افغان مېرمنې د سوداګرۍ برخه کې د طالبانو محدودیتونو سره څه ډول مقابله کوي؟

AP ۱۴۰۲ زمری ۹

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره چې پر افغان مېرمنو ډول ډول بندیزونه لګېدلي ور سره د دوی سوداګري په تېره د افغاني جامو او فېشن برخه هم ډېره زیانمنه شوې ده.

یوویشت کلنه سعیده غزنیوال- چې له څو کلونو راهیسې د ښځینه افغاني جامو تولید کې بوخته وه- وايي د جمهوریت تر پرځېدو وروسته یې د کار زوال پیل شو.

مېرمن غزنیوال زیاتوي، کارځی یې لنډه موده وتړل شو، خپل کارکوونکي او پیریدونکي یې له لاسه ورکړل او ډیر مالي تاوان ور واوښت.

نوموړې وايي، خپل کار یې بیا پیل کړی خو د پخوا په شان نه کاري انګیزه لري او نه پرمختګ لارې ورته پرانیستې دي.

خو د اصیلا سادات په څېر داسې مېرمنې هم شته چې د طالبانو له قیوداتو سره د مقابلې لپاره یې خپل تجارتي فعالیت کې بدلون راوستلی دی.

اغلې سادات چې د ښځینه جامو د تولید او فیشن د یوې کوچنۍ کارخونې مسووله ده، په جمهوریت کې یې د افغاني جامو نوي ډیزاینونه خلکو ته وړاندې کول، خو د طالبانو له راتګ وروسته د دې کارخونه هم درې میاشتې بنده وه.

نوموړې د کارخونې بېرته پرانیستلو لپاره، خپل کاري سیستم بدل کړ او د مرستندویه موسسو په همکارۍ یې ښځو ته د دودیزو جامو ګنډلو روزنیز پروګرامونه پیل کړل.

هغې تر دې دمه د خامک ګنډلو، چرمه ګنډلو، د جامو ډیزاین، خیاطۍ او داسې نورو مختلفو برخو کې لسګونه مېرمنې روزلې دي.

لیلا محمدي جمهوریت کې دولتي کارمنه وه، خو د کابل پرځېدو سره بې کاره او خپلو بچیانو ته د روزۍ پیدا کولو لپاره د اصیلا سادات روزنیزو پروګرامونو کې شامله شوه.

مېرمن محمدي یوه پروګرام کې د خامک ګنډلو شپږ میاشتنۍ روزنه کې ګډون وکړ او اوس له څو شرکتونو سره له کور په دې برخه کې همکاري کوي.

د ښځو د سوداګرۍ خونې مشره سلما یوسفزۍ د مېرمنو د سوداګریزو چارو غوړېدو ته هیله منه ده.

نوموړې وایي، اوس پر کابل سربېره بادغېس، غور، نیمروز، هرات، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې د ښځو سوداګرۍ خونې فعالې او سلګونه مېرمنې په سوداګریزو کارونو بوختې دي.

میرمن یوسفزۍ زیاتوي، هڅه کوي چې د ښځینه سوداګرو کاري ستونزې حل کړي.

خو نړیوال بانک په یوه رپوټ « ۲۰۲۳ کال کې ښځې، سوداګري او قانون« کې افغانستان د داسې هېوادونو له ډلې بللی چې د ښځو سوداګري او د دوی د سوداګرۍ لپاره شرایط ورځ تر بلې خرابیږي.

په دې راپور کې راغلي چې افغانستان له یمن او سوډان وروسته د سوداګرو مېرمنو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

د طالبانو واکمنېدو پسې دې ډلې د نجونو او مېرمنو پر زدکړو او کار سربېره مختلفو برخو کې تر پنځوسو ډېر بندیزونه یا د دوی په خبره، فرمانونه لګولي، چې له امله یې ښځې له کاري، اقتصادي او ټولنیز چاپېریال محرومې شوې دي.

طالبانو د جولای لومړیو کې تر یوې میاشتې د سینګارتونونو د تړلو پرېکړه هم وکړه.

د ځینې رپوټونو له مخې په افغانستان کې تر ۱۲ زرو ډېر سینګارتونونه شته او د دې پرېکړې پلي کېدو سره به تر شپېتو زرو مېرمنې بې کاره شي.

نور خبرونه

رادیو