تاجکستان: د نشه یي توکو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې خبره حقیقت نلري

د تاجکستان د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر وايي، له نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له پرله پسې څرګندونو سره، سره حقیقت بل ډول دی. حبیب الله وحیدزاده ویلي،شمېرې ښیي چې له افغانستانه د نشهیي توکو قاچاق ډېر شوی.
نوموړي د چهار شنبې پر ورځ (د زمری ۱۱مه) په پلازمینه دوشنب کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو پر ژمنو باور نه لري.
د تاجکستان دغه چارواکي څرګنده کړې، چې طالبانو ژمنه کړې وه هغه کسان به مجازات کړي چې نشه يي توکي تولیدوي او کاروبار يې کوي، ((خو په حقیقت کې موږ داسې څه نه احساسوو)).
د ښاغلي وحیدزاده له خوا د وړاندې شویو شمیرو له مخې ، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته د ۴ ټنه او ۸۳ کیلو نشه يي توکي او په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۵ ټنه نشه يي توکي په تاجکستان کې نیول شوي دي.
حبیب الله وحیدزاده وویل، ډېری نشه يي توکي له افغانستان سره پر پوله پرتو سیمو کې کشف شوي دي.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کي اعلان وکړ، چي افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولید کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان په سیمه کې د کرسټال یو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، سږکال د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه ۲۸ سلنه زیاته شوې او په ۲۰۲۲ کال کې به د نړۍ د کوکنارو تولید ۷۸۰۰ ټنو ته ورسیږي.