له نږدې دوو کلونو راهیسې له افغانستان د لوستي پاړکي تېښتې او د کتاب د چاپ او زدکړو په مخ کې د خنډونو له امله د کتاب بازار هم ورځ تر بلې بې ارزښته کېږي.

د کابل ښار د یوې خپروندویه ټولنې مسوولان وایي د تېر په څېر ځوانان د مطالعې او لیکوال د لیکلو انګیزه نه لري، چې له امله یې د مطالعې دود له منځه ځي او د دوی د تېرو شلو کلونو خواري په اوبو لاهوکېږي.

دغه مسوولان چې له نوم اخیستو ډډه کوي، زیاتوي چې د بازار د نشتون له امله یې خپل کتابونه د یو بل مناسبت په پلمه لیلام او د چاپ ماشینونه یې هم په خورا کمه بیه وپلورل.

لیکوال او ژباړن میراحمد یاد وایي جمهوریت کې یې په کال کې تر لسو کتابونه چاپېدل، خو اوس په یوه کال کې دوه یا درې کتابونه په ډیرو ستونزو سره چاپوي، ځکه خپرنځي یې چاپ ته زړه نه ښه کوي.

د یوې بلې خپرندویه ټولنې مسوول د کتاب بازار اوسنی حالت د نجونو پر زدکړو بندیز او همدارنګه د خلکو اقتصادي وضعیت سره تړلی بولي.

نوموړی وايي، پخوا چې د خصوصي زدکړو بازار ګرم و، دوی به یې مختلف موادچاپول چې د خپرنځي په لګښت او د کتابونو په چاپ کې به یې لاس ور کاوه.

پر بد اقتصادي وضعیت سربېره د طالبانو د کتاب ارزونې کمېسیون هم د دې بازار د سړېدو یو بل لامل بلل کېږي.

طالبان وايي، دې کمېسیون سره غواړي د داسې کتابونو د چاپ او پلور مخه ونیسي چې له اسلامي ارزښتونو او د افغان ټولنې د دود خلاف وي.

د تېر کال دوبي کې د دغه کمېسیون چارواکو وویل، د داسې ۱۷۰ کتابونو د چاپ مخه یې نیولې چې «الحادي افکار» پکې وو.

خو لیکوال او خبریال سعید شینواری وایي، طالبانو پر دغه کمېسیون سربېره ډیر د فکري بیدارۍ پر کتابونو هم پټ بندیز لګولی او ټول کړي یې دي.

د ښاغلي شینواري په خبره، هغه کتابونه چې طالبان یې پر خلکو لوستل غواړي، یا خلکو لوستلي دي یا له دې ډلې سره د فکري تضاد له امله همدا کتابونه نه اخلي.

ایراني کتابونو ته هم افغانستان د پلور یو لوی بازار و، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې د دې کتابونو پر واردېدو هم مالیه خورا ډېره لوړه شوې ده.

ایران کې د کتاب اړوند خبري اژانس ایبنا ته ایراني خپرندویانو ویلي، چې د مالیې لوړېدو او د خلکو د اقتصاد غورځېدو سره یې افغانستان ته صادرات ۹۵ سلنه کم شوي دي.

نور خبرونه

رادیو