خصوصي سکتور د کابل په شهرنو پارک کې سوداګریز کمپلکس جوړوي

د یکشنبې په ورځ (د اسد په ۱۵ مه) د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د کابل په شهرنو پارک کې د سوداګریز مرکز د جوړېدو اعلان وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ چې خصوصي سکتور به په درېيو کلونو کې د ۱،۲ ميليارده افغانيو په پانګونې سره په شهرنو پارک کې يو سوداګريز کمپلکس جوړ کړي.

شهرنو پارک د کابل په زړه کې د ۹،۹ هکتاره مساحت په لرلو سره یوه شنه سیمه ده.

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ چې د شهرنو په پارک کې به یو ځمکتلی بازار، د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د پارک په یوې څنډې کې ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوټسال لوبغالی، تفریحي ځایونه، د لامبو حوض، ریسټورانټونه او د موټرو تمځای جوړ شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د یکشنبې په ورځ (د اسد ۱۵مه) د دغه سوداګریز مرکز د جوړولو پرانیسته وکړه.

د شهرنو پارک پر ځمکه د سوداګریز کمپلیکس چارې پر داسې مهال پیلیږي چې د شهرنو پارک د کابل ښاروالۍ په ښاري پلان کې شنه سیمه نومول شوې ده.