کندهار؛ د امریکا، ایران او پاکستان د څارګرو ادارو د ټکر صحنه
«کندهار» د سي ای اې د یوه مامور د ځانګړیو عملیاتو د یوه نوي جنګي فلم نوم دی چې په ډېر لنډ وخت کې یې زیات لېدونکي پېدا کړل. پر دغه فلم ګڼو فلم پوهانو خپلې د ستاینې او غندنې تبصرې کړې دي.
اکثرو یې فلم له تخنیکي اړخه تشریح کړی، دغه فلم د هالیوډ یو له هغو فلمونو دی چې زیاته سرمایه پرې لګېدلې او په ټوله دنیا کې ورته ډېر تبلیغات شوي دي.
تر ټولو جالبه بیا دا ده چې د فلم د کیسې لیکوال د امریکا د دفاعي امنیت (DIA) یو مامور میچل لافورچن (Mitchell LaFortune ) دی چې په ۲۰۱۳ ز کال کې یې په افغانستان کې ماموریت لاره.
په دې لیکنه کې موږ هڅه کړې چې د سیمې د روان کړکیچ، استخباراتي لوبو او جیوپولیټیک کشمکشونو په نظر کې نیولو سره د کندهار فلم ته کتنه وکړو.
د فلم جوړښت او جوړوونکي:
د کندهار فلم د هالیوډ هغه امریکايي فلم دی چې په ۲۰۲۳ ز کال کې نندارې ته وړاندې شو، په دغه فلم کې د امریکا، هند او ایران سینماګرانو کار کړی دی.
دا یو جنګي او استخباراتي فلم دی چې لارښود یا ډایریکټر یې ریک رومن وا دی او میچل لارفورچن یې لیکوال دی، د فلم د اصلي کرکټر یا فلمستوري په توګه جرارډ بټلر چې په خپله پروډیوسر هم دی کار کړی.
میچل لافورچن په ۲۰۱۶ کال کې د خپل دغه لیکل شوي فلم سکریپټ په تنډر روډ فلم کمپنۍ وپلوره او هغوی یې د جوړولو تابیا وکړه. د ۲۰۲۰ ز کال په جون کې اعلان وشو چې جرارډ بټلر دغه فلم جوړوي.
فلم په ۲۰۲۱ ز کال ډیسمبر کې په سعودي عربستان کې پیل شو، د سعودي عربستان د جدې او العلا سیمې ځینې خړې دښتې او غونډۍ لري چې نسبتاً کندهار او ځینو سرحدي سیمو ته ورته دي.
دا فلم د ۲۰۲۳ کال د می په ۲۶ مه د اوپن روډ فلمز لخوا په سینماګانو کې خپور شو.
لوبغاړي:
- · جرارډ بټلر د ټام هریس نقش لوبولی
- · نوید نګهبان د محمد داود (مو) نقش لوبولی
- · علي فاضل د کاهل ناصر رول لوبولی
- · بهادر فولادي د فرزاد اسدي رول لوبولی
- · نینا ټوسن وایټ د لونا کوجايي رول لوبولی
- · اولیویا - می برټ د ایډا هرس رول لوبولی
پر دغو مهمو فلمي لوبغاړو سربېره لسګونه نور داسې لوبغاړي دي چې په کندهار فلم کې یې د یوې کوچنۍ یا لویې برخې د لوبغاړي په توګه خپل رول ادا کړی دی.
کیسه:
د "کندهار" فلم په شروع کې کیسه د ایران له قم ښار پیلیږي، د سي ای اې یو پټ مامور چې ټام هریس نومیږي له خپل ملګري اولیور سره د تخنیګرانو په بڼه د ایران یوې اټومي بټۍ ته ننوځي او هلته د دغو دواړو ماموریت دا وي چې داسې یو سیستم نصب کړي چې له امله یې سي ای اې ته د ایران د اټوم بم د جوړولو ټولې چارې معلومې او مهم معلومات تر لاسه کړي. دوی سره له ډېرو محدودیتونو او امنیتي څار په خپل کار کې کامیابېږي او سي ای اې د اټومي بټۍ تصویرونه او معلومات تر لاسه کوي.
