د لویديځوالو ناکامه پالیسي او په افغانستان کې ښځو ته ورپېښ کړاوونه
د پروس پیکت رسنۍ د لندن د کېنګز کالج د څېړنو د څانګې د لوړ پوړي غړي ډېویډ لووین مقاله خپره کړې ده. په دغه مقاله کې پر افغانستان د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ او د اتلس کلنې مروې اعتراض او مېړانې ته یې ځغلنده کتنه کړې ده.
نوموړی وايي: اتلس کلنې مروې د افغانستان لپاره په ناوړه شرایطو کې، د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو د بندیدو او په نړیوالو مرستندویه بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې د یوازینۍ ښځې په توګه لاریون وکړ.
اغلې مروه د کابل پوهنتون د تړلو دروازو تر شا په چپه خوله ولاړه وه، یو بینر يې په لاسونو کې نیولی و او یوازې یوه عربي کلمه «اقرا » چې په عربي د ( لوستلو ) معنا ورکوي، په ښکلي خط یې لیکلې وه.
که څه هم نوموړې له سر تر پښو ځان په تور حجاب کي پټ کړی و، لکه څنګه چې د حجاب په اړه د طالبانو غوښتنه ده، طالبانو ورباندې قهرجنې نارې وهلې او هغه یې له سیمې څخه په زور شړله.
نوموړې په ټولنیزو رسنیو کې وویل:« د هغه حق غوښتلو لپاره یې غږ پورته کړی، کوم حق چې خدای ورکړی دی.»
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له راتګ راهیسې د مروې او ملیونونو افغانانو لپاره ژوند په پرلپسې توګه بدتر شوی، او د لویدیځ نرمې ښکېلتیا او نرم چلند پالیسي ناکامه شوې ده.
په داسې حال کې چې هیڅ یو هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، د جمهوریت تر پرځېدو وروسته هیله پیدا شوه چې ګواکې که دروازې همداسې خلاصې پاتې شي او بشري مرستې خلکو ته ورسول شي، بیا به ښکېلتیا او قانع کول د دوی په سخت دریځه حاکمیت کې نرمښت راولي.
امریکا، برېتانیا او یو شمېر نور هېوادونه په قطر کې په خپلو سفارتونو کې د افغانستان د ګټو سترې برخې لري او هلته په منظم ډول له طالب مشرانو سره ليده کاته هم کوي.
نوموړی په دغه مقاله کې د طالبانو سره د ملګرو ملتونو او یو شمېر اروپایي هېوادونو مرستو ته په اشارې لیکلي، چې ملګري ملتونه په اونۍ کې د شاوخوا ۴۰ ملیونه ډالرو په لېږد سره د اقتصادي وضعیت د خرابېدو مخه نیولې او د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د بشري مرستو د اسانیتا لپاره د اروپایي ټولنې په کابل کې خپل ماموریت بیا له سره پیل کړ؛ خو د دغه ډول چال چلند توجیه کول په زیاتېدونکي توګه ستونزمن کېږي.
له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال په پسرلي کې د نړیوالو سازمانونو لپاره د ښځو پر کار کولو بندیز ومنلو، ملګري ملتونه د مساوي کاري فرصتونو څخه په بېله بڼه خپلې چارې پر مخ وړي.
د طالبانو سره دغه شان نرم چال چلند سمه پایله نه ده ورکړې، او طالبان نور هم ظالمان شوي دي.
پر ښځو د زده کړو او کاري بندیزونو سربېره، ښځې نه شي کولی تفریحي پارکونو یا ورزشي کلپونو ته ولاړې شي، او یا په ډاډه زړه له کورونو رابهر شي.
د دغې رسنۍ په خبره د طالبانو د وروستي لیونتوب په پایله کې د ښځو د سینګارتونونو د تړلو امر وشو، چې ۶۰ زره نورې ښځې ورسره وزرګارې شوې.
په ټول هېواد کي د موسیقۍ الې سوځول شوي، او د فوټبال لوبغالي بیا د نارینه وو او ښځو د اعدام او په عام محضر کې د دورو د وهلو لپاره کارول کېږي.
په داسې حال کې چې مرستې یوازې تر بشري مرستو محدودې دي نو دا څرګندېږي، چې طالبانو د ځان لپاره د پیسو خوندي کولو نوې لارې میندلې دي.
میلیونونه ډالر د طالبانو د ملاتړو لپاره ضایع شوي دي، د غلط لارښود له مخې د اړمنو پر ځای د طالبانو ملاتړو ته مرستې ورکول کېږي.
همدارنګه نوموړی لیکي، چې د لویدیځ د سیاست د ناکامۍ تر ټولو ښکاره نښه دا ده چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل شوی دی.
د دې ښکاره مثال په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژل یاد شوي، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر په ګاونډ یوه کور کې اوسېده او دغه پېښه د طالبانو د هغې ژمنې نیمګړتیا په ډاګه کوي چې ویلي یې وو له القاعدې سره یې اړیکي پرې کړې دي.
په دغه راپور کې لیکل شوي، چې نړیوالو جهادي ترهګرو ډلو په ټول افغانستان کې نوې اډې جوړې کړې دي، دوی د تېر حکومت د ملي امنیت د پخواني رییس رحمت الله نبیل له قوله لیکلي: «نړوالو ترهګرو ډلو اوس په افغاستان کې ستراتیژیک ژوروالی تر لاسه کړی دی.»
د نوموړي د اټکل له مخې د هغو ډلو په منځ کې چې د طالبانو تر ساتنې لاندې فعالیت کوي، د القاعده له ۴۵۰۰ تر ۶۰۰۰ د ټي ټي پي وسلوال او په سلګونه سیمه ییز ګروپونه او نورې ډلې شاملې دي.
د لیکوال په خبره، د نړیوال تروریزم ملاتړ اوس د طالبانو لپاره د ورستي واک په پرتله خورا مهم کاروبار ګرځېدلی.
په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو یو راپور وموندل، چې القاعده په افغانستان کې خپلې اډې او عملیاتي وړتیا بیا له سره رغوي او د طالبانو سره یې اړیکې پیاوړې دي.
نوموړي د مقالې په ورستۍ برخه کې لیکلي، چې هیڅ ښه انتخاب نشته؛ خو لویديځ د دې حقیقت د منلو وړ نه دی چې اوسنۍ تګلارې یې ناکامې شوې دي.