوب او ضمانت له امریکا سره د طالبانو اړیکې ډېرې روښانه او پیاوړې شوې.
د پاکستان او طالبانو د اړیکو دغه باب د افغانستان د وروستي جمهوریت تر سقوطه دوام وکړ؛ خو وروسته له سقوطه دغې دوستۍ او تعاملاتو یو نوی رنګ واخیست.
۴- نوې نارسمي دوستي:
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سقوطه وروسته د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې دومره غښتلې شوې، چې د کابینې په جوړولو کې یې مستقیم مرسته او کومک وکړ، د طالبانو تر منځ په واک راپورته شوی جنجال یې ډېر ژر مدیریت او د خپلې ښې دوستۍ ښه نیت یې روښانه کړ.
مګر یوویشتمه پېړۍ بیا له شلمې پېړۍ سره کاملاً توپیر لري، پاکستان په خپلو اقتصادي، امنیتي او سیمه ییزو جنجالو کې دومره ښکیل دی چې ښايي هغومره دوستي ونه پالي کومه یې، چې په شلمه پېړۍ کې پاللی شوه، کټ مټ طالبان هم د شلمۍ پېړۍ طالبان نه دي او نه هم افغانستان هغه پخوانی افغانستان دی. روغ دولتي سیستم، بهرنۍ مرستندویه موسسات او ادارات په افغانستان کې پاتې شول او تر ټولو مهمه بیا دا وه چې دا ځل د طالبانو پر سر د قطریانو لاس هم موجود دی، تر ډېره د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لیدل کېده.
بله خوا نړۍوال نظم هم تر پوښتنې لاندې راغلی؛ د چین، روسیې، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو د یوه بلاک کېدل او په مقابل کې یې د امریکا، برېتانیې، فرانسې، جرمني او کاناډا یو ځای واله د دې سبب شوه، چې پاکستان د طالبانو پر وړاندې له احتیاطه کار واخلي.
د پاکستان خواخوږي له طالبانو سره له بل هر چا زیاته ده او له همدې امله هڅه کوي، چې طالبانو ته نړۍوال سټیج ورکړي مګر د ژور اسټبلیشمینټ غوښتنې، ګټې او زیانونه یې جدا دي. که چېرې له طالبانو سره بشپړ تعامل ته رسېږي د رامنځته شویو لویو بلاکونو تر منځ د تعادل کچ ترې خرابیږي او که تعامل نه کوي د طالبانو له خوا د ټي ټي پي سره همکاري زیاتېږي.
د پاکستان له خوا طالبان په رسمیت نه پېژندل دوه خواوې لري:
لومړی:
د سولې په مذاکراتو کې د پاکستان هڅه دا وه، چې د طالبانو یوه درواغجنه څېره نړۍ ته روښانه کړي او په ورته زمان کې د اوکراین او روسیې د راتلونکې جګړې لپاره امریکا هم علاقه لرله، چې د افغانستان له مسالې خپل لاسونه لنډ کړي. پاکستان په پوره قدرت نړۍوالو ته طالبان انعطاف پذیره او له نړۍ سره تعامل کوونکي ښکاره کول. مګر کله چې د طالبانو حکومت جوړ شو هغه ټول تضمینونه او وعدې چې د قطر په مذاکراتو کې شوې وې هوايي پاتې شوې.
اوس پاکستان هڅه کوي چې له نړۍوال ارډر سره سم لاړ شي، که چېرې دوی له نړۍوال رامنځته شوي لړځانده نظم څخه بېرون پښه کېږدي، لکه د عمران خان د حکومت یې دا ځل هر څه پر بل مخ اوښتی هم شي. که چېرې په اوس وخت کې پاکستان طالبان په رسمیت پېژني؛ نو د نړۍوالې ټولنې له سختو فشارونو سره مخ کېږي، چې له امله یې د دوی د روان ضعیف اقتصاد او سیاسي جنجالونو کچ لا لوړېدی شي. د روسیې او چین مستقیمو لاسوهنو ته زمینه برابرېدی شي او په پاکستان کې داخلي اړی ګړی لا ګړندی کېدی شي.
د پاکستاني سیاستوالو او پوځ تر منځ د نظر اختلاف یوه بله لویه کشاله ده چې نه پرېږدي طالبان په رسمیت وپېژندل شي، د پاکستان پوځ د طالبانو حکومت ته د تحت الحمایه سټیټ په سترګه ګوري او که چېرې طالبان په رسمیت پېژندل کېږي نو د تېرو پنځه څلوېښت کلونو خواري یې پر اوبو ځي.
دویم:
د ټي ټي پي او بلوچ بیلتون پالو په شمول دوه نورې جنګي ډلې، چې په پاکستان کې فعالیت کوي دا مهال په افغانستان کې پټنځایونه لري. که څه هم له ټي ټي پي سره د پاکستاني حکومت مذاکرات د طالبانو په منځګړیتوب بې پایلې وشول خو دا ډلې د پاکستان امنیت ګواښي او د پاکستان لپاره دا مهمه ده چې له دغه فرصته ګټه پورته کړي. بلخوا په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ بې سارې دي.
که چېرې په افغانستان کې یو مسوول او رسمي حکومت نه وي؛ نو پاکستاني پوځ پرته له کوم جنجاله په ډېرې اسانۍ سره کولی شي چې خپل اهداف په نښه او له منځه یوسي، چې ښې بېلګې یې په کونړ، خوست، ننګرهار،پکتیکا او نورستان کې د ټي ټي پي او نورو جنګي ډلو پر وړاندې د پاکستاني پوځ هوايي او ځمکني عملیات دي.
پاکستان له پیله نه غوښتل چې له ټي ټي پي سره یوې نتیجې ته ورسي، بلکې د دوی مذاکراتو یوه نمایشي بڼه لرله او په اوس وخت کې خپله ټوله هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو مخالفینو پټنځایونه په نښه کړي، ځکه نه خو طالبان نړۍوال سټیج لري چې دا لویه ستونزه او تېری راپورته کړي، نه هم د دغو بریدونو د دفاع قدرت لري او نه هم په رسمیت پېژندل شوي.
پایله:
د پاکستان او طالبانو د اړیکو د تېرو اته ویشتو کلونو لوړو او ژورو، د سیمې سیاست، د پاکستان ګټو او نړۍوال نظم ته په کتو د طالبانو په رسمیت پېژندل نادر برېښي. دا وخت د پاکستان داخلي سیاسي ګډ وډۍ او اقتصادي بحران ته په کتو دوی هڅه کوي، چې له نړۍوال روال سره سم قدم کېږدي او دا چاره یې پاکستان ته دوه ګټې لري:
د رسمیت پېژندنې په دغې خلا کې کولی شي، چې خپلې ټولې مخالفې جنګي ډلې چې په افغانستان کې پټنځایونه لري وځپي او هم د خپل هغه پخواني سیاست د غښتلتیا لپاره کار وکړي، چې هدف یې افغانستان د پاکستان یو تحت الحمایه واحد په توګه تر خپل کنټرول لاندې ونیسي.