په ورته وخت کې ټام کورنۍ ستونزې هم لري، له یوې خوا دی د سي ای اې ماموریت دې ته نه پرېږدي چې خپل ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړي او بل خوا یې مېرمن د طلاق غوښتنه کوي. د یوه استخباراتي مامور په توګه د ټام هریس دنده دی نه پرېږدي چې خپلې کورنۍ ته یو ښه پلار یا خاوند شي. دی کوښښ کوي چې د خپلې لور په فراغت غونډه کې برخه واخلي او کله چې د سفر تابیا نیسي سمبالوونکی یې خبروي چې یوه ایرانۍ خبریاله لونا کوجايي غواړي د قم په بمبارۍ کې د سي ای اې د لاس لرلو په اړه شواهد راټول کړي. د اردو یو ډګروال اسدي دا خبریاله تښتوي او مجبوروي چې د ټام او اولیور په اړه ورته معلومات ورکړي. اسدي هممهاله د ټام بل ملګری اولیور له منځه وړي او د ټام په لټه خپلې ټولې استخباراتي او جنګي ادارې په دنده ګوماري.
ټام یو ځل بیا له خپل استخباراتي مشر رومن چې په افغانستان کې دی یوه نوي ماموریت ته ګمارل کېږي او مجبوریږي چې دغه ماموریت ته غاړه کېږدي. مشر یې ټام ته د محمد داود (مو) په نوم یو افغان ژباړن چې بېرته له امریکا څخه راستون شوی ور معرفي کوي. ژباړن (مو) له دې سره – سره چې له ټام سره دنده لري بلکې خپل یو شخصي ماموریت هم لري، طالبانو یې یوه خور نیولې. ډېره موده یې دوی احوال نه لري او په ورته وخت کې یې وسلوالو یو زوی هم وژلی دی.
ټام او مو په هرات کې دي مګر دوی له رسنیو خبریږي چې د ایران حکومت او د پاکستان ای ایس ای یې په لټه کې دي، ټام او مو باید په دېرشو ساعتونو کې له دغه ځای کندهار ته ورسېږي چې برېتانوي پوځیان یې په الوتکه کې خوندي انتقال کړي. مګر دغه لار یې له خطرونو او کړاوونو ډکه ده. د ایراني استخباراتي کړیو، د کاهل ناصر په مشرۍ د ای ایس ای له جنګي جاسوسانو او طالبانو سره مخ کېږي.
ټام او مو له هرات د تیښتې په وخت کې د چاودنو، ډزو او پرله پسې بریدونو سره – سره حرکت کوي. دوی د ډګروال اسدي لخوا رالېږل شوې چورلکې سره مخامخ کیږي مګر دوی یې وولي او له راغورځېدو وروسته په یوه غار کې پناه کېږي، چې خلک یې ونه ویني. ټام له مو څخه ډېر منندوی دی او ورته وايي چې سي ای اې ستاسې په څېر د افغان ژباړونکو له خدمته سترګې پټوي. د مو د زوی قاتل یو پخوانی جنګسالار دی. دوی خپل سفر ته ادامه ورکوي او له اسماعیل مرسته غواړي او اسماعیل هم ورسره په ناڅاپي ډول مخ کيږي. خو اسماعیل له دوی سره درغلي کوي او د دوی خبر طالبانو ته ورکوي چې له امله یې دوی دواړه د طالبانو له خوا نیول کیږي. د سي ای اې اړیکه هم له دوی سره پرې کیږي، رومن له افغان ځانګړو ځواکونو سره یو ځای کېږي تر څو د دوی د ژغورنې عملیات پیل کړي مګر هغه د دوی د ژغورلو په لار کې خپل ځان قرباني کوي.
دوی ته له طالبانو سره مقابله ممکنه بریښي مګر تر ټولو سخت ډار یې د کاهل ناصر له ډلې دی ځکه چې هغوی په ډېرې چټکۍ سره د دوی د پلټنې عملیات کوي. د ژغورنې د عملیاتو په جریان کې سي ای اې طالبان له منځه وړي، که څه هم د کاهل ناصر له ډلې سره مخامخ کیږي مګر د افغان ځانګړي ځواک په مرسته ټام او مو ژغورل کیږي او له یوې لویې چاودنې سره دوی کندهار ته ننوځي چې د برېتانوي ځواکونو الوتکه د دوی د انتقال لپاره په انتظار ده.
په پای کې ټام او مو بې له کوم شدید زیانه متحده ایالاتو ته ستنیږي. ټام د خپلې لور په فراغت کې برخه اخلي او له مېرمنې سره راپورته شوی کړکېچ یې پای ته رسېږي. مو د خپلې میرمنې او کوچني زوی سره یوځای کیږي او خوښي نمانځي. خبریاله لونا بې زیانه خوشې کېږي.
د سیمې پیچلی استخباراتي جوړښت:
که څه هم کندهار فلم د سي ای اې په ځانګړو عملیاتو راڅرخي او اصلي موخه یې د ایران د اټومي بټیو له منځه وړل او په سیمه کې د امریکا د قدرت ښکاره کول دي، مګر دغه فلم د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ روان جیوپولیټیک کړکېچ ډېر ښه روښانه کوي.
د کندهار په فلم کې د ایران پر اټومي بټیو سربېره دا په ډاګه شوې چې ایراني استخبارات څه ډول او په کومه کچه د افغانستان په خاوره کې فعالیت لري؟ د ای ایس ای موخې او اهداف څه دي؟ د خپلسرو جنګي ډلو موجودیت ته هم څنګزنه اشاره شوې او د طالبانو او داعش ټکرونه یې هم پکې روښانه کړي دي.
په فلم کې د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ په سرحدي سیمو کې د جنګي او خپل سرو ډلو شتون یو بېل بحث دی او پکې په ډاګه شوې چې په دغو سیمو کې څومره پیچلي جنګي او استخباراتي جوړښتونه فعال دي. د سیمې د خلکو غربت، بې وزلي او حتا لومړنیو اسانتیاو ته نه لاسرسی یې هم منعکس کړی دی.
تر ډېره هڅه شوې چې د سي ای اې ماموریت په ښه بڼه توجیه کړي او هم وښيي چې سره د جیوپولیټیک او پیچلي استخباراتي کړکېچه سي ای اې بیا هم توانېږي چې خپل ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.
دا فلم د ایران او پاکستان تر منځ د روان جیوپولیټیک کړکیچ په نښه کولو سره پای ته رسیږي.
پایله:
په پایله کې ویلی شو چې د کندهار فلم د هالیوډ یو له هغو فلمونو دی چې زیاتې پېسې پرې لګېدلی دي. د فلم اصلي موخه د سي ای اې سخت خو بریالي عملیات ښيي. همدا راز په دغه فلم کې دا ښودل شوي چې امریکا څه ډول توانیږي چې د ایران اټومي بټۍ له منځه یوسي.
دویمه مهمه مساله د افغانستان، ایران او پاکستان تر منځ د جیوپولیټیکي کړکېچ په فلمي انداز بیانول دي چې په ډېره روښانه توګه پکې بیان شوی دی. د سیمې استخباراتي ډلې، اجرتي قاتلان، طالبان، داعش او نورې جنګي ډلې او د هغوی جوړښت پکې تشریح شوی دی.
د افغانستان بډایه فرهنګ، دود – دستور،د خلکو ژوند، توندلارۍ ته له ماشومتوبه د افغانانو تشویق، د جنګي او استخباراتي ډلو له خوا د خلکو یرغمل کول او په ژمنه درېدلو ته هم څنګزنه اشاره شوې ده.