د هلمند د نوزاد اوسېدونکي شل کلنې جګړې نه، خو وچکالۍ کډوال کړل

په افغانستان کې د اوبو د ناسم مدریت او تر ځمکې لاندې اوبو کمښت که د کابل ځینې ښاریان د څښاک اوبو پسې لالهاند کړي د هلمند په څېر د منځنۍ اسیا د یو ستر سیند ګاونډیان یې هم کډه کولو ته اړ کړي دي.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ کروندګر رحمت الله وايي، پخوا یې کارېزونو ځمکه خړوبوله خو د وچکالۍ زیاتېدو او کارېزونو وچېدو سره یې ژورې څاوې وکیندلې، اما هغه هم وچې شوې: «تېرو دوو کلنو کې مې ځمکه شاړه شوه. درې باغونه مې لرل، خو اوس یو څو ونې راپاته دي. »

پر کرنه مشهوره دې ولسوالۍ کې اوس ځینې خلک د څښاک اوبه هم نه لري او له پروسږکال راهیسې ترې لسګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي او په بازار کې یې اوس ګوته په شمار هټۍ خلاصې دي.

یو نوزادوال عبدالرزاق وایي:«هره ورځ لس، شل یا دیرش کورنۍ له نوزاد ګډه کیږي، خلک خپل کار روزګار پریږدي ځکه دلته نور اوبه نشته او ټول کاریزونه وچ شوه.»

د هلمند د نوزاد او ځینې نورو سیمو استوګن په داسې حال له تندې کړېږي چې د اسیا او افغانستان په کچه لوی سیند یې په نوم یادېږي. ان ایران له طالبانو غواړي چې د سیستان بلوچستان د خلکو تاندولو ته یې ډېرې اوبه ور پرېږدي.

خو د نوزاد اوسېدونکي پخوا هم د هلمند سیند پر ځای کاریزونو پورې تړلي وو چې اوس ټول وچ دي. دوی وايي، هغه وخت خپل ټاټوبي ته ستنېږي چې د فرهاد په نوم د اوبو بند جوړ شي.

پر نقشه رسم شوي بند پورې تړلې داهیله په داسې حال ده، چې د کندهار د دهلې بند د اوبو کمېدو سره د ارغنداب او دامان ولسوالیو انارو او غنمو د تمې خلاف ډیر کم حاصل کړی دی.

د روزګان، زابل، نیمروز او فراه کرنګر هم د اوبو له کمښت شکایت کوي، ان په ځینو ولسوالیو کې یي د څښاک اوبه هم په سختۍ موندل کیږي.

د اوبو تنظیم اداره کې سرچینې وايي، په اوسط ډول په هیواد کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۱ متره کښته شوې او له بیلا بیلو ولایتونو ۲ لکه ۲۸ زره کرنګر د وچکالۍ له امله له خپلو مېنو بیځایه او زیانمن شوي دي.

وچکالي مالچرونه هم وچ کړي او مالدار په کمه بیه څاروي پلوري.

د غور اوسیدونکی حیات الله وايي، درې سوه پسونه او وزې یې درلودې، خو اوس یې ډير پلورلي دي.

د افغانستان تر ټولو ستر ښار کابل هم د وچکالۍ او ځمکینو اوبو د کمښت له ستونزې کړېږي.

د پلازمېنې په کوڅو کې ښځې، ماشومان او لویان بکشې(ډبې) په لاس د پاکو اوبو په پیدا کولو پسې لالهاند دي، په دغه ښار کې د څښاک اوبو موندل تر پخوا کم او تقاضا يې زیاته شوې ده.

د معلوماتو له مخې په کابل ښار کې له ۷۶ ژورو څاوو چې نورو سیمو ته یې اوبه رسولې ۴۰ يي وچې شوې دي.

د طالبانو پیښوته د رسیدو چارو وزارت وايي، د سږنۍ وچکالۍ له امله شل ولایتونه سخت ځپل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني مرستو همغږۍ دفتر وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له پلوه د نړۍ خورا لسو اغېزمنو هېوادونو کې دی.

د دغه دفتر د مالوماتو له مخې، افغانستان کې تودوخه له نړیوال اوسط کچې هم ډېره ګرمېږي، چې ور سره چاپېریال خرابېږي، کرنه ګواښل کېږي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کېږي